لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجشېر کې طالب ضد قوتونه مقاومت کوي، طالبانو لښکرې ورلېږلي دي


پنجشیر کې د طالبانو ضد کمانډران

طالبانو خپل سلګونه تنه جنګیالي د پنجشیر ولایت په لور لېږلي، چېرته چې تر اوسه د طالبانو ضد قوتونه واکمن دي. پنجشیر د سرښار کابل نه یو سلو پنځوس (۱۵۰) کلومټره لېرې، د شمال پلو، هندوکش غرونو کې پرته لویه دره ده. هلته اوس د پخواني جهادي کمانډر احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود، د طالبانو خلاف د مقاومت یو نوی سنګر جوړ کړی دی.

وړاندې تر دې چې طالبان د پنجشیر خوا ته خپل جنګیالي ولیږي، د هندوکش غرونو ها غاړې ته د بغلان ولایت په اندراب سیمه کې په طالبانو حملې وشوې او دعوه وشوه چې سیمه ییزو ځواکونو د طالبانو نه درې ولسوالۍ هلته نیولي دي، خو وروسته طالبانو وویل چې دا ولسوالۍ یې بېرته په قبضه کې راوستي دي.

د پنجشیر ولایت د هندوکش غرونو په منځ کې یوه اوږده دره ده
د پنجشیر ولایت د هندوکش غرونو په منځ کې یوه اوږده دره ده

د طالبانو خلاف چې اوس څه ځواکونه مقاومت کوي، هغه د احمد مسعود د ملي مقاومتي جبهې تر چتر لاندې راغونډ شوي ځواکونه دي چې په هغو کې د افغان پوځ او افغان خاصو ځواکونو یا کومانډو پاته شوي ځيني ډلې او ځایي ملېشې شاملې دي.

دوه دېرش کلن احمد مسعود، د پخواني جهادي کمانډر احمد شاه مسعود زوی دی
دوه دېرش کلن احمد مسعود، د پخواني جهادي کمانډر احمد شاه مسعود زوی دی

د احمد مسعود پلار، احمد شاه مسعود چې د شېر پنجشیر (یا د پنجشیر زمري) په نوم مشهور و، په ۱۹۸۰ کلونو کې یې روسانو ته د پنجشیر په نیولو کې ماتې ورکړې وه او بیا په ۱۹۹۰ کلونو کې یې د طالبانو سره جنګ کې هم طالبان د پنجشېر په نیولو کې ناکامه کړي و.

پنجشېر د غرونو منځ کې نرۍ اوږده دره ده چې بیا دننه هم نورې وړې او غټې درې پکې شته او ننوتل هلته څه آسان کار ندی.

د احمد شاه مسعود ۳۲ کلن زوی، احمد مسعود چې د برطانیې د سانډهرسټ پوځي اکېډمۍ کې یې تعلیم کړی او د لندن په کینګز کالج کې یې د جنګ زده کړې کړې دي، هیله من دی چې د خپل پلار غوندې پاته شي.

د افغانستان مخکېنی نایب صدر امرالله صالح چې تېره هفته یې بهر ته د اشرف غني د تللو وروسته ځان د افغانستان نګران صدر اعلان کړ، پخپل ټویټر کې لیکلي، «طالبانو یوه ورځ پس له هغه چې په ګاونډې دره اندراب کې د حملو ښکار شول او په سختۍ سره، ټوټه ټوټه له هغه ځایه ووتل، [اوس یې] د پنجشیر دروازې سره نږدې ځواکونه راغونډ کړي دي.»


امرالله صالح ځان د «ملي مقاومت جبهې» سره یوځای کړی، او که څه هم ځان ته یې نګران صدر ویلي، خو د احمد مسعود یو سلاکار وي او اې ته په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې دوی د صالح دا عهده نه تسلیموي.

جنګ ته آماده

د اتوار/یکشنبې په ورځ طالبانو احمد مسعود ته څلور ګېنټې وخت ورکړ چې پنجشېر ولایت دې دوی ته وسپاري. طالبانو زیاته کړه، پس له هغه چې ځایي ریاستي چارواکو په پرامنه توګه د پنجشیر د سپارلو نه ډډه وکړه، طالب جنګیالي د هغې سیمې په لور ولېږل شول، خو تر اوسه کوم جنګ ندی شوی.

احمد مسعود په کابل باندې د طالبانو د قبضې راهیسي، له هغو سره په خبرو کې پاته شوی، خو د هغه یو سلاکار وي او اې ته وویل چې اوس دا خبرې په ټپه درېدلي او داسې نه ښکاري چې نورې دې مخ ته ولاړې شي.

د احمد مسعود ویاند، علي نظري وویل: "هيڅ پرمختګ ندی شوی."

د افغان ملي پوځ یو شمېر عسکر او د ځینو سیمو ځایي جنګیالي هم پنجشېر ته تللي دي چې د طالبانو په ضد ودریږي
د افغان ملي پوځ یو شمېر عسکر او د ځینو سیمو ځایي جنګیالي هم پنجشېر ته تللي دي چې د طالبانو په ضد ودریږي

د دوی تر منځ خبرې په اصل کې پاکستان کې د دوی د استازو ترمنځ کېدلې چې په هغه کې د احمد مسعود کاکا هم شامل و. طالبانو ویلي چې هغوی به یو مرکزي حکومت جوړ کړي او انتخابات به نه کیږي. احمد مسعود وایي خپل مقاومت به هله ختم کړي چې طالبان انتخاباتو ته غاړه کیږي، د یو غیرمرکزي حکومت جوړېدل ومني، او سیمو او ولایتونو ته دا حق ورکړل شي چې خپل خودارادیت ولري، او همدا راز طالبان دې د خلکو ملکي حقونه یقیني کړي.

احمد مسعود د اتوار/یکشنبې په ورځ رائیټرز خبري ادارې ته وویل چې هغه جنګ نه غواړي. هغه زیاته کړه، «مونږ غواړو طالبان په دې وپوهیږي چې د وړاندې تګ یوازېنۍ لاره، مذاکرات دي. هغه دا هم وویل چې جنګیالي یې جنګ ته آماده دي او «هغوی غواړي د هر ډول مطلق العنان نظام په وړاندې ودریږي.»

د هغه ویاند، علي نظري چې د یو نامعلوم ځای نه یې وي او اې سره په ټلیفون خبرې کولې، وویل چې هغوی پنجشیر نه د طالبانو د لېرې ساتلو دپاره ځانه سره کافي اندازه قوت لري.

فهیم دشتي، چې یو وخت د احمد شاه مسعود ملګری و، اوس د هغه له زوی احمد مسعود سره په پنجشېر کې نږدې کار کوي. هغه وایي: «زمونږ دپاره سوله او مذاکرات ترجیح لري. مونږ په دې اړه سنجیده یو او په دې باور یو چې د افغانستان آینده کېدای شي د امن او مذاکراتو د لارې جوړه شي، داسې یوه آینده چې د ټولو افغانانو دپاره د منلو وړ وي، داسې یوه آینده چې مونږ ټول پکې وکړای شو په افغانستان کې یو د بل ترڅنګ او د نړۍ سره ژوند وکړو، داسې یوه آینده چې په هغه کې د افغانستان له هرې برخې نه د خلکو نمایندګان په حکومت کې شامل وي، داسې یوه آینده چې هلته د بشري حقونو، د ښځو حقونو، او د ټولنیز انصاف په شان حقونه یقیني وي.»

فهیم دشتي دا هم وویل چې د طالبانو او دوی تر منځ رابطې شوي او دوی خپلې دا غوښتنې طالبانو سره شریکې کړي، او اوس دوی انتظار باسي چې د طالبانو له اړخه «څه سنجیده ګامونه» وویني.

کله چې ورنه وپوښتل شول چې د سنجیده ګامونو نه د دوی مطلب څه دی، نو فهیم دشتي وویل، «په سنجیده مذاکراتو کې شاملېدل، او دا نیت درلودل چې د مذاکراتو د لارې امن او استحکام ته ورسیږو.»

تېره هفته احمد مسعود په واشنګټن پوسټ اخبار کې یو مضمون لیکلی و چې په هغه کې یې له غربي ملکونو غوښتي و چې د هغه د مقاومت ملاتړ وکړي. هغه لیکلي: «طالبان صرف د افغانانو ستونزه نده. د طالبانو تر واک لاندې افغانستان به، بغیر د شک نه، یو ځل بیا د اسلامي تندلارو ترهګرو مرکزي ځاله وګرځي، او د جمهوریتونو خلاف سازشونه به یو ځل بیا همدلته جوړیږي.»

د احمد مسعود پلار، احمد شاه مسعود د طالبانو په اوله واکمني کې د هغو په ضد ودرېد او په ۲۰۰۱ کال کې د عربو بریدګرو په یوه خودکشه حمله کې ووژل شو
د احمد مسعود پلار، احمد شاه مسعود د طالبانو په اوله واکمني کې د هغو په ضد ودرېد او په ۲۰۰۱ کال کې د عربو بریدګرو په یوه خودکشه حمله کې ووژل شو

هغه دا هم اضافه کړې چې که د خارجي قوتونو له خوا ورسره مرسته ونشي، نو د دوی د پوځي وسایلو او وسلو زېرمې کېدای شي ژر ختمې شي.

د تېرو دوو کلونو راهیسي، له کله نه چې امریکا د طالبانو سره مذاکرات پیل کړل، مسعود د وسلو او وسایلو راغونډ کړي دي. د هغه سلاکاران وایي چې د افغانستان د پوځ څو زره عسکر هم چې طالبانو ته نه و تسلیم شوي، پنجشیر ته تللي او هلته یې د احمد مسعود ځواکونه لا پیاوړي کړي دي. په دې عسکرو کې د خاصو ځواکونو یا کومانډو پوځیان هم شامل دي. همدا راز د افغانستان له شمال او لویدیځ نه هم رضاکاران پنجشیر ته ورغلي دي.

د طالبانو ضد ذرائعو ویلي چې د افغان پوځ پاته شونو، له ځانه سره څو هلیکاپټرې او وسلې هم پنجشېر ته وړي او د مقاومت ډله یو شمېر ټېنکونه او روسي بي اېم-۲۱ ډوله راکټ لانچرونه هم لري.

نظري وي او اې ته وویل چې مسعود یقیني دی چې کولای شي تر ژمي پورې مقاومت وکړي، او بیا به د ژمي سړه هوا کې د طالبانو بریدونه ورباندې کم شي، ځکه په ژمي کې به دوی هلته حرکت نشي کولی.

غرب ته په انتظار

علي نظري وایي چې احمد مسعود له ګاونډیو ملکونو، په شمول د تاجسکتان چې د پلار سره یې مرسته کړې وه، د امداد غوښتنه نده کړې. د هغه سترګې غربي قوتونو ته دي. په داسې حال کې چې تر اوسه پورې د غربي ملکونو حکومتونو ورته کوم جواب ندی ورکړی، د امریکا د کانګرس یو شمېر غړي ورسره په رابطه کې دي.

تېر کال احمد مسعود په پېرس کې د فرانس له صدر اېمانوېل مکرون سره وکتل. هغه ملاقات د فرانس یو فلسفي برنارډ هېنري ليوي چې د احمدشاه مسعود یو پخوانی ملګری و، تنظیم شوی و.

د احمد مسعود سلاکاران وایي د دوی په باور طالبان ډېر کمزوري ټکي لري. نظري وایي: «دوی دومره پوځي قوت نلري لکه هومره چې په مېډیا کې ښودل کیږي او مونږ یې ګورو. د هغو سره د جنګیالیو کمی دی، او په ټول ملک کې پاشل شوي. د هغو سره د خلکو ملاتړ هم نشته. هغوی د یو اته دېرش میلینه آباتۍ ملک د کنټرول دپاره پنځه اویا زره جنګیالي لري.»

XS
SM
MD
LG