واشنګټن —
د جرمني د دفاع وزارت ویلي د کابل هوايي اډې شمالي دروازې سره نژدې د ګل، دوشنبې، په ورځ د نامعلومه کسانو په ډزو کې یو افغان امنیتي چارواکی وژل شوی او درې نور زخمیان شوي دي.
جرمن دفاع وزارت وویل جرمن او امریکايي ځواکونه په جګړه کې شامل وو.
په کابل د طالبانو د واک نه وروسته په زرګونو کسان په کابل هوايي اډه جمع شوي اود ملک نه د وتلو کوښښونه کوي.
طالبانو په کابل هوايي اډه د ګډوډۍ الزام په امریکې پورې کړی دی.
امریکايي مامورین وايي په زرګونو کسان یې د افغانستان وېستلي دي.
د برطانيي د دفاع وزارت د خالي، شنبې، په ورځ د هوايي اډې سره نژدې د اووه کسانو د وژل کېدو تصدیق کړی دی.