لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال حق نواز: د ډیورنډ دواړو غاړو ته د توغندیو په ورولو کې ګلان نه وریږي


afghan army
afghan army

افغان امنیتي چارواکي وايي، ځواکونو يې د ډیورند د کرښې پورې غاړې په هغو ځایونو ورته بریدونه ترسره کړي له کومو چې په افغانستان باندې توغندي ویشتل شوي.

د افغانستان د کونړ ولایت د امنیې قومندان جنرال حق نواز له امریکا غږ ډیوې سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل:

"هر هېواد د نړیوالو قوانینو په رڼا کې په داسې حالاتو کې خپل غبرګون څرګندوي او مونږ ته هم لارښونه شوې چې زمونږ په وړاندې د هر عمل په وړاندې باید عکسل العمل موجود وي. نو زمونږ ځواکونو هم په ډېرې بیدارۍ سره خپل باالمثل حرکتونه ترسره کړيدي او تل به ورته د تیارسۍ په حالت کې ولاړ یو. "

جنرال حق نواز دا هم وویل، چې د کونړ په دانګام کې افغان ځواکونو د هغو پاکستاني پوځیانو مخه هم نیولې ده چې غوښتل یې په صفري نقطه کې ازغن تار وغځوي او د دواړو غاړو ترمنځ ورته نښتې د خاص کونړ د ولسوالۍ په ځینو برخو کې هم شوېدي.

ښاغلي حق نواز د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې د ډیورنډ پولې ته څېرمه د افغان او پاکستاني سرتیرو ترمنځ په نښته کې اوه پاکستاني سرتیري وژل شوي وویل:

"مونږ ددغو راپورونو په اړه معلومات نه لرو خو مرمۍ چې وریږي نو چاته په غاړه کې ګلان نه اچوي خو مونږ ته لارښونه شوې چې غبرګون په داسې توګه څرګند کړو چې د ډیورنډ پورې غاړې خلکو ته ملکي مرګ ژوبله وا نه وړي. "

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر دغه خبره رد کړې ده چې ګنې د ډېورنډ په کرښه د پاکستان او افغانستان د ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل په کابل کې د پاکستان د سفارت هغه ټويټ خپور کړی چې پکې ویل شوي:

" په ټي وي ۱ چې په ۲۷م مارچ د پاکستان او افغانستان د ځواکونو د نښتې کوم خبر خپور شوی هغه غلط دی، د پاکستاني ځواکونو د پولې پورې غاړې ته اوړېدو هيڅ څه پېښه نه ده رامنځته شوې، او پاکستان د افغانستان خاورې ته خپلواکي او احترام لري".

د افغانستان ځينې رسنيو د چهارشنبې/ شورو په ورځ دغه خبر خپور کړی چې د پکتيا په پوله د پاکستان پوځ د ډېورنډ په کرښه افغانستان لوري ته اوړېدو او په دغه مهال نښته شوې وه.

د کونړ د امنيې قومندان جنرال حق نواز په وینا یواځې د نوي کال له پيل راهیسې پاکستاني ځواکونو په کونړ ولایت باندې تقریبا ۳۷۴ توغندي توغولي دي چې زیاتره یې په دانګام، ناړې، خاص کونړ او شولتن سیمو کې لږېدلي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د پولې په اوږدو کې د تېرو څو کلونو راهیسې د دواړو لوریو امنیتي ځواکونو لخوا له یوه بله سره د نښتو او په یوه بله د بریدونو راپورونه راغلي دي چې په اکثرو حالاتو کې یې د خپلواکو ادارو لخوا نه دي تایید شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG