لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزاله جاوید په چا مئینه وه اؤ مور یې ورسره کوم دهوکه کړې وه؟


غزاله جاوید
غزاله جاوید

دپښتو د وتلې سندرغاړې غزاله جاوید د ښائست اؤ ښکلي غږ چرچې خو د ډیرو خلکو په ژبه خورې دي خو د غزاله جاوید د دردمند ژوند د اصل کیسې نه به ډیر کم خلک خبر وي ، هغې زړه بائیللی ؤ خو په مینه کې ناکامه پاتې شوې وه.

۲۴ کلنه غزاله جاوید په ۱۸م جون کال ۲۰۱۲م کې دپیښور په ډبګرۍ سیمه کې ماسخوتن مهال د خپل پلار ښاغلي جاوید سره یو ځایې هاغه مهال وسله والو په یو برید کې وژلې وه چې هغه د سندرو یو پروګرام ته د تللو په نیت د یو بیوټي پارلر یا سینګار تون نه د راتلو په وخت په خپل موټر کې کښیناسته.

ددغه برید نه سمدستي وروسته دهغې خور فرحت د غزاله جاوید اؤ خپل پلار جاوید د وژلو دعوه دغزاله جاوید په پخواني خاوند جهانګیر کړې وه او ویلي وؤ هغې پخپلو سترګو لیدلي چې جهانګیر د خپلو ملکرو په مرسته په غزالې اؤ دهغې په پلار ډزې وکړې اؤ هغوئ‌ یې ووژل.

وروستو د پیښور پولیسو دغزاله جاوید پخوانی خاوند جهانګیر ونیولو اؤ د سوات یوې محکمې جهانګیر ته د غزاله جاوید اؤ دهغې دپلار د وژنې په جرم کې دمرګ سزا واؤرؤله .

خو ددغه سزا له اؤرؤنې ورسته جهانګیر د غزاله جاوید دکورنۍ سره روغه جوړه وکړه اؤ هغه د زندان نه خوشې شو.

دغزاله جاوید له وژنې وروسته دهغې مور د وائس اف امریکه ډیوه خبریال فاروق فراق سره خبرو کې انکشاف کړی چې هغې د غزاله جاوید سره ډیره غټه دهوکه کړې وه .

د غزاله جاوید مور وایي که” رښتیا راباندې وایې نو غزاله د ماسټر علي حیدر په زوئ سلیم مئینه وه اؤ ماته یې منتونه کول چې خیر دی مورې ډیرې پیسې راباندې وګټه خو واده مې سلیم ته کړه”

د غزاله جاوید مور وایي په دغه ورځو کې جهانګیر دهغوي کور ته تګ راتګ پیل کړی ؤ اؤ خواهش یې څرګند کړو چې هغه د غزاله جاوید سره مینه کوي.

دهغې په وینا” جهانګیر د خبرو دومره مړنی ؤ چې په ما خدایې سترګې پټې کړې اؤ دخپلې لور د خوښې نه پرته مې جهانګیر ته د غزالې د ودؤلو وعده وکړه”

دغزاله جاوید مور دا هم وایي چې غزاله یې جهانګیر ته په دهوکه نکاح کړې وه اؤ هغې ته دخپلې نکاح په وخت هیڅ معلومه نه وه چې ګنې چاته واده کیږي.

دغزاله جاوید مور دغه تیره کیسه په دې ټکو کې بیانوي “مونږ ته پته وه چې غزاله دسلیم نه بغیر هډو چاسره واده نه کوي نو ځکه مو خپلو کې منصوبه تیار کړه چې غزاله به په دهوکه جهانګیر ته واده کوؤ”

هغه وایي “غزالې خو اسکول نه ؤ‌ ویلی بس مونږه د جهانګیر اؤ غزالې د واده نکاح نامه باندې غزالې نه په دې بهانه دستخط واخستو چې جرمني کې ستا یوه "شو" ده ، اؤ ویزې اخستو دپاره په دې کاغذونو ستا دستخط ضروری دی”

دغزاله جاوید مور وایي چې کله یې دغزاله جاوید نه په دهوکه په نکاح نامه لاسلیک واخستو اؤ له هغې وروسته غزاله د ټول حقیقت نه خبر شوه نو په چغو چغو یې وژړل.

دهغې په وینا "غزالې خو په خپله ژړا سم زمکه اؤ اسمان یو کول، ډیره خفه وه ، د ځان وژلو دپاره ې د مږو وژلو دوایي (زهر) وخوړه، په خوله یې ځکونه رامات شول خو مونږ دسیدو هسپتال ته یوړه اؤ خدایې دمرګه بچ کړه”

دغزاله جاوید مور وایي ددغه پیښې نه وروسته هم دوه ځله غزالې دخان وژنې هڅې وکړې خو خدایې بچ کړه اؤ بیا د جهانګیر په ډزو مړه شوه

دغزاله جاوید مور په سلګو کې وویل” نن ډیره خفه یم، ډیره دلګیره یم ، که دخپلې لور یو جائز خواهش مې پوره کړی وی اؤ دهغې په خوښه مې دهغې واده کړې وی نو ولې به مې نن خپله د ګل پشان لور اؤ خپل مجازي خدایې بائللو؟”

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG