لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيند حکومت:د ديني مدرسو د استادانو څارنه به کولی شي


د اطلاعاتو وزېرې وویل په غونډه کې رپورټ وړاندې کړل شوی چې تېر کال په کراچۍ کې د پوليسو په دفتر کوم بريد شوی وو، د هغې بيا پلټنې شوي، په دغه حمله ‏کې يو بريد کوونکی د مدرسې استاد وو او وژل شوی وو
د اطلاعاتو وزېرې وویل په غونډه کې رپورټ وړاندې کړل شوی چې تېر کال په کراچۍ کې د پوليسو په دفتر کوم بريد شوی وو، د هغې بيا پلټنې شوي، په دغه حمله ‏کې يو بريد کوونکی د مدرسې استاد وو او وژل شوی وو

د پاکستان د سيند صوبايي حکومت پرېکړه کړې، په صوبه کې د ديني مدرسو د استادانو د څارنې دپاره نظام جوړولی شي. دغه پرېکړه د وزیراعلا په ‏مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې شوې ده.‏

د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجېل مېمن مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د وزيراعلا مراد علي شاه په مشرۍ د اېپکس ‏کمېټۍ غونډه شوې چې پکې د پوليس او پوځ مشران هم شامل وو.‏

هغې ويلي، په غونډه کې رپورټ وړاندې کړل شوی چې تېر کال په کراچۍ کې د پوليسو په دفتر کوم بريد شوی وو، د هغې بيا پلټنې شوي، په دغه حمله ‏کې يو بريد کوونکی د مدرسې استاد وو او وژل شوی وو.‏

نوموړي زياته کړې، د اېپکس کمېټۍ ګډون والو په دغه رپورټ د حېرانتیا څرګندونه کړې، يو تن چې په مدرسه کې معصومه ماشومانو ته درس ورکوي ‏هغه په حمله کې شامل وو.‏

شرجيل مېمن ویلي، دا د اندېښنې وړ خبره ده چې د مدرسې يو استاد په مهمه اداره حمله کې شامل وي. که دغه ډول خلک هر چرته وي که په مدرسه کې ‏وي او که په پوهنتون کې وي د هغو خلکو به نه يواځې څارنه کیږي بلکې د هغو ارادې به ناکامه کولی شي.‏

خو د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير دا نه ده څرګنده کړې چې په حمله کې شامل استاد د کومې مدرسې وو.‏

په کراچۍ کې تېر کال په 17م فرورۍ د پوليس په مرکزي دفتر وسله وال بريد شوی چې پکې د پوليس او رېنجرز ځواک د عسکرو په ګډون پينځه تنه وژل ‏شوي او د 20 پورې نور ژوبل شوي وو.‏

پوليس هغه وخت ويلي وو درېو ځانمرګي بريد کوونکو دغه بريد کړی دوه خودکش د پوليس په ډزو کې وژل شوي او يو ځان ته چاودنه ورکړې وه.‏

تحريک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې وه.‏

د مارچ په مياشت کې بيا سی ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه، په پوليس دفتر د بريد پلان جوړونکي دوه ترهګر یې وژلي او دوه نور یې نيولي وو.‏

او د اپرېل په مياشت کې بیا پوځ ویلي وو، د کراچۍ په پوليس دفتر برید کې درې ترهګر وژل شوي د يو وژل شوي کفایت الله تعلق د لکي مروت او بل زاله ‏نور تعلق د شمالي وزیرستان سره وو او د ياد برید مرکزي درې کردارونه وروسته نیول شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG