لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ امر کړی چې عمران خان دې په یو ساعت کې عدالت ته وړاندې کړل شي


د پاکستان سپریم کورټ د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف خواست د اورېدنې په مهال د احتساب مرکزي ادارې ته امر کړی دی چې مخکینی وزیراعظم دې په یو ساعت کې دننه عدالت ته وړاندې کړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا سپريم کورټ ته خواست شوی چې د عمران خان ګرفتاري غېر قانونه وګرځوي او د خوشي کولو حکم یې وکړي. د سپریم کورټ چیف جسټس د عمران خان نیول د نېب له خوا د عدالت سپکاوی بلل شوی دی.

د سپريم د کورټ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ درې کسيزه بنچ چې پکې جسټس محمد علي مظهر او جسټس اطهر من الله شامل دي، په دغه خواست یې اورېدنه پېل کړې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان په نهمه مې د اسلام اباد هايکورټ د احاطې څخه نيول شوی او د احتساب قامي ادارې [نېب] ويلي وو عمران خان یې د القادر ټرسټ د غبن په قضیه کې نيولی وو.

حکومت ويلي عمران خان د قانون ترمخه نيول شوی وو.

د راپورونو ترمخه په اورېدنه کې چيف جسټس ویلي، چې د سپريم کورټ، هايکورټ يا نېب کورټ څخه څوک نه شي نيول کېدی.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، چيف جسټس ویلي، چې نېب د عدالت سپکاوی کړی او که چرته 90 کسان د عدالت احاطې ته داخل شوي نو د عدالت څه احترام پاتې کيږي؟ په داسې کې به څوک هم ځان په عدالت کې محفوظه نه ګڼي.

چیف جسټس زیاته کړې چې په غېر قانونه کار سترګې نه شي پټولی، چې کومه فېصله واوروي دغه به په هر تن لاګو وي.

د عمران خان وکیل حامد خان عدالت ته ويلي، چې عمران خان په يو کېس کې د نيولو وړاندې اسلام اباد هايکورټ ته د بايو مېټرک دپاره ورغلی او رېنجرو نيولی وو.

جسټس اطهر من الله ویلي، چې څوک د انصاف څخه نه شي محروم کول کېدی، د نېب دپاره غوره وه چې د اسلام اباد هايکورټ د رجسټرار نه یې اجازت اخستی وو، نېب څنګه قانون په لاس کې اخستی؟.

نوموړي جج ویلي، د هايکورټ د تقدس معامله به هم سپريم کورټ ګوري.

د عمران خان د نيولو وروسته د ملک په لويو ښارونو کې احتجاجونه شوي، په پوځي او سرکاري ودانيو قهرجن مظاهرين ورغلي، ودانيو او ګاډو ته اوورونه اچول شوي او د مرګ ژوبلو پېښې پکې هم شوي دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، د ايين او قانون لاندې پرامنه احتجاجونه کوي.

خو پرون د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د مرکزي کابينې په غونډه کې ويل شوي د تحریک انصاف رويه اييني، قانوني او جمهوري نه ده بلکې د ترهګرۍ او مخک دښمنۍ ده کومه به چې په هیڅ صورت ونه زغمل شي.

مرکزي کابینې د تحریک انصاف د احتجاجونو په مهال په سرکاري او شخصي ودانيو ته د اوورونو اچولو او نورو ورانکاريو غندنه کړې او د کورنيو چارو د وزارت په سپارښتنه یې د امنيت دپاره د ايين د 245 مادې لاندې په پنجاب او خېبرپښتونخوا سره په اسلام اباد کې د پوځ په ځای کولو منظوري ورکړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG