واشنګټن ــــ د پاکستان د مخکیني وزیراعظم عمران خان تر ناڅاپي نیول کېدو وروسته حالات داسې شوي چې د څېړونکو په وینا جمهوریت ته یې خطر پېښ کړی او وایي که امنیت نور هم خراب شي نو په غرب کې به د دې هېواد د ایټمي اثاثو د خوندیتوب په اړه اندېښنې پیدا شي.
په واشنګټن کې امریکایي او پاکستاني څېړونکي وایي د عمران خان شهرت ته په کتو د هغه خلاف اقدام کول او د رایې او احتجاج د حق مخنیوی نه یواځې په هېواد کې جمهوري اقدارو ته زیان رسوي بلکې په اوسني نړیوال تناظر کې د پاکستان د نړیوالو اړیکو د سړېدو سبب کېدای شي.
د واشنګټن په «دي مډل ایسټ انسټیټیوټ» کې د پاکستان او افغانستان د مطالعاتو د څانګې مشر مارون واین بام وایي، دا خبره سمه ده چې د پاکستان ایسټېبلشمنټ د عمران خان سیاست تر ډېره وخته د ناارامۍ خپرولو ته نه شي پرېښوولای، خو وایي په څه شکل چې هغه ونیول شو دا کار خطرې پیدا کولای شي.
د واین بام په نظر په داسې حالاتو کې له عمران خان سره په سیاسي توګه په ولس کې نوره خواخوږي پیدا کېږي او له دې کبله په هېواد کې د اقتصادي بحران په ګډون چېلنجونه نور هم د خرابۍ خواته تلای شي:
"یو خو دا چې دغه ګرفتاري د نړۍ په نظر کې د پاکستان تشخص ښکاره کوي چې خپل کورني معاملات څه ډول تر سره کوي، بل دا چې پیدا شوی صورتحال د هېواد پر اقتصادي او امنیتي چېلنجونو هم نور اغېز کولای شي، ځکه چې بحراني حالات د تحریک طالبان پاکستان غوندې ترهګرو ډلو ته موقع ورکوي چې حملې زیاتې کړي".
واین بام وایي واشنګټن دا وخت ګوري چې حالات کومې خواته ځي او په دې هېواد کې جمهوریت او امنیت څومره متاثره کېږي.
هغه وایي که د هېواد له امنیتي چېلنجونو د پوځ توجه لرې شوه نو دا به نورې پرېشانۍ پیدا کړي:
"که د پاکستان د پوځ تاثر دا وي چې دا یوه منظمه اداره ده خو په ملک کې سیاسي ګډوډي او امن تر دومره حده خراب شي چې قابو کول یې ګران شي او پوځ کمزوری یا ووېشل شي نو په امریکا کې د پاکستان د ایټمي اثاثو په اړه اندېښنې زیاتې شي".
بل لور ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکې مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیزاد هم اندېښنه څرګنده کړې چې وایي د عمران خان ژوند ته زیاتې خطرې دي.
خلیلزاد د شورو- چارشنبې په ورځ ناوخته په پرله پسې ټویټونو کې ویلي چې د پاکستان حالات په تېزۍ سره خرابېږي او له کبله یې د ملک د ریاستي ادارو تر منځ یووالی ډېر زیات متاثره کېږي.
"داسې ویره په زیاتېدو ده چې کېدای شي عمران خان په جېل کې و وژل شي. دغه اندېښنه عمران خان نن [د مې پر لسمه] په عدالت کې جج ته ښکاره کړې وه".
خلیلزاد د عمران خان پر نیول کېدو تنقید کړی او وایي د رپوټونو له مخې دا د قانون او ایین سرغړونه ده. هغه اندېښنه ښکاره کړې چې وایي دا کار به پاکستان په نړۍ کې له یواځیتوب سره مخ کړي.
په واشنګټن کې د څېړنیزې ادارې پولي ټیکټ څېړونکی عارف انصار د ډاکټر واین بام له خبرې سره متفق دی، خو وایي تر کومه ځایه چې د پاکستان د ایټمي اثاثو د امنیت خبره ده نو وایي دا هېواد مخکې هم تر دې له خرابو حالاتو سره مخ شوی دی.
عارف انصار د افغانستان جګړې ته په اشارې سره وایي هغه وخت غرب دا فکر کاوه چې پاکستان د شرخوښو او ترهګرو ډلو له شدید خطر سره مخ وو چې هسې نه له دې حالاتو ګټه واخلي او ایټمي وسلو ته ځان ورسوي.
وایي له هغه وروسته امریکې له پاکستان سره د ایټمي اثالو د ساتنې لپاره کار وکړ او د عمران خان تر نیولو وروسته حالاتو باندې چې تر اوسه واشنګټن څه نه دي ویلي، دا ښکاره کوي چې امریکا د دغو ایټمي وسلو د ساتنې په برخه کې پر پاکستان باور لري.
عارف انصار دا هم وایي چې واشنګټن تر اوسه د پاکستان د بحراني حالت په اړه په تبصرو کې محتاط پاتې شوی دی، وایي ځکه چې امریکا ویره لري هسې نه د عمران خان له حکومت وروسته د پاکستان په چارو کې د لاسوهنې تور پرې ولګېږي.
ښاغلی انصار وایي امريکا تل ويلي چې په پاکستان کې جمهوريت غواړي، خو وایي د پاکستان لپاره د اندېښنې يو سبب دا دی چې غرب او امريکا دا وخت په پاکستان کې کومه ځانګړې دلچسپي نه لري.
یادونه:- دا رپوټ د وي او اې اردو خبریال علي عمران کړی او موږ د دوی په مننه پښتو کړی دی.