لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليزا کرټس: امریکا دا باور غواړي چې په پاکستان کې د اړي ګړي پر وخت اټومي وسلې خوندي دي


Iiza
Iiza

د سپنې ماڼۍپخوانۍ چارواکې ليزا کرټس په پاکسنان کې روان سياسي اړي ګړي په اړه وي او اې ډيوې ته په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي چې عموماً د داسې بحرانونو په وخت امريکا د اټومي وسلوتحفظ يقيني کول غواړي.

"امریکا نه غواړي چې د یو هیواد په داخلي سیاست کې کار ولري نو امریکاځکه ډیره محتاطه وي چې له هرڅه څخه لرې پاتې شي خو زما په فکرامریکا به په داسې حالاتو کې دا باور ترلاسه کول غواړي چې د پاکستان اټومي وسلې خوندي وي، بيا د پاکستان پوځ د هند سره کومې شخړې راپورته کولو هڅه هم کولی شي چې د خلکو پام ددې هرڅه نه واړوي."

ليزا کرټس وایي، تیر کال عمران خان چې د اعتماد تحریک له لاسه ورکړ او واک یې و بايلولو، نو په غلط ډول یې د دې پړه بيا په امریکا واچوله ، خو دا ځل د امریکا د لاس وهنې کوم جواز نشته،

"زه فکر کوم چې امریکا باید د دې لپاره ډیر احتیاط وکړي چې د پاکستان په داخلي سیاست کې د هر ډول رول لوبولو تورونه پرې ونه لګول شي، خو زه وايم چې امريکا یوازې په دې ډاډ ترلاسه کولو کې بوخت پاتې شي چې اټومي وسلې د خوندي کنټرول لاندې دي او دا چې له هند سره د پاکستان له اړخه بحرانونو رامینځته کولو لپاره به هیڅ هڅه ونشي.

ليزا کرټس وايي، په پاکستان کې سياسي اړی ګړی کومه نوې خبره نه ده ، خو دا ځل دا یو څه فرق لري.

"زه فکر کوم هرکله چې په پاکستان کې دا ډول سیاسي اړی ګړی وي دا د اندیښنې وړ خبرده، او دا په داسې وخت کې رامينځ ته شوی چې پاکستان له ډیرو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی پاکستان دا وخت د اېي اېم اېف سره د قرض لپاره خبرې روانې دي او مونږ لیدلي دي. په وروستیومیاشتو کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا بریدونه هم زيات شوي دي. تاسو پوهیږئ چې پاکستان يواټومي هيواد دی او که تاسو وګورئ نو يواړخ ته هند دی، او بلخوا افغانستان، د دې ډول سیاسي بې ثباتۍ په اړه خو اندیښنه شته ده.

زه فکر کوم چې پوځ د عمران خان او د هغه د سیاسي شهرت له امله يره محسوسوي، او ځکه يې عمران خان ته صبرهم تمام شوی دی.

او مونږولیدل چې په پراخه کچه خلک د عمران خان په ملاتړ کې راوتل او دې کار د هغه شهرت نورهم زيات کړ. او نو تاسو پوهیږئ چې دا ډیر اندیښمن حالات دی او واقعي وړاندې داسې نه دي شوي ، د پاکستان پوځ په دې تکل کې وو چې عمران خان قانع کړي چې د ده د وژنو تورونو دا لړې په پوځ اچول وتړي، خو د عمران خان ګرفتارۍ پاکستانيان نور هم غوصه کړل او راوپارول او دا هغه څه دي چې د پاکستان پوځي مشر يې نه غواړي چې وضعيت خراب کړي.

د پاکستان پوځ په داسې حالاتو کې نه غواړي چې خپلو خلکو کې شهرت بايلي پوځي مشر عمران خان ته د یو ګواښ په توګه ګوري ځکه باید له هغه سره د خبرو اترو لپاره یوه لارهولټولې شي.

تاسو خبر يې چې دا یو نیمګړی جمهوريت دی خو که وکتلی شي نو په پاکستان کې جمهوريت شته او خلک یې په هیواد کې د جمهوري نظام تمه لري او همداسې ده.

پوځ د هیواد په امن کې مهم رول لوبوي خو دوی باید د جمهوريت پروسې ته هم اجازه ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG