د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي، نن چې په اسلام اباد کې د پي ډي اېم [حکومتي ايتلاف کې شاملو ګوندونو] احتجاج اعلان کړی امنيتي ادارو چې د سپريم کورټ مخې ته د اعلان شوي پرلت او احتجاج په اړوند کوم رپورټونه ورکړي هغه د اندېښنې وړ دي.
د اطلاعاتو د وزيرې مريم اورنګزېب سره شريکې خبري غونډې ته نوموړي ويلي، د تېرو څو ورځو د سپريم کورټ د فېصلو له امله خلک په سخت قهر دي، او دوی ويريږي چې که د اسلام اباد په رېډ زون کې احتجاج کيږي د خلکو قابو کول به ګران وي ځکه د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان ته خواست کړی چې احتجاج او پرلت د رېډ زون نه بهر وکړي.
مولانا فضل الرحمان په 12 مې وروسته له هغې په اسلام اباد کې د سپريم کورټ مخې ته د احتجاج اعلان کړی چې له دغې يوه ورځ وړاندې د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې د پاکستان سپريم کورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان نيول غېر قانونه ګرځولي، ضمانت یې منظور کړی او د خوشي کولو حکم یې کړی وو.
عمران خان په نهمه مې د اسلام اباد هايکورټ د احاطې څخه د غبن په قضيه کې نيول شوی، حکومت، د احتساب قامي ادارې نېب او د اسلام اباد هايکورټ د عمران خان نيول قانوني ګرځولي وو.
د سپريم کورټ د فېصلې په سبا له [په 12 مې] بيا د اسلام اباد هايکورټ د عمران خان ضمانت د دوه اوونيو دپاره منظور کړی او نن د ګل د ورځې پورې یې په يوه مقدمه کې هم د نه نيولو حکم کړی وو.
په حکومت کې شامل ايتلاف [پي ډي اېم] مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دوی د سپريم کورټ فېصله عمران خان ته د رعايت ورکولو سره تعبير کوي او نن یې په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی وو.
نن په سپریم کورټ کې د الېکشن کمیشن د هغه درخواست اوریدنه هم ټاکل شوې چې پکې د سپریم کورټ نه په 14 مې پنجاب کې د الېکشن متعلق پخپله فیصله د نظر ثانۍ غوښتنه شوې ده.
راپورونه وايي د پي ډي اېم نني احتجاج کې د ګډون دپاره د ټول ملک نه قافلې اسلام اباد ته روانې شوي او په مرکز کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ مرستیاله مشره مریم نواز په دې احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلې ده وؤ مسلم لیګ نواز ګوند اعلان کړی دی چې پرلت کې به کوټلی ګډون کوي.
عوامي نېشنل ګوند هم د پي ډي اېم په نني احتجاج کې د ګډون کولو ويلي دي.
مولانا فضل الرحمان د ایتلافي ګوندونو ترڅنګ د خپل ګوند په ذیلي تنظیم یا حفاظتي ځواک "انصار الاسلام" هم غږ کړی دی چې په نني پرلت کې ګډون وکړي.
د عمران خان په تېر حکومت کې د جمعیت علما اسلام په انصار الاسلام نومې ذیلي تنظیم سختې نیوکې شوې وې چې دا د دیني مدرسو د طالبانو نه جوړه شوې یوه داسې دسته یا ځواک دی چې د مذهب په نوم تشدد ته مایله ده او په دغه تنظیم د بندیز ګنګوسې هم شوې وې خو مولانا فضل الرحمان ویلي وو دا ډله یې د ګوند د محافظې دستې په توګه کار کوي او هیڅ رقم تشدد کې ککړه نه ده.
د جمعیت علما اسلام ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر سېنېټر مولانا عطاالرحمان پېښور کې خبریالانو ته ویلي د سپریم کورټ مخې ته د پېلیدونکي احتجاجي پرلت حفاظت به د انصار الاسلام ډلې 10000 ساتونکي کوي.