لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټایلېنډ په انتخاباتو کې د جمهوریت پلوه ګوند بریا هغه ملک ته "یو نوی آغاز" دی


د پرمختګ ګوند مشرتابه اکثره ځوانان دي
د پرمختګ ګوند مشرتابه اکثره ځوانان دي

واشنګټن - په ټایلېنډ کې د اتوار/یکشنبې په ورځ [د مې په ۱۴مه] انتخابات وشول چې په حېرانوونکې توګه "پرمختگ" ګوند کامیابي حاصله کړله. دا ګوند د جمهوریت په حق کې ډېره بنیادي اېجڼدا لري او څېړونکي وایي په انتخاباتو کې د پرمختګ پارټۍ بریا، د ټایلېنډ په سیاسي ماحول کې یو لوی بدلون او په هغه ملک کې د پوځي واکمنۍ او یا د پوځ د ملاتړه برخمنو حکومتونو د رد کولو په معنا دی. ټایلېنډ کې دا تېر نهه کاله پوځ او یا هم پوځ ته تابعداره کسانو واکمني کړې ده.

څېړونکي دا هم وایي چې د کال ۲۰۱۴ کودېتا وروسته، پوځ د پارلېمان دپاره څه قواعد نافذ کړي و چې انتخاباتو کې د پوځ د طرفداره امیدوارانو په ګټه دي، او د دې قانون ترمخې ممکن پرمختګ ګوند چې د خلکو اکثریت رایې او د نورو پارټیو په نسبت یې ډېرې چوکۍ هم ګټلي، بیا هم د آینده حکومت نه بهر پاته شي.

د ټایلېنډ د اوبون رچاتاني پوهنتون د پولیټیکل ساینس څانګې مشر او څېړونکی تیتیپول پهاکدیوانیش وایي په آینده ورځو، هفتو او آن میاشتو کې چې سیاسي ګوندونه د حکومت جوړولو دپاره د ائتلاف په لټون کې یو د بل سره خبرې کوي، دې موقع کې "هر څه کېدل ممکن دي".

د ټایلېنډ په عمومي انتخاباتو کې د اېوان نمایندګان په پنځه سوه (۵۰۰) چوکیو باندې سیالي روانه وه او هغه کې د پرمختګ پارټۍ چې مشرتابه یې ځوانان دي، وکړی شول یو سل او یو پنځوس (۱۵۱) چوکۍ ترلاسه کړي. په انتخابي کمپېن کې دې پارټۍ وعده کوله چې په واک اختیار باندې د سلطنت پلوه قدامت پسندانو او د پوځي اسټبلشمنټ اوږدمهاله قبضه به ختمه کړي.

د ټایلېنډ د انتخاباتو کمېشن، د ټاکنو مکملې مګر غیررسمي نتایج د ګل/دوشنبې په سهار اعلانې کړې.

د دې نتایجو ترمخه، د اېوان نمایندګان په پنځه سوه چوکیو کې، د پرمختګ ګوند د ۱۵۱ چوکیو نه وروسته، فیوتای ګوند چې د یو ارب پتي کورنۍ سره تعلق لرونکی قدامت پسنده ګوند دی، یو سل او یو څلوېښت (۱۴۱) چوکۍ ګټلي، او بهومجی تای ګوند د یو اویا (۷۱) چوکیو په ګټلو درېیم درجه کې راغلی دی.

پالنګ پراچارات او یونایټډ ټای نېشن چې دواړه د پوځ طرفداره پارټۍ دي، په ترتیب سره د څلوېښتو (۴۰) او شپږدېرشو (۳۶) چوکیو په ګټلو سره درېیم او څلورم درجه کې راغلي دي.

په سېنګاپور کې د ایسیاس-یوسف اسحاق انسټیټیوټ یو سیاسي څېړونکی ناپون جاتوسریپیتک وایي چې د اتوار/یکشنبې ورځ په انتخاباتو کې د پرمختګ پارټۍ غټه بریا، "د ټایلېنډ په سیاست کې د یو نوي آغاز نمایندګي کوي."

ناپون زیاته کړه: "هغو [پرمختګ ګوند] نه صرف وکړی شول چې توقعات پوره کړي، بلکې تر هغې یې هم زیاته کامیابي ترلاسه کړه او په هغو ځایونو کې یې چوکۍ وګټلې کوم چې طمعه یې نه کېدله، او هغه کلیوالي سیمې وې."

د ناپون په باور، دا پخپله ښيي چې خلک د بدلون دپاره آماده دي او غواړي ټایلېنډ کې قدامت پسندي ختمه کړي.

اوس د پرمختګ پارټۍ دپاره ستر چلېنج د وزیراعظم انتخابول او حکومت جوړول دي. څېړونکي وایي ممکن فیوتای ګوند سره ائتلاف جوړ کړي. مګر اصلي چلېنج دا دی چې د ۲۰۱۴ کال وروسته د پوځي حکومت له خوا د نافذ شوو قاعدو ترمخه، د وزیراعظم څوکۍ دپاره چې هرڅوک کاندید کیږي، هغه صرف په اېوان نمایندګان کې نه، بلکې د اېوان نمایندګان او د سېنټ د مشترکه غونډې اکثریت رایې واخېستلی شي. سېنټ دوه نیم سوه (۲۵۰) چوکۍ لري او اوسنی سېنټ د پوځي حکومت له خوا ټاکل شوی چې په ۲۰۱۹ کال کې یې هم د کامیابه ګوند امیدوار ته ووټ نه و ورکړی.

نو که د سنېټ ملاتړ موجود نه وي، د سیاسي پارټیو هر ائتلاف مجبوره دی چې د اېوان نمایندګان د ۵۰۰ ووټونو څخه لږ تر لږه ۳۷۶ ووټونه واخستلی شي چې حکومت جوړ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG