واشنګټن - ملګرو ملتونو فیصله کړې ده چې د اسراییل د ننني ریاست څخه د لکهاوو فلسطینیانو د جبري ایستل کېدو د ورځې یادونه به کوي. دا فیصله، چې د اسراییلي ریاست د جوړېدو پنځه اویایمې کلیزې نه یوه ورځ پس وشوه، د اسراییل چارواکي او د هغه یهودي ریاست ملاتړي په قهر کړي دي.
ملگرو ملتونو د روان کال په لومړیو کې د هغې ورځې د یادونې په حق کې رایه ورکړه کوم چې فلسطینیان یې "النکبه" بولي او د تباهۍ په معنا ده. اسراییلیانو په دې فیصلې اعتراض وکړ، په خصوص دا چې ولې ملګرو ملتونو هم دا ورځ نکبه بللې ده، ځکه اسراییل وایي چې دې سره د هغې نظریې تصدیق کیږي چې د اسراییل ریاست جوړېدل ګني یوه المناکه واقعه وه.
په سیاسي او امن جوړولو چارو کې د ملګرو ملتونو نایبې سېکرېټرې روزمري ډي کارلو د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان کې وویل، "فلسطینیان د دې مستحق دي چې په انصاف او وقار کې ژوند وکړي او د خود ارادیت او آزادي په حق خپل پوهه شي."
مېرمن ډي کارلو یو ځل بیا د ملګرو ملتونو په دې دریځ ټینګار وکړ چې اسراییل باید د قبضه شوو سیمو نه چې په نوم د فلسطینیانو د ادارې لاندې دي، خپل ځواکونه وباسي څو د دوو ریاستونو د جوړېدو منصوبې ته لاره هواره شي. د دوو ریاستونو پلان په دې ولاړ دی چې اسراییلیان ځان ته او فلسطینیان ځان ته آزاد ریاستونه ولري.
د فلسطینیانو د انتظامیې صدر محمود عباس په یوه جذباتي وینا کې چې د فلسطینیانو د وېستل کېدو د ورځې یادونه یې کوله، په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې که د اسراییل حکومت د دوو ریاستونو د پلان عملي کولو ته ګامونه نه اخلي، نو په ملګرو ملتونو کې دې د اسراییل غړیتوب ورختم کړي.
د اسراییل ځواب
اسراییل د ډېرو کلونو راهیسي د عربو فلسطینیانو هغه دریځ چې د نکبه ورځې په اړه یې لري، نه مني.
د اسراییل خارجه وزیر ایلای کوهېن د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان کې وویل: «مونږ به د "نکبه" دروغو سره په خپل ټول قوت مقابله وکړو او فلسطینیانو ته به اجازت ورنکړو چې دروغ خواره کړي او یا تاریخ مسخه کړي."
په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ګېلاډ اېرډان په یو رېکارډ شوي پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو فیصله "شرمناکه" ده او د اسراییل د ریاست او فلسطیني خلکو ترمنځ د نسلونو راهېسي روانې شخړې دپاره د پرامنه حل لارې موندلو کوښښونه به زیانمند کړي.
هغه د ملګرو ملتونو د نمایندګانو نه وغوښتل چې د نکبه ورځې یادونه دې بایکاټ کړي.
د فلسطین ماتېدل
د وړومبي عالمي جنګ نه وروستو کلونو کې، کامیابه اتحادیانو د پخوانۍ عثماني امپراطورۍ ځمکې تقسیمې کړې چې په نتیجه کې یې برطانیې ته د بحیره روم د لویدیځې څنډې انتظام وسپارل شو، کوم چې شاوخوا یې لبنان، شام، اوسنی اردن، او مصر پراته و. دا سیمه په عام صورت سره فلسطین نومېدله.
په کال ۱۹۴۷ کې، د برطانیې حکومت له هغې سیمې څخه د انخلا فیصله وکړه او د هماغه کال آخر کې ملګرو ملتونو یو قرارداد پېش کړ چې یاده سیمه دې په عربي او یهودي ریاستونو تقسیم کړی شي.
په سیمه کې چې یهودیانو ژوند کولو، هغو د دې قرارداد زیات ملاتړ وکړ، مګر فلسطیني عربانو اکثرآ هغه قرارداد رد کړ.
د ۱۹۴۸ کال د مې په ۱۴مه نېټه، یوه ورځ وړاندې تر دې چې په سیمه کې د برطانیې د انتظام منډیټ ختم شي، اسراییل ځان یو ریاست اعلان کړ، او سمدستي د عرب لیګ ځواکونو له خوا ورباندې حملې وشوې. عرب لیګ په سیمه کې د څو ملکونو اتحاد و چې د سیمې د تقسیمولو مخالفت یې کولو. په ۱۹۴۹ کال کې د یوې ډزبندۍ په نتیجه کې موقتي نوي سرحدونه راپیدا شول، چې ورته شنه کرښه یا ګرین لاین ویل کېدلو.
د ګرین لاین سرحدونو ترمخه، هغه وخت کې ټرانسجورډن یا امارت شرق الاردن د اردن سیند په لویدیځه څنډه کې پراخه ځمکه لاندې کړې وه، چې په عامه توګه ورته وېسټ بنک یا لویدیځه غاړه ویل کیږي. په جنوب لویدیځ کې مصر د بحیره روم په غاړه یوه نرۍ تراډه ځمکه د اختیار لاندې درلوده چې ورته غزه تراډه وایي.
75 کلن زخم
د اسراییل او عربو په جنګ کې او بیا د جنګ نه وروستو، په لکهاوو عربان د خپلو نیکه ګانو له کورونو په جبر واېستل شول او یا هم پخپله وتښتېدل چې عربانو بیا دې واقعې ته د النکبه نوم ورکړ.
اسراییلیان بیا سمدستي دلیل راوړي چې په هماغه وخت کې، ګڼ شمېر یهودیان هم چې د نوي اسراییلي ریاست د سرحداتو نه بهر د عربانو واک اختیار لاندې سیمو کې اوسېدل، هم د خپلو کورونو نه بېځایه شول او ځیني وخت په جبر بېځایه کړی شول.
د هغه نه وروستو کلونو کې چې څو څو ځله شخړې او جنګونه وشول، هغه اول موقت سرحدونه ډير زیات بدل رابدل شول. اسراییل اوس د لویدیځې غاړې یا وېسټ بنک په سیمه قبضه لري، کوم چې اکثریت آباتي یې فلسطینیان دي.
که څه هم د هغو جنګونو نه څو نسلونه وخت تېر شوی، مګر ملګري ملتونه اوس هم هغه میلینونه عربان چې کورنۍ یې په اسراییل کې خپل کورونه پرېښودلي او مهاجر شوي، هغو ته ریفیوجي یا پناه اخېستونکي وايي. په خطه کې د فلسطیني کډوالو اته پنځوس (۵۸) کېمپونه موجود دي چې ملګري ملتونه یې په رسمیت پېژني او ځیني دغه کېمپونه آن د ۱۹۴۰مو کلونو په وروستو کې جوړ شوي چې اوس یې اکثره د وړو ښارونو په اندازې ترقي کړې ده.
ګڼ شمېر کډوالو کورنیو چې د عرب-اسراییل جګړې پر مهال یې خپل کورونه پرېښودلي و، د کورونو چابۍ/کلیانې د یو کهول/نسل څخه بل ته په میراث پرېښودلي دي. فلسطیني عرب مشران مطالبه کوي چې دغو کډوالو ته دې خپلو کورونو ته د واپس تللو اجازت ورکړی شي، مګر اسراییل یې بالکل نه مني، ځکه دې سره به د اسراییل په یهودي ریاست کې د مسلمانانو آباتي اکثریت ته لوړه شي.