لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سلمان رشدي خبرداری ورکړی چې د بیان ازادي له ګواښ سره مخ ده


واشنګټن – لیکوال سلمان رشدي په سټېج باندې په چاقو تر وهل کېدو او سخت ژوبلېدو نهه میاشتې وروسته په یوې وینا کې خبرداری ورکړ، چې په لویدیځ کې د بیان ازادي د هغه د ژوند تر ټولو سخت ګواښ لاندې ده.‌

رشدي د برتانیې د کتاب جایزو (British Book Awards) ته چې ده ته یې د ګل یا دوشنبې په ورځ د چاپ د ازادۍ یوه جایزه هم ورکړه یوه ویډیو استولې ده.‌

تنظیم کونکو ویلي، دغه جایزه "د لیکوالانو، چاپ کونکو او کتاب پلورونکو د ارادو پېژندلو لپاره ده کوم چې د نه زغم په وړاندې درېږي که څه هم په دوامداره توګه له ګواښونو سره مخ دي."

۷۵ کلن رشدي په دغې استول شوې ویډیوي وینا کې له برید څخه د وړاندې وخت په پرتله نری ښکاري او د چشمو یوه شیشه یې توره وه.

هغه په اګسټ کې په نیویارک کې د ادبیاتو یا لېټریچر په یو نندارتون کې ګډون کړی و چې پرې برید وشو، په ښي سترګه باندې وړوند او د یوه لاس عصب یې ژوبل شو.

په رشدي باندې د ادعاو له مخې برید کونکي په هغه باندې د برید او د وژلو د هڅې تورونه رد کړي.

په رشدي باندې مشکوک برید کونکي تورونه نه دي منلي او قاضي بېل رد کړی:

رشدي د ایوارډ مراسمو ته وویل، چې "مونږ په یو داسې وخت کې ‌ژوند کوو، چې زما په اند د بیان ازادي، د چاپ ازادي د لویدیځ په هېوادونو کې دومره له ګواښ سره مخ ده چې زما په ټول ژوند کې هومره نه وه."

هغه وړاندې وویل، "اوس زه دلته په امریکا کې ناست یم، زه باید دلته په کتابتونونو او په ښونځیو کې د ماشومانو په کتابونو باندې غیر عادي بریدونو ته ووینم."

"په کتابتونونو باندې د بریدونو نظریه. دا په خپله د پام وړ خبرداری دی او مونږ باید ترې ښه خبر یو او د دې پرضد جګړه هم ډېره سخته ده."

رشدي وايي، په چاقو تر وهل کېدو وروسته ورته لیکل "ډېر سخت" دي:

رشدي وروسته له هاغې د پولیسو په حفاظت کې په کلونو پټ ژوند وکړ چې د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله روح الله خامنايي پرې په ۱۹۸۹ کال کې د مرګ فتوار ورکړه.

د رشدي لخوا د "شیطاني ایتونو" تر نامه لاندې ناول له امله چې د ادعاو له مخې پکې مذهب ته سپکاوی شوی و د مرګ فتوا ورکړل شوې وه.

هغه په کرار کرار وروسته له هاغې بېرته عادي ژوند ته راوګرځېده کله چې د ایران حکومت له یادې فتوا څخه په ۱۹۹۸م کال کې ځان لېرې کړ او وویل، چې دوی به د رشدي د وژنې لپاره د هېڅ ډول هڅې ملاتړ و نه کړي خو دغه فتوا هېڅکله بېرته نه ده اخېستل شوې.

رشدي په ۱۹۸۱ کال د (Midnight’s Children) په نامه د ناول لپاره د بروکر جایزه وګټله او په ۲۰۰۸ کال کې یې د افسانوي یا فېکشن لیکنو تر ټولو معتبره جایزه وګټله.

د هغه وروستی ناول چې (Victory City) نومېږي په هغه باندې له برید یوه میاشت مخکې بشپړ او بیا په فیبروۍ کې چاپ شو.‌

رشدي په خپلې وینا کې همدارنګه په چاپ کونکو باندې هم نیوکې کړي چاچې د لسیزو زاړه کتابونه د عصري حساسیتونو له مخې بدل کړي، د بیلګې په توګه د ماشومانو د لیکوال، راول ډاېل او جیمز بانډ جوړونکي این فلېمنګ.

رشدي‌ ویلي، چاپ کونکي باید کتابونه پرېږدي" چې مونږ ته د هغوی له وختونو راشي او د خپلو وختونو وي."

هغه وايي، "او که د دې اخېستل سخت وي نو مه یې لولئ، یو بل کتاب ولولئ."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG