لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب حکومت: په پوځي ودانیو بريدونو کې ککړ کسان په لاهور کې د عمران خان په کور کې پټ دي


د پاکستان په پنجاب صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر عامر مير ویلي، په پوځي ودانيو برید کوونکي د 30 نه تر 40 پورې ترهګر د لاهور په زمان پارک کې د عمران خان په کور کې پټ دي، او په دغه اړوند د خفيه ادارو ورکړي معلومات سخت خطرناک دي. خو نوموړي د دغو کسانو نومونه نه دي ويلي.

په لاهور کې مطبوعاتو سره په خبرو کې عامر مير ویلي، د عمران خان په کور کې هغو خلکو پناه اخستې څوک چې په لاهور کې د کور کمانډر په کور ورننوتي او څيزونه یې مات کړي وو.

هغه ویلي، د پنجاب حکومت پاکستان تحریک انصاف ګوند ته د 24 ساعتونو وخت ورکوي چې په پوځي ودانيو بريدونو کې ککړ ترهګر د پنجاب پوليس ته حواله کړي.

هغه ویلي د ادارو سره د دې خبرې ثبوتونه دي چې څه وخت حمله شوې، هلته ګاډي او نور څيزونه مات کړی شوي نو حمله کوونکي په زمان پارک کې د پاکستان تحریک انصاف د مشرتابه سره په رابطه کې وو او دغو کسانو ته یې لارښوونه کوله.

هغه ويلي، په پوځي ودانيو بريدونو کې ککړو کسانو پرضد مقدمې به په پوځي عدالتونو کې او ترهګرۍ ضد عدالتونو کې چلولی شي د جرم په حساب به د قضیو فېصله اورول کيږي او دغه کسان به د عبرت نخښه جوړول کيږي چې بيا څوک داسې کار ونه کړي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ویلي، په نهمه مې چې په ریاست، او ریاستي ادارو او حساسه ودانيو کومې حملې شوي دا د عمران خان د يو کال د ويناګانو نتيجه ده.

په نهمه مې د پاکستان تحریک انصاف ګوندد مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې احتجاجونه کړي او په پوځي مرکز جي اېچ کيو او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وو.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي وو د ايين او قانون لاندې پرامنه احتجاج کوي.

راپورونه وايي نن د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د نهمې مې پېښو ته ناوړه ويل شوي او زياته کړی شوې چې کمېټۍ په دغو پېښو کې منصوبه بندي کوونکو او خلکو راپاروونکو پرضد د پوځي قانون لاندې د مقدمو چلولو تاييد کړی دی.

پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم [اېچ ار سي پي] د پوځي قانون لاندې د عامو خلکو پرضد د قضيو چلولو مخالفت کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG