لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م.م : د میانمار پوځ له کودتا وروسته د یو بلین ډالرو په ارزښت وسلې ترلاسه کړي


واشنګټن – د میانمار لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د میانمار پوځ په دغه هېواد کې د ۲۰۲۱ کال په فیبرورۍ کې د ډیموکراټیک حکومت د پرځولو راهیسې لږ تر لږه د یو بلین ډالرو په ارزښت وسلې ترلاسه کړي چې زیاتره یې له روس څخه دي.

ټام انډریوز وویل، "روس او چین د میانمار پوځ ته د پرمختللیو وسلو د اصلي ورکونکو په توګه دوام ورکړی چې له کودتا وروسته یې په ترتیب سره د ۴۰۰ میلیونو او ۲۶۰ میلیونو په ارزښت وسلې ورته استولي او زیاتره سوداګري د حکومتي بنسټونو لخوا کېږي."

هغه د ملګروملتونو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د روس لخوا ورکړل شوې وسلې د جنګي جرمونو او په میانمار کې د بشريت پرضد جرمونو کې کارول شوي دي.

هغه وویل، "دا وسلې او هغه مواد چې د نورو وسلو جوړولو کې کارول کېږي، په دومداره توګه بې له کوم ځنډ څخه د میانمار پوځ ته روانې دي، که څه هم زیات شواهد دي چې په جرمونو کې ترې کار اخېستل کېږي."

په میانمار کې د ۲۰۲۱ کال په فیبروۍ کې پوځ واک ترلاسه کړ او ادعا وکړه چې په ټاکنو کې پراخه درغلۍ شوې ده ځکه د پوځ سیاسي ګوند پکې د پارلمان د ۴۹۸ څوکیو څخه یواځې ۳۳ ګټلې وې.

له هغې راهیسې، د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چې لږ تر لږه ۳۰۰۰ ملکیان وژل شوي، تر ۱۷۵۰۰ زیات بندیان شوي او تر یو میلیون زیات بې ځایه شوي دي.

ملګروملتونو ویلي، په میانمار کې لږ تر لږه ۱۷.۶ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.‌

د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي په دغه راپور کې له ځانګړو او عامو دواړو سرچینو څخه کار اخیستی او همدارنګه د سوداګرۍ ډیټابېس یې هم کارولی تر څو چې یې وموندله چې د میانمار جانتا ته تر ۱۲۵۰۰ ځله زیات د وسلو سودا شوې ده.

جانتا چې د میانمار د وسلو ډیلران ګڼل کېږي او د پوځ په استازیتوب کار کوي.

هغه چې کومې شبکې او کمپنیانې ښودلي، هغه په په روس، چین، سینګاپور، تایلېنډ او هندوستان کې کار کوي.

انډریوز خبریالانو ته وویل، "ما پیدا کړه چې جنګي جېټ الوتکې، جنګي هیلې کوپټرې، څارګرې، برید کونکي ډرونونه، د میزایلو سیستمونه، د ټانکونو نوي کول، د راډیو او کمیونېکېشن وسایل، رادار او د سمندري کښتیو پرزې اخېستل شوي دي."

د روس وسلې:

ماسکو میانمار ته له شک پرته چې د وسلو تر ټولو ستر ورکونکی هېواد دی چې تر ۴۰۰ میلینو ډالرو زیاتې وسلې یې د ۲۸ روسي بنسټونو لخوا میانمار ته رسولي دي.

راپور وايي، د وسلو د راکړې ورکړې له دغې ډلې څخه ۱۶ یې په اوکراین باندې د روس لخوا د یرغل راهیسې له بندیزونو سره مخ دي.

راپور زیاتوي، تر نیمايي زیاتې وسلې چې له روس څخه د میانمار جانتا ترلاسه کړي دي هغه د روس د دولت پورې تړلې د روزو بورون ایکسپورټ کمپنۍ لخوا رسیدلي دي.

دغه ډول چینايي کمپنۍ چې په هغو کې دولتي کمپنۍ هم شاملې دي د میانمار پوځ ته د وسلو ورکونکو په کتار کې دوهم ځای لري چې د ۲۶۷ میلیونو ډالرو په ارزښت میزایل، ټانکونه، جنګي الوتکې او جنګي پرزې یې میانمار ته استولي دي.

دغه ډول له روس او چین وروسته،‌ سینګاپور، تایلېنډ او ګاونډي هندوستان هم میانمار ته وسلې لېږلي دي.

ټام انډریوز همدارنګه له هېوادونو غوښتی چې د میانمار د پوځ بهرنۍ پیسې باید تر هدف لاندې راولي کوم چې یې هغوی د وسلو اخېستلو لپاره کاروي، په ځانګړي توګه د تېلو او ګازو ګټوره برخه یې او د بهرنۍ سوداګرۍ پر بانک دې بندیز ولګول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG