لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان کې یو خبریال د جاسوسۍ په تور ونیول شو


د هند د تحقیقاتو مرکزي اداره (سي بي آی) چې وېوېک رګووانشي او د هغه ملګری یې د جاسوسۍ په تورونو نیولي دي
د هند د تحقیقاتو مرکزي اداره (سي بي آی) چې وېوېک رګووانشي او د هغه ملګری یې د جاسوسۍ په تورونو نیولي دي

واشنګټن - هند د تحقیقاتو مرکزي ادارې، په هغه هېواد کې یو فري لانس خبریال د جاسوسۍ په تور ګرفتاره کړی او ویلي یې دي چې دغه جرنلسټ په غیرقانوني توګه د هند د پوځ په اړه حساس معلومات راټولول او هغه یې د خارجي حکومتونو سره شریکول.

دغه خبریال چې وېوېک رګووانشي نومیږي، د نهې/سې شنبې په ماښام نیول شوی او د انډین اکسپرس اخبار ترمخه، دا الزام ورباندې لګېدلی چې هغه د هندي پوځ او د ډېفنس ریسرچ ډیویلپمنټ اورګنایزېشن په اړه حساس معلومات راغونډول. یاد ارګنایزیشن د هند د پوځ د څېړنو او ترقۍ څانګې مشري په غاړه لري.

د وېوېک رګووانشي ترڅنګ، د هغه یو ملګری چې د سمندري ځواکونو یو پخوانی کمانډر دی، هم په ورته الزامونو ګرفتاره کړی شوی دی.

رګووانشي په تېرو درېیو لسیزو کې د هند د پوځي صنعت په برخه کې مېډیا ته رپوټونه ورکړي، په شمول د سایټ لاین مېډیا ګروپ چې امریکا کې یې مرکز دی او د ډېفنس نیوز او مېلېټري ټایمز نشریات ورپورې تعلق لري. رګووانشي په هند کې د ډېفنس نیوز دپاره رپوټونه جوړول.

په واشنګټن کې نېشنل پرېس کلب د رګووانشي ګرفتاري غندلې او د هغه د آزادېدو مطالبه یې کړې ده.

د نېشنل پرېس کلب صدرې ايلین اورایلي او د جرنلیزم انسټیټیوټ مشر ګېل کلاین د شورو/چهارشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل: «د دې خبر په اورېدو چې خبریال وېوېک رګووانشي دا هفته په هند کې ګرفتاره شوی، مونږ مایوسه شولو.»

د دوی په مشترکه بیان کې دا هم ویلی شوي چې: "د یوې خارجي استخباراتي ادارې سره د هغه د کار کولو الزامونه، د نوموړي له پېشه ورانه پرفایل سره چې مضبوطه یې ساتلی، هېڅ اړخ نه لګوي. وېوېک یو ښه شهرت لري او همکاران یې احترام کوي. مونږ امید لرو چې هغه آزاد شي او په تېزۍ سره دغه الزامونه حل شي او وېوېک بېرته خپل کار ته پرېښودل شي.»

د هند د تحقیقاتو مرکزي ادارې (سي بي آی) یو ترجمان انډین اکسپرس اخبار ته ویلي دي چې رګووانشي او د هغه ملګري اشیش پاټک سره "هغه رازداره دستاویزات و چې د هند دفاعي اسټبلشمنټ پورې یې اړه درلودله."

د سي بي آی ترجمان زیاته کړې ده: "داسې ښکارېده چې رګووانشي د مختلفو ذرائعو نه د هند د دفاعي وسایلو په باب رازداره معلومات راټولول او د څو خارجي ادارو/اېجنټانو/اشخاصو سره په تماس کې و."

د ريپورټرز وېدواټ بارډرز یا د بې سرحده خبریالانو اداره وایي چې دا مهال په هند کې لږ تر لږه لس (۱۰) تنه خبریالان په قید کې دي چې په دې سره د مطبوعاتو د آزادۍ له اړخه، هند د ۱۸۰ ملکونو په فهرست کې، ۱۶۱ ځای لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG