لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونېسف: د طالبانو د احکاماتو باوجود، ښځینه افغانې کارکوونکې امدادي مواد رسوي


واشنګټن - د طالبانو د هغه بندیز باوجود چې د ملګرو ملتونو دپاره یې د افغانو ښځو په کار کولو پابندي لګولې ده، په افغانستان کې د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یونېسف) استازی وایي چې ادارې یې، په شمول د زنانه کارکوونکو، په هغه هېواد کې خپل کارونه جاري ساتلي دي.

د یونېسف استازي فران اېکوېزا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې خبریالانو ته وویل: "زه به دا ووایم چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولې زنانه کارکوونکې اوس مهال کار کوي. ځیني یې د کوره کار کوي، ځیني یې دفترونو کې، او ځینې یې په فیلډ/ساحه کې کار کوي."

هغه وویل چې دا خبره افغانستان کې د یونېسف او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو په برخه کې صدق کوي.

فران اېکوېزا د افغانو ښځو د عزم او ژمنې چې د خپل هېواد دپاره یې لري، یادونه وکړه او ویې ویل: "افغانې ښځې، که هرڅه وشي، نه تسلیمیږي."

کله چي د تېر اپرېل میاشتې په پیل کې طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په افغانو ښځو کارکوونکو بندیز ولګولو، د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش دا فیصله "ناقابل قبول" او "ناقابل فهم" وبلله او ېره یې څرګنده کړه چې دې سره به په افغانستان کې د بشري امداد د تنظیمونو کار ته لا زیات نقصان ورسیږي.

ګوټېرش په روانه میاشت کې د قطر په سرښار دوحه کې د افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو خاص استازي راټول کړل څو په دې بحث وکړي چې د ښځو سره د طالبانو د سختدریځه رویې په باب څه کېدلی شي.

د طالبانو د اپرېل میاشتې د حکم نه وروستو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته هدایت ورکړی شو چې ترڅو دا تنظیم د طالب چارواکو نه وضاحت واخلي، تر هغو پورې دې د خپلو کورونو نه کار ته دوام ورکړي.

اېکوېزا د دې پوښتنې په اړه څه جواب ورنکړ چې آیا د دوی زنانه کارکوونکې د طالبانو د حکم نه منلو د وجې په جسماني او یا لفظي توګه ځورول شوي او که نه، خو ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه د خپلو کارکوونکو تحفظ ته سنجیده پام لري.

هغه خبریالانو ته وویل: "مونږ لا هم د ګواښونو او یو شمېر خطرو سره مخ یو. مونږ هېڅ داسې څه فیصله نه کوو چې هېچا ته په کې ناقابل قبول خطره وي."

د ملگرو ملتونو په کارکوونکو باندې د بندیز نه وړاندې، طالبانو په افغانستان کې د ښځو او جېنکو په حقونو یو لړ محدودیتونه نافذ کړل، ښځې یې په ډېرو سرکاري دفترونو، خارجي تنظیمونو او انجیوز کې د کار کولو نه او جېنکۍ یې د سکول شپږم جماعت نه پورته تعلیم کولو نه منعه کړلې. همدا شان په پوهنتونونو کې یې هم د ښځو جېنکو په تعلیم پابندي ولګوله.

طالبانو تېره میاشت وویل چې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځینه افغانو کارکوونکو په کار باندې بندیز، "د افغانستان داخلي روایتي مسئله" وبلله چې نور ملکونه یې باید درناوی وکړي. تر دې دمه طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا/سېکوریټي کونسل د اپرېل ۲۷مه نېټه قرارداد نظراندازه کړی دی. هغه قرارداد له طالبانو غواړي چې خپله فیصله دې بېرته واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG