لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جي سیون اوکراین ته د جېټ الوتکو په لېږلو موافقه کړې


واشنګټن – امریکا او متحدین یې پلان چې اوکراین ته اېف ۱۶ جنګي جېټ الوتکې ورکړي او د هغو لپاره اوکرایني پیلوټان وروزي.

سپینې ماڼۍ دغه خبر د جمعې په ورځ ورکړی چې دا د ولسمشر جو بایډن د میاشتو راهیسې په روان دریځ کې بدلون څرګندوي.

ولسمشر بایډن تر دې مخکې د ولسمشر زېلینسکي لخوا د جنګي الوتکو غوښتنه رد کړې وه.

امریکا غږ ته په یو استولي بیان کې د ادارې یو لوړ پوړي چارواکي د جمعې په ورځ ویلي، چې بایډن د جي سیون رهبرانو ته خبر ورکړ چې امریکا به د متحدینو د هغو ګډو هڅو ملاتړ وکړي چې اوکراین ته د اېف ۱۶ په ګډون جنګي الوتکې ورکړي او هغې ته اوکرایني پیلوټان وروزي او د اوکراین د هوايي ځواک وړتیاوې غوره کړي.

چارواکي ویلي، د روزنې دغه چارې به په راتلونکو اونیو کې د اروپا په سایټونو کې پیلېږي او بشپړېدل به یې میاشتې وخت ونیسي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان د جاپان په هیروشیما کې چېرې چې د جي سیون سرمشریزه نیول شوې یوې خبري غونډې ته وویل، "کله چې په راتلونکې میاشت کې روزنه روانه وي مونږ به له متحدینو سره کار وکړو چې څه وخت الوتکې واستوو، څوک یې باید واستوو او په کوم شمېر؟"

سلیوان وویل،‌ چې دغه جنګي جېټ الوتکې به د روس پرضد په پلان شویو ځوابیه عملیاتو کې نه کارول کېږي.

زېلینسکي د بایډن د دې پرېکړې هرکلی کړی او په یو ټویټ کې یې ویلي، چې له دې سره به "په اسمان کې زمونږ پوځ په سمه توګه پیاوړی شي."

زېلینسکي د اېف ۱۶ جنګي الوتکو لپاره د پيلوټانو روزل یوه "تاریخي پرېکړه" بللې او ویلي یې دي چې په دې اړه به په تفصیل د اتوار یا یکشنبې په ورځ له بایډن سره د جي سیون د سرمشریزې په څنډه کې خبرې وکړي.

د جي سیون په سرمشریزه کې د زېلینسکي د ګډون تایید په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، برتانیې، جاپان او اروپايي ټولنې یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د روس د یرغل په وړاندې به له اوکراین سره په خپلو ژمنو درېږي.

په بیان کې یادې ډلې دا ژمنه هم کړې چې "د پالیسې ټول وسایل به په کار واچوي او له اکراین سره په ګډه به هر ډول کوښښ وکړي چې په اوکراین کې څومره ژر چې ممکن وي دوامداره او معنی لرونکې سوله راولي."

دوی دا هم وویل، چې دا حقیقت هغه مهال شونی دی کله چې ټول روسي سرتیري له هر ډول شرط پرته له اوکراین څخه ووځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG