لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پیک منصوبې ته د افغانستان د ورګډیدو اثراتو ته څېړونکي څنګه ګوري ؟


په افغانستان کې واکمن طالبان وايي چې په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د افغانستان ورګډیدو سره به نه يوازې دا هېواد د سيمي او اروپايي هېوادونو سره پیوست شي بلکي په يو تجارتي مرکز به هم بدل شي.

خو څېړونکي سي پېک منصوبه د چين له خوا د قرضونو يوه لومه یا جال بولي او وايي چې چین هر هغه هېواد کې داسې ډول پروژې ترسره کول غواړي چې د سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ وي۔

څېړونکي وایي د سي پېک منصوبې د لارې چين په منطقه کې سياسي او عسکري اثر رسوخ سېوا کول غواړي۔

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت ترجمان ويلي چې په سي پېک پروژوه کې دافغانستان ورګډیدو سره به دا هېواد د سيمې او يورپي هېوادونو سره وصل شي او له دې لارې به په هېواد کې پانګونو سره صنعتونه هم پرمختګ وکړي۔

د وزارت مرستيال ترجمان ضيا احمد تکل ميډيا سره شريکه کړې ويډيو کې وايي " د سي پېک د لارې به اسلامي امارت وکولی شي چې د بي آر ايي سره وصل شي او افغانستان به د سيمي او اروپا سره ددغې لارې پیوست شي"

دهغه په وینا "دغه راز به اسلامي امارت وکولی شي چې د دغې پروژې د لارې په افغانستان کې پانګونې جلب کړي او دلته به د ريل پاټلۍ او د انرژۍ د توليد او نورو صنعتونو په برخه کې مهم پرمختګونه او ګټې وټې ولري"

روانه مياشت په اسلام اباد کې د پاکستان، چين او د طالبانو د بهرنيو چارو د وزيرانو د درې اړخېزه غونډې ترسره کېدو وروسته بلومبرګ نومې امريکايي خبري وېبپاڼې ليکلي وو چې طالبان چين او پاکستان په دې متفق شوي چې سي پېک افغانستان ته وغځول شي۔

په پېښور پوهنتون کې د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر ملک شکيل دا ګام په منقطه کې د تجارت او روزګار لپاره ګټور بولي۔

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي" چې کله داسې پروژي راځي نو دا يوازې يو روډ يا سړک نه وي بلکې په دې راهدارۍ کې کارخانې جوړېږي او د يوې منډهۍ نه بلې منډهۍ ته رسایي(لاس رسی» اسانه شي او د روزګار سره سره کاروباري خلکو ته به په صادراتو او وارداتو کې اسانې پېدا شي"

خو د نړۍ په موجوده حالاتو ژور نظر لرونکي ځيني څېړونکي د سي پېک منصوبه د قرضونو يوه لومه بولي۔

دوی وايي په نړيواله کچه د سياسي او عسکري اثر رسوخ سېوا کولو په موخه چين په غېر مستحکم هېوادونو کې داسې ډول منصوبې ترسره کول غواړي۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وايي" خلک وايي چې دا ډبت ټرېپ ډپلومېسي ده يعنې د قرضو په جال کې راګېرول دي"

ډیوه سره خبرو کې نوموړي زياته کړه تحقيق دا ښايي چې چين په هغه ملکونو کې داسې قسم پروژې جوړوي چرته چې سياسي حالات سم نه وي او د اړي ګړي ښکار وي،

دهغه په خبره چرته چې اقتصادي نظام سم نه وي، یا هغه ملک ته د قرضو ضرورت وي نو دا هېواد د چين دې پروژو ته متوجې کړل شي او چين هلته سرمايه کاري وکړي۔

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه 60 اربه ډالره ته رسېږي او دا د يوکمربند يوې لارې يا بي ار ايي منصوبې يوه مهمه برخه ده۔

سي پيک د هغه 7 راهدارو څخه يوه ده چې کاشغر د ګوادر بندر سره پیوست کوي۔ چين غواړي چې له دې راهدارۍ په مرستې سره د منطقي هېوادونو سره تجارت ته وده ورکړي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG