لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايران خلاف په خليج فارس کې د امريکا د بحري ځواک او ملګرو کمانډرانو ګډه مظاهره


‎واشنګټن- په منځني ختيځ کې د امريکا، برتانيه او فرانس د سمندري قواو کمانډران د جمعې په ورځ د امريکا په جنګي بېړۍ کې په ګډه د سټريټ اف هورموز لا د د هورموز د پټۍ نه تېر شول چې دا نه يوازې د يووالي مظاهره وه بلکې د ايران لخوا د دوو تېل وړونکو ټينکرو د نيولو وروستو پيغام ورکول وو چې دا لاره به خلاصه ساتي.

په خليج فارس کې تاو تريخوالی پس له هغې زيات شوی چې د امريکا او ايران تر منځ د ايران د ايټمي پرګرام په سر اختلافونه پيدا شول او امريکا په يو اړخيزه توګه د ايران سره د شوې لوظنامې نه پينځه کاله وړاندې ووتله.

د امريکا په يو ايس ايس پال همېلټن بېړۍ چې الريغ برک کلاس تباه کونکی سمندري جهاز دی کې داسې ګډ چکر د درېو واړو هېوادونو د کمانډرانو تر منځ ډېر کم کيږي. دوی وليدل چې په يو وخت کې د ايران د پاسداران انقلاب ځواک درې کيښتۍ په تېزۍ سره د بېړۍ خوا ته راورسېدلې.

د ايراني ساتونکو ټوپکې ښکاره وې چې په مقابل کې يې په پال هېمېلټن کې ساتونکو هم د ښکاره او ډکو وسلو سره څار کولو. په سورو خلکو کې ځينې په عکسونو اخستلو او ويډيوګانو جوړولو بوخت وو. د ای پي خبري ادارې يو خبريال هم د کمانډرانو سره په سفر کې مل و.

پاسداران د پال هېمېلټن او په خوا کې د برتانيه د تېرېدونکي ايچ ايم ايس لانکاسټر بېړۍ نه په فاصله کې وو خو د هغوی شتون دا ښودله د سټريټ اف هورموز د تنګې خلې نه تېرېدل به څومره ذهني دباو جوړوي. دا تنګه خله په نړيواله کچه د تېلو د وړلو پينځمه غټه لار ده.

امريکا په منځني ختيځ کې د بحري قوت د پينځم فليټ کمانډر وايس ايډمېرل بريډ کوپر ای پي ته وويل “ايران په تېر دوه کاله کې پينځلس جهازونه لا خو نيولي او لا يې پرې بريدونه کړي. اته نيول او اوه بريدونه. سمندري صنعت په دې پوهه دی چې په سيمه کې کوم قسم امنيتي حالات دي. مونږ توانېدلي يو مثبت اثر وساتو او دا اوس محال هم دغه څه کوو”.

کوپر وويل ايراني کيښتۍ پال هېمېلټن چې د سانډييګو مرکز نه لېږل شوی ته په 915 ميټره واټن کې وې.

امريکا د منځني ختيځ د اوبو امنيت او په خاصه توګه د سټريټ اف هورموز امنيت د کال 1980 نه ډېر اهم ګڼي کله چې د هغه وخت ولسمشر جيمي کارټر ويلي وو امريکا د دې لارې د ساتنې او د خپلو ملکي ګټو د پاره پوځي طاقت هم استعمالولی شي.

د ايران لخوا د تېل ټينکرو د نيولو په ترڅ کې کوپر وويل په پال هېمېلټن کې ګډه ګزمه دې اړخ ته يوه کتنه ده او مقصد يې دا دی چې د پلويانو نور جهازونه په عادي توګه د دې لارې نه تېريږي.

کوپر وويل “تجارت چې په کومه کچه د سټريټ اف هورموز نه روان دی دا د نړۍ د اقتصاد د پاره ډېر مهم دی”.

په خپل ځای ايران په سيمه کې د امريکا په شتون ناخوښه دی او د وايټ هاوس د امنيتي کونسل د وياند جان کيربي د دې وينا په غبرګون کې چې امريکا به په خليج فارس کې خپله موجودګي نوره قوي کوي، د ايران د خارجه چارو وزارت وياند ناصر کناني ويلي وو “امريکا د لسيزو راهسې په خليج فارس کې عدم استحکام پيدا کوي او بد امني زياتوي او دا يې د مداخلت کولو تباه کن پاليسي ده”.

د پال هېمېلټن د چکر په اړه د ايران لخوا څه غبرګون لا مخ ته نه دی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG