واشنګټن- د پښتونخوا په سويلي ضلعه ټانک کې د وسله والو پرضد ځمکني او هوايي عملیاتو، هدفي وژنو اؤ دتشدد بیلابیلو پېښو کې د پاکستان دپوځ د دوو عسکرو او دریوؤ وسلوالو په ګډون نهه تنه وژل شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل شوي دي.
دغه رنګ د بلوچستان سرښار کويټې ته نيزدې په زرغون غر کې نوې جوړه شوې امنيتي پوسته وسله وال بريد شوی چې د امنيټي ځواک درې غړي پکې وژل شوي او يو ټپي شوی. د پوځ ويانده اداره ايي ايس پي ار دعوه کوي يو بريدګر يې هم وژلی. د بريد ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.
په ټانک کې دترسره شوؤ پوځي عملیاتو په اړه پوځ لا په رسمي توګه څه نه دی ویلي خو د ضلعې پولیسو دا پېښه تایید کړې او د پولیسو ویاند یونس کنډي ډيوه ته وویل پوځ عملیات د ټانک ښار نه 13 کلومیټره لرې شمال لودیز کړي حیدر او شاوخوا سیمو کې کړي. په دې اړه یې نور مالومات نه دي ور کړي.
امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي امنیتي ځواکونو ته کره استخباراتي معلومات ترلاسه شوي وو چې پر پوليسو له پروني بريد وروسته بريدګر په کړي حيدر او شاوخوا سيمو کې پټ شوي او د نورو بريدونو پلان لري.
سرچینې وایي ددغو اطلاعاتو په اساس پوځ په سیمه کې عملیات پیل کړي او د عملیاتو پرمهال ځواکونو ته د جنګي هیلي کاپټرو مرسته ترلاسه وه.
سرچینو وویل کره معلومات لري چې دې عملیاتو کې دوه پوځیان اؤ درې وسله وال وژل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان پوځ سره دنښتې پخلی کړی اؤ میډیا ته يې په يو بیان کې پوځ ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.
خو د ازادو سرچینو څخه د دواړ لوریو د دعوؤ تصدیق نه دی شوی.
پرون په ټانک ضلعه کې په پولیسو د لاسي بم برید او د ډزو په تبادله کې یو لاروی وژل شوی او د دوؤ بولیسو په ګډون تر شلو زیات کسان ژوبل شوي وو چې زیاتره خواري کښ مزدوران دي.
د سيمې خلک وايي، چې د عملياتو پر مهال د يوه ځايي اوسېدونکي باطن خان بېټني کور هم د جنګي هیلي کاپترو له خوا په نخښه شوى چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دوی په وینا دعملیانو پرمهال د جنګي هیلي کاپټرو ترڅنګ د چاودنو غږونه د شپې له نیمایي څخه تر سهار ناوخته اوریدل کیدل او وايي خلک په کورونو کې بند ساتل شوي چې بهر ته د وتلو اجازه ورته نه ورکړل کېدله.
د ټانک ضلعې د روغتون چارواکي وایي د علاقې نه د یو ماشوم مړی او درې ژوبل تنان چې پکې دوه زنانه او یو ماشوم شامل وو هسپتال ته وروړل شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي او نور ژوبل کسان د علاج لپاره په ډيره اسماعیل خان سیمه کې پوځي روغتون ته لیږل شوي دي.
د باطن خان دکورنۍ یو تن محمد نور وي او ای ډیوه ته وویل له جنګي هیلي کاپترو نه د دوی کور په هدف شوی چې پکې د باطن یو دولس کلن زوی بلال خان وژل شوي او یو بل څلور کلن زوی محمد، د هغه میرمن او یوه 20 کلنه ځوانه انږور یې ژوبل شوي دي.
هغه وویل باطن خان یو مزدورکاره خواريکښ دی او په علاقه کې د اوښ په بار خپل معاش برابروي او هیڅ قسمه ناامني کې لاس نه لري.
د پوځي روغتون چارواکي وایي د ژوبلو کسان حالت د خطرې نه بهر دی او علاج یې روان دی.
د ټانک ضلعې په کوټ کټ سیمه کې دوه کسان د جاسوسۍ په تور او پنګ سیمه کې یو تن په هدفي برید کې وژل شوی.
پولیس وایی د ټانک ښار نه 10 کلومیټره لري کوټ کټ سیمه کې د دوو کسانو مړي په داسې حال کې موندل شوي چې په ګولیو سره ویشتل شوي وو.
دپولیسو په وینا د وژل شوؤ کسانو مړو سره دکاغذ یوه پاڼه غورځول شوې چې پرې لیکل شوي "څوک چې د مجاهدینو جاسوسي کوي انجام به یې دغسې وي"
د صدر تاڼې چارواکي وایي د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو د نصیر او مشال په نومونو شوې ده چې په علاقه کې به یې څاروي څرول.
پولیس وایي بله پېښه په ضلعه کې نوې شامل کړل شوې پنګ سیمه کې شوې چرته چې یو ځایي تن وریشم ګل نامالونه کسانو په هدف کړی.
د پنګ تاڼې چارواکي وایي کورنۍ یې په چا دعویداري نه ده کړې او داسې مالومات یې ترلاسه کړي چې وژل شوی تن وړاندې نه وسله والو ته د قلنګ نه ورکولو په سر د ګواښونو سره مخ و.