لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن د جاپان او جنوبي کوریا له مشرانو سره وکتل چې د شمالي کوریا او چین مقابله وکړي


د امریکا صدر جو بایډن، د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول، او (په منځ کې) د جاپان وزیراعظم فومیو کیشیدا
د امریکا صدر جو بایډن، د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول، او (په منځ کې) د جاپان وزیراعظم فومیو کیشیدا

واشنګټن - د جاپان په هېروشیما ښار کې د نړۍ د سترو اقتصادي قوتونو (جي-۷ ډلې) د سرمشریزې غونډې په څنډه کې، د امریکا صدر جو بایډن د اتوار/یکشنبې په ورځ د جاپان له وزیراعظم فومیو کېشیدا او د جنوبي کوریا له صدر یون سوک یول سره په یو درې اړخیز ملاقات کې برخه واخېسته. دغه درې اړخیزه لیدنه، په اسیا کې د امریکا د دوو نږدې اتحادیانو – جاپان او جنوبي کوریا – ترمنځ د تعلقاتو د تودېدو یوه نښه بلل کېدلی شي.

صدر بایډن د دغې لیدنې وروستو خبریالانو ته وویل: "تاسو ګورئ جاپان په داسې طریقه ګامونه اخېستي چې د دفاعي بجټ له اړخه حقیقي پایلې لري او د جنوبي کوریا سره د تعلقاتو د بهتره کولو یو آغاز دی."

د دغو درېیو مشرانو د ملاقات اېجنډا، د شمالي کوریا ورځ تر بلې زیاتېدونکي جوهري او میزاییلي ګواښونه، او د چین سېوا کېدونکې جارحانه رویه وه. په خطه کې دغه دوه خطرې د دې سبب شوي چې امریکا، جاپان او جنوبي کوریا تر پخوا زیات سره نږدې شي.

وایټ هاوس د یو بیان په خپرولو سره وویل چې یادو مشرانو په دې خبرې کړي چې "خپلې درې اړخیزې همکاري څنګه نورې هم زیاتې کړي"، په شمول د دې چې د شمالي کوریا د جوهري او میزاییلي خطرو په مقابله کې، په اقتصادي امن کې، او د انډوپسفیک خطې په باب د خپلو متعلقه اسټراټیجیو په برخه کې نوې هماهنګۍ راپیدا کړي.

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي د جمعې په ورځ وي او اې سره په یوه مرکه کې وویل: "جاپان یوه جدیده د قامي سلامتیا اسټراټیجي وړاندې کړې ده چې له امله یې په انډوپسفیک خطه کې د سیمه ییز امن له اړخه، د جاپان آواز (موقف) او موجودیت لا پسې پیاوړی کیږي."

بل اړخ ته د جنوبي کوریا صدر یون سوک یول هم د توکیو او واشنګټن سره د سیول د تعلقاتو د لا مضبوطه کولو هلې ځلې کړې دي. له هغه نه وړاندې، پخواني صدر مون جي اېن کوښښ کولو چې د شمالي کوریا سره تعلقات پیاوړي کړي.

د دویم عالمي جنګ نه وروستو، جاپان او جنوبي کوریا دواړو د امریکا سره د ملګرتیا لوظنامې دستخط کړي دي. امریکا ژمنه وکړه چې د جاپان دفاع به کوي، او په بدل کې به یې خپل زیات شمېر پوځیان په هغه ملک کې مېشته ساتي. همدا شان په ۱۹۵۳ کال کې د دوو کوریا ګانو د جګړې وروستو، امریکا او جنوبي کوریا د مشترکې دفاع تړون لاسلیک کړ.

مګر په دې منځ کې د جاپان او جنوبي کوریا ترمنځ تعلقات د کلونو کلونو راهېسي د تاریخي لحاظه خراب پاته شوي دي او وجه یې دا ده چې په ۱۹۱۰ کال کې جاپان په بې رحمانه توګه جنوبي کوریا باندې ولقه ولګوله او د دویمې عالمي جګړې تر پایه یې هغه ملک لاندې کړی و.

اوس که څه هم د هغو ملکونو په خلکو کې اختلافات موجود پاته دي، مګر د جنوبي کوریا صدر او د جاپان وزیراعظم خپل کوششونه جاري ساتلي چې د دوو ملکونو ترمنځ تناوجن تاریخي تعلقات، بهتره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG