واشنګټن - څنګه چې په هيروشيما کې د جي سېون هېوادونو غونډه پای ته ورسېده د چين د سايبر سپېس ايډمينېسټريشن د مېکران ټيکنالوجي سره د کاروبار کولو نه هغه کاروباريان منع کړل چې د چين د لويې ودانۍ دا مهمه دنده يې په مخ وړله او وايي دا ځکه کوي چې دا کاروبار روان ساتل ملک د امنيتي خطرو سره مخ کوي.
د امريکا د تجارت وزارت دا بندیز رد کړی او دا یې بې اساسه بللی. مېکران چې د امريکا د ميموري چیپ جوړولو غټه کمپني ده په خپل بيان کې ويلي “مونږ د چينايي ادارې لخوا نوټس وصول کړی او مونږ په خپل راتلونکي ګام اخستلو سوچ کوو. مونږ د چينايي چارواکو سره په دې اړه خبرو اترو کولو ته انتظار کوو”.
د چين لخوا د دوو مياشتو د پلټنو وروستو د مېکران په اړه پرېکړې په چين کې د بهر نړۍ سره کاروبار کوونکي خفه کړي. مېکران وړومبنۍ امريکايي چیپ جوړوونکې کمپنۍ ده چې چين په نخښه کړې.
واشنګټن په اکتوبر کې په ځينو توليداتو چې د چیپ جوړولو برخه ده چين ته په ورکولو بندیز لګولی دی او وايي د دې نه چين پوځي استفاده کوي.
په چين کې د امريکن چيمبر اف کامرس مشر مايکل هارټ وي او ای مينډرين سروس ته په ليکلې بڼه ځواب ويلی چې امريکايي کاروبارونه د اندېښنو سره مخ دي ځکه د دوی د امنيت اړخ ته بيا کتنه د چين دويم هدف کېدلی شي. هارټ وويل:
“زمونږ غړي زمونږ نه دوه پوښتنې کوي، دوی به په دې په نخښه کيږي چې امريکايان دي؟ او څنګه دوی کولی شي په يو کاروباري ماحول کې پاتې شي چې هغه په زياتېدونکې توګه د ملکي امنيت د اندېښنو سره تړل کيږي؟
د ياد چيمبر نمايندګانو د مېکران په حقله په اپرېل کې اندېښنه ښودلې وه او کله چې هغه وخت په يو خبري کانفرنس کې پوښتنه وشوه نو د چيمبر د پاليسي کمېټي مشر لېسټر روز ويلي وو:
“چين د مخصوص شخصيتونو او کمپنيانو خلاف ګامونه اخلي او دا د اندېښنې وړ ده چې چين د قانون او پاليسۍ په ډېرو برخو کې روڼ اندی نه دی. د مېکران په کېس کې د قوي ډېټا او ثبوتونو نشتوالي او د چين کړنو ته مخامخ کېدل يې يو مثال دی”.
يورپي کاروباريان او کمپنيانې هم اندېښمنې دي چې دا لړۍ تر هغو هم رسېدلی شي. د يورپين يونين چيمبر اف کامرس مشر جارګ وټکې وايي سياسي جغرافيايي حالاتو او د کوویډ ناينټين سره تړلو اړخونو د نړيوالې سپلايۍ کمزورې برخې رابرسېره کړي چې د چیپ د کمي احساس څرګندوي.
هغه وايي د مېکران د چیپ کمی د سپلايي دا لړۍ نوره اغېزمنه کولی شي. د مېکران چیپ په سېل فون، ذاتي کمپيوټرو او سرورز نه علاوه په يو شمېر نورو سیسټمونو کې پکاريږي.
د جي سيون د غونډې د چين په اړه د پرېکړې په ترڅ کې په تايپي کې د تايوان د نيشنل الېکټرېکل انجينيرنګ پوهنتون پروفيسر لېن سنګ نان وايي، د چين ولسمشر ژي جېن پېنګ به ارومرو داسې سخت ګام اوچتولو چې هم چينايانو ته خپل ملي دريځ وښيي او هم نړيوالو ته پيغام ورکړي په دې پوزيشن کې دی چې بندېزونه ولګوي.
ښاغلی د مارشل ارټ د يو ناول د کردار ذکر کوي او وايي “چين له دا سنجول پکار وو ځکه که دا مېکران خوږوي خو چين به پرې ځان هم دومره خوږ کړي”.