لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: ترهګرو سره نښته کې یو ځایي تن وژل شوی، پولیس عسکر ژوبل

پولیس وایي دخېبر پښتونخوا دسوات دبابوزئ سیمې په غرونو کې یې دترهګرو سره نښته شوې چې پکې دسیمې یو عام تن وژل شوی اؤ یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

ډان ورځپاڼې دپولیسو دیو مشر یا ډي ایس پي امجد علي له خولې ویلي چې سیمه کې د شکمنو ترهګرو د موجودیت په اطلاع دسیمې خلک په دغو ورانکارو پسې وسله په لاس را ووتل اؤ دمنګلور پولیس تاڼې ته هم اطلاع وشوه چې شکمن کسان دبنجوټ غره ته روان دي .

هغه ویلي کله چې ولس اؤ پولیس په دغو شکمنو ترهګرو پسې شول نو هغوي ترې په غر کې پټ شول اؤ ډزې یې شورو کړې .

پولیس وایي چې دې نښته کې دسیمې یو استوګن جمدعلي وژل شوی اؤ د وقار په نوم پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

په سوات کې د وي او ای ډیوه خبریال فیاض ظفر ته ځایي خلکو ویلي چې هغوئ ګڼ شمیر پولیس دغره په لوري دتګ په مهال ولیدل اؤ دهغې وروسته بیا د ډزو لړۍ پیل شوه.

ډي ایس پي امجدعلي ویلي چې ترهګرو په غر کې دیو غار دننه پناه اخستې ده،پولیس ددغه غار نه چاپېره شوي اؤ د تېرو پینځوؤ ساعتو نه د ډزو لړۍ روانه ده.

په نزدې وختونو کې سوات اؤ ددخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو ته یو ځل بیا د پاکستاني طالبانو د راستنېدو اطلاعات مخې ته راغلي وؤ چې حکومت یې هم پخلی کړی ؤ .

پروسکال د اکتوبر په میاشت کې دپاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي وؤ 13کاله وروسته یو ځل بیا په سوات کې هم هغه (دترهګرۍ) لړۍ پیل شوې ده .

هغه ویلي وؤ" که چرې سوات کې په لګیدلي اور قابو ونه موندل شوه نو دا اور زما په ګډون دهرچا لمنې ته رسیدلی شي"

خو دخېبر پښتونخوا دهغه وخت حکومتي ویاند بېرسټر سیف بیا ویلي وؤ چې د وسله والو یو کمانډر سوات ته تللی و خو دتګ مقصد یې جګړه کول نه بلکې دخپلې ناروغه خور پوښتنه کول وؤ.

هغه دا دعوه په داسې حال کې کړې وه چې په سوات کې د وسله والو طالبانو له لوري دپوځ اؤ پولیسو د لوړ پوړو افسرانو دیرغمالولو ویډیوګانې هم مخې ته راغلې وې.

وروسته بیا په سوات،دیر، بونیر،شانګله ،باجوړ، پېښور،خیبر، وزیرستان اؤ نورو سیمو کې په زرګونو پښتانه د طالبانو دبیا راستنېدو پرضد احتجاجونو ته راولاړ شول اؤ پوځ اؤ حکومت وویل چې د سوات وضعه ارامه ده اؤ وسله وال له دغې سیمې تللي دي.

XS
SM
MD
LG