لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف:د 1965 جګړه کې د هند نیمګړی خوب په نهم مئ د تحریک انصاف ورانکارو پوره کړ


دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف وایي د1965 په جګړه کې چې دهند کوم خوب نه ؤ پوره شوی، په نهم مئ پاکستان کې ورانکارو په پوځي تاسیساتو دبریدونو له لارې دغه خوب پوره کړو.

تېره ورځ اسلام اباد کې دشهیدانو دعظمت په نوم راجوړې شوې غونډې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز وویل په نهم مئ چې کوم ورانکاري له سرې کرښې ور تېر شوي هغوي به په هیڅ توګه نه بخښل کیږي.

شهباز شریف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې دهغه دګوند ختمولو لپاره دنهم مئ دپېښو پلان جوړ کړل شوی ؤ اؤ ددغو پېښو دپلټنو غوښتنه کوي.

په نهم مئ پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان دنیول کیدو په ضد ددغه ګوند پلویانو ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته یې اورونه لګولي وؤ.

وزیراعظم شهباز شریف تور ولګولو چې عمران خان خپلو پلویانو ته د ورانکارۍ تربیت ورکړی دی اؤ کله چې هغه دغبن په مقدمه کې ونیول شو نو خپلو پلویانو ته یې دبریدونو کولو وینا وکړه.

دشهباز شریف وینا وه په نهم مئ بریدونو کې ککړ کسان،ددې منصوبې جوړونکي اؤ همکاران به په هیڅ صورت نه بخښل کیږي.

هغه وویل دې پېښه کې دککړو کسانو په اړوند به نه سفارش منل کیږي اؤ نه به څه رقم لاپرواهي زغمل کیږي بلکې چا چې جرم کړی هغوئ ته به دقانون له مخې سزا ورکول کیږي.

په عین حال کې دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ‌ پخواني وزیراعظم پخپل یو ویډیو بیان کې دعوه کړې ده چې دنهم مئ دپېښو نه راپدیخوا دهغه دګوند تر 10 زرو زیات پلویان نیول شوي اؤ اوس هم پولیس دپي ټي ایي دپلویانو دنیولو لپاره دهغوئ په کورونو چاپې وهي.

عمران خان تور ولګولو چې دګوند کوم پلویان یې نیول شوي هغوي سره په جیلونو اؤ تاڼو کې غیرانساني سلوک روان دی اؤ حتی وکیلان یې هم لیدلو ته نه ورپرېښودل کیږي.

هغه دبشري حقونو په تنظیمونو هم نېوکې وکړې چې په دې ټول صورتحال یې ځان غلی اچولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دنهم مئ له پېښو وروسته دپاکستان دپوځي اؤ حکومتي مشرانو نه راجوړې دملي امنیت کمیټۍ اعلان کړی ؤ چې دنهم مئ پېښو کې دلاس لرونکو،دهغوي ترشا د ولاړو خلکو اؤ د دوي دلمسوونکو پرضد به پوځي محکمو کې مقدمې چلول کیږي.

ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې په دنهم مئ دپېښې په تړاؤ نیول شوؤ کسانو باندې مقدمو چلولو لپاره به نوې محکمې نه شي چوړولی بلکې د وړاندې نه دموجودو قوانینو په اساس به په زړو محکمو کې دا مقدمې پرمخ وړل کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG