لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: د نړۍ 50 میلینه خلک په نوې غلامۍ کې ژوند، تر نیمایي زیات په G20 هېوادونو کې دي


واشنګټن ـــــ د 2023م کال د ګلوبل سلېوري انډکس یا د غلامۍ د نړیوال فهرست له مخې دا مهال په نړۍ کې 50 میلینه خلک په نوې غلامۍ کې ژوند کوي چې وایي په هغوی کې تر نیمایي زیات یې د امریکې، چین، روس او هند په ګډون د G20 تنظیم په هېوادونو کې دي.

دغه رپوټ د شورو- چارشنبې په ورځ د بشري حقونو یو تنظیم «واک فري فاونډېشن» خپور کړی، چې د نوې غلامۍ د ختمولو لپاره کار کوي. په رپوټ کې ویل شوي چې شتمنو هېوادونو اوس هم خلک د جبري کار او جبري ودونو په بڼه په نوې غلامۍ کې ساتلي دي.

په G20 هېوادونو کې هند په سر کې دی چې 11 میلینه کسان، ورپسې چین 5.8 میلینه کسان، روس 1.9 میلینه کسان، انډونېشیا1.8 کسان، ترکیې 1.3 کسان او امریکې 1.1 میلین کسان په نوې غلامۍ کې ساتلي دي.

واک فري فاونډېشن وایي هغه هېوادونه چې د نوې غلامۍ کچه پکې تر ټولو ټیټه ده، هغه سویټزرلېنډ، ناروې، جرمني، هالېنډ، سویډن، ډنمارک، بلجیم، ایرلېنډ، جاپان او فینلېنډ دي چې د G20 تنظیم غړي دي:

"خو بیا هم په دغو هیوادونو کې په زرګونو خلک مجبوره کېږي چې جبري کار یا واده وکړي، باوجود د دې چې دغه ملکونه د لوړې کچې اقتصادي پرمختیا ، جنسي برابري، د ټولنیزې خیرښېګړې نظام، سیاسي ارامي او قوي عدالتي نظام لري".

د واک فري فاونډېشن مشره ګرېس فورسټ وایي، له خپلو کورونو بې ځایه شوي او مهاجرین په زیاته توګه د نوې غلامۍ له خطر سره مخ دي:

"نن چې موږ د غلامۍ په نړیوال فهرست کې څه وینو هغه دا دي چې نوې غلامي په نړۍ کې اوس هم په بشپړه او بې سارې کچه شته، شاوخوا 50 میلینه خلک په جدیده غلامي کې ژوند کوي او د نړۍ هیڅ هیواد هم ترې خوندي نه دی".

تېر کال په ستمبر کې د ملګرو ملتونو د مزدورانو نړیوال تنظم، د مهاجرت نړیوال تنظیم او واک فري فاونډېشن په ګډ رپوټ کې اټکل شوی وو چې په 2021م کال کې 50 میلینه خلکو په "نوې غلامۍ" کې ژوند کاوه، چې په دوی کې 28 میلینه جبري کار او 22 میلیونه جبري ودونو ته مجبوره کړل شوي وو.

واک فري فاونډېشن په خپل رپوټ کې وایي چې له 2016م را وروسته په پینځو کلونو کې 10 میلینه نوي غلامان زیات شوي دي. مېرمن ګرېس فورسټ وایي، دا لس میلینه په نړۍ کې د پېچلیو بحرانونو له کبله زیات شوي که هغه کورونا وایرس وي، که موسمي بدلونونه وي او که اوږدې جګړې:

"موږ خبر یو چې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د جبري ودونو، بشري قاچاک او همدارنګه د جبري کارونو په حالاتو کې تر ټولو زیاتې د نوې غلامۍ خطر ته مخامخ دي".

د رپوټ له مخې د نړۍ په کومو 10 هېوادونو کې چې دا مهال د نوې غلامۍ کچه تر ټولو لوړه ده په هغوی کې له درې عرب هېوادونو سعودي، عرب امارات او کوېت سره سره شمالي کوریا، ایریتریا او موریتانیا، ترکي، تاجکستان، روس او افغانستان هم شامل دي.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اې ایف پي او اې پي خبري ادارو اخیستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG