لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: د نهمې او لسمې مې په پېښو کې ککړو او ترهګرو کې فرق نشته


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي، "د نهمې او لسمې مې په پېښو کې ککړو کسانو او ترهګرو، په دوی او د ملک په دښمنانو کې فرق نشته". عمران خان سپریم کورټ ته خواست کړی د ګوند د نيول شوو غړو پرضد پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول دې غېر اييني وګرځول شي.

شهباز شریف نن د وزيرانو سره د پېښور سفر کړی، په لسمه مې احتجاجونو کې د رېډيو پاکستان سوځېدلې ودانۍ ته ورغلی دی.

دستورې ته په وينا کې نوموړي وویل، "نن ټول قام د دې عزم څرګندونه کوو د داسې پېښو چې دښمن یې سوچ نه شي کولی خپلو داسې پېښې وکړې د قانون او ايين ترمخه به هغو ته ضرور سزا ورکول کيږي".

هغه وويل د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب ته لارښوونه کوي چې د رېډيو پاکستان د ودانۍ د بيا رغونې کار زر تر زره پېل کړي.

پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

په نهمه او لسمه مې قهرجنو مظاهرو کې پېښور کې د رېډیو پاکستان ودانۍ هم سوځول شوې وه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان ویلي، "د نهمې مې پېښې بهانه جوړه کړی شوې او د هغه ګوند ماتول کيږي، په لسګونو ښځې او ماشومان نيول شوي او په پوځي عدالتونو کې پرې مقدمې چلول کيږي".

د دستورې وروسته د امنیت غونډې ته شهباز شریف وويل، "په نهمه او لسمه مې چې په خېبر پښتونخوا کې کومو خلکو ترهګري کړې او د ملک دښمني یې کړې ده، په پوځي او ملکي ودانیو یې حملې کړي، د هغو پرضد به د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه چلولی شي او په پوځي ودانيو برید کوونکو پرضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي".

هغه زیاته کړه کوم بېګنا ته به تاوان نه اړول کيږي خو د وراني په پېښو کې هر ډول ککړ کسان په دې جرم کې ککړ دي او هغو ته سزا پکار ده.

نن عمران خان سپريم کورټ ته خواست کړی چې د نهمې مې د پېښو د پلټنو دپاره دې د سپريم کورټ د جج په مشرۍ کمېشن جوړ کړی شي.

د راپورونو ترمخه عمران خان په خواست کې ویلي، د ګوند غړي يې نيول شوي د هغو پرضد په پوځي عدالتونو کې قضيې کول دې غېر اييني وګرځول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG