د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خېبر په شاه کس سیمه کې د پولیس د مرکز دننه د لاسي بم چاودنه کې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ دوه لوړ پوړي پولیس افسران ژوبل شوی دی.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي دا چاودنه د زیارت په ماسخوتن د شاه کس د پولیسو د مرکز دننه هغه مهال شوې دغلته د معمول له مخې د امنیت څارنه روانه وه.
پولیس سرچینې وایي چاودنه د یو پولیس عسکر د خپل ګرینډ له امله په اتفاقیه ډول شوې ده اؤ د ترهګرۍ بڼه نه لري.
سرچینې وایي دې چاودنه کې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ دوه افسران ژوبل شوی دی.
د پېښې نه وروسته ژوبل پولیس افسران روغتون ته رسول شوی اؤ هلته یې علاج روان دی.
تر دې وړاندې تېره میاشت د سوات په کبل سیمه کې هم د ترهګرۍ د مخنیوي د پولیسو په مرکز کې چاودنه شوې وه چې په کې کابو 20 کسان وژل شوي اؤ تر50ؤ زیات نور ژوبل شوي وؤ.
په وړومبي سر کې د ملک وزیراعظم شهباز شریف اؤ پولیس چارواکو د کبل چاودنه یو ځانمرګي برید بللی ؤ خو وروسته بیا پولیسو وویل چې چاودنه د ترهګرۍ د مخنیوي مرکز کې د پرتو بارودو اؤ وسلو د چاودیدو له امله شوې ده.
د سوات د پولیسو مرکز کې د شوې دغه چاودنې نه وروسته د خېبرپښتونخوا د پولیسو مشر اخترحیات خان ګنډاپور ویلي وؤ د پېښې د هر اړخېزه پلټنې به کولی شي چې څنګه په مال خانه موجود بارودي مواد اؤ وسلې چاودیدلې دي.
د خېبر د شاه کس د پولیسو په مرکز کې د رامنځته شوې دې تازه پېښې په اړوند لا پولیس چارواکو څه نه دي ویلي.