لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي او ای سي جې: د ښځو خلاف د طالبانو تګلارې دې د نړیوالو قوانینو په بنیاد وڅېړل شي


واشنګټن ــــ د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل او او د قانونپوهانو نړیوال کمیشن وایي، په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو پرله پسې بندیزونه او د هغوی غیرقانوني ځپل باید د انسانیت ضد او د جنسيتي ځورونې په ګډون د نړیوالو قوانینو په بنیاد وڅیړل شي.

ایمنیسټي او ای سي جې د جمعې په ورځ «د ښځو خلاف د طالبانو جګړه: جنسیتي ځورونه د انسانیت ضد جرم» تر سرلیک لاندې د څو میاشتو پلټنو په بنیاد ګډ څېړنیز رپوټ خپور کړی او وړاندیزونه یې کړي چې نړیواله ټولنه باید څنګه د طالبانو "ظالمانه نظام" ته د ودې ورکولو د معافیت مخه ونیسي:

"په بند کې د ساتلو، جبري بې درکۍ، اذیت او نور ناوړه چلند په ګډون د افغانو ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو سخت بندیزونه د جرمونو د نړیوال عدالت د روم د قانون د 7مې مادې د اول بند په بنیاد د انسانیت خلاف جرم برابر ګڼل کېدای شي".

ایمنیسټي انټرنېشل او د قانونپوهانو نړیوال کمیشن ویلي، دوی پر دې غور کوي چې د جرمنو د نړیوال عدالت استغاثه یا څارنوالان باید د افغانستان د حالاتو په اړه په خپلو روانو څېړنو کې د بشریت ضد او جنسیتي ځورونو ته هم ځای ورکړي.

دواړو ادارو په خپل رپوټ کې پر نورو هیوادونو هم ږغ کړی، چې د نړیوالو قوانینو په بنیاد دې د طالبانو د غړو د جرمونو او عدالت ته د هغوی د وړاندې کولو لپاره له نړیوال عدالتي دایره اختیار او نورو قانوني لارو کار واخلي. په رپوټ کې د قانونپوهانو د نړیوال کمیشن مشر سنتیاګو اې کېنټن ویلي:

"د طالبانو جنسیتي ځورونو کمپېن دومره په شدت، کشش او منظم دی چې په مجموعي ډول دغو اقداماتو او پالیسیو یو ځپونکی نظام جوړ کړی او هدف یې په ټول هیواد کې د ښځو محکومول او څنډې ته کول دي. زموږ رپوټ [د طالبانو] دا کارونه د بشریت ضد او جنسیتي ځورونې له پینځو معیارونو سره برابر دي ".

د ایمنیسټي انټرنېشنل مشرې اګنیس کالامارډ په رپوټ کې ویلي، طالبانو له واکمنېدو وروسته پر افغان مېرمنو او نجونو سخت بندیزونه لګولي، وایي دا نړیوال جرمونه دي چې دوی یې په منظمه، پراخه او د یو سیسټم له مخې تر سره کوي:

"په دې کې باید شک نه وي چې دا د ښځو خلاف جګړه ده، چې له عام ژوند ایستل شوې، د تعلیم مخه یې نیول شوې، له کار کولو منع دي، ازاد تګ راتګ نه شي‌ کولای او د دغو پالیسو او جبر خلاف د مزاحمت پر سر بندي کړل شوې، لادرکه شوې او اذیت ورکړل شوی دی".

د ایمنیسټي او ای سي جې په دې رپوټ کې د 2021م کال د اګست بیا د روان 2023م کال د جنورۍ تر منځ موده کې مسایلو ته ځای ورکړل شوی، چې وایي د ایمنیسټي د 2022م کال د رپوټ «ورو حرکت کوونکی مرګ»، د مدني ټولنې د تنظیمونو او ملګرو ملتونو په ګډون د باوري سرچینو له ثبوتونو پکې کار اخیستل شوی دی.

په دې رپوټ کې دا قانوني ارزونه هم شوې ده چې چې کومې افغانې ښځې او نجونې له افغانستانه د ځورونې له کبله تېښتې ته مجبوره کېږي هغوی باید نړیوالې ژغورنې ته د اړتیا په بنیاد د کډوالو په توګه وپیژندل شي.

دویمه درجه اوسېدونکي:

ایمنیسټي او ای سي‌ جې وایي‌ د 2021م کال په اګست کې طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې له سیاست او په ملکي ادارو کې له کار کولو لرې ساتلې دي، تر شپږم ټولګي پورته نجونه یې له تعلیمه منع کړې، په پوهنتونونو کې د ښځو د زدکړو مخه نیول شوې او د هغوی پر مسلکي کارونو تر لاسه کولو بندیزونه لګول شوي دي.

رپوټ وايي طالبانو د تېر کال د دسمبر پر 24م او د روان کال د اپرېل پر څلورمه ښځې په غیرسرکاري ادارو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم له کار کولو منع کړې دي چې وایي دا د جنسیت له پلوه د توپیري چلند یو بل ثبوت دی.

په رپوټ کې له محرم پرته د اوږده سفر په برخه کې پر ښځو د لګېدلي بندیز یادونه شوې او ویل شوي چې په یو فرمان کې دا شرط ایښودل شوی چې ښځې دې له ضروري کار پرته بهر نه ځي. رپوټ وايي، د حجاب اغوښتل په عامو ځایونو کې د ښځو د جامو د اغوستلو د انتخاب ازادي محدودوي.

ایمنیسټي او ای سي جې وايي، د طالبانو د توپیري‌ چلند په بنیاد تګلارې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه د یو شمېر نړیوالو قوانینو له مخې د بشري حقونو د هغو ضمانتونو خلاف دي چې افغانستان هم لاسلیک کړي دي.

په رپوټ کې سپارښتنه شوې چې په را روانه اکتوبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په 54مه غونډه کې باید د افغانستان لپاره ددې شورا د ګمارل شوي ځانګړي رپورټر صلاحیت بیرته نوی او پیاوړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG