لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه وزارت: پاکستان په کوم بلاک کې نه دی شامل، چین سره سټرېټيجک همکاري او امریکا سره زړه دوستي لري


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، دغه ګنګوسې ردوي چې پاکستان ګنې په يو يا بل نړیواله بلاک کې شامل شوی دی. د نړيوالو اړيکو د چارو کار پوهان وايي تر اوسه کوم نړيوال اعلانيه بلاک نه دی جوړ شوی خو د بلاکونو يا ډلو جوړېدو خبرې کيږي او که بلاکونه جوړیږي پاکستان ته به کومې يا بلې خوا ته تلل ډېر ګران وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهره بلوڅ د زیارت- پنجشنبې په ورځ خبري غونډه کې ويلي، "د پاکستان يوه مستقله پاليسي ده چې د بلاک په سياسيت يقين نه لري".

د اغلې نه پوښتنه شوې، دا رښتيا دي چې پاکستان د چين په بلاک کې شامل شوی دی؟ مېرمن بلوڅ یې په جواب کې ویلي:

"د چين سره د پاکستان هرموسمه سټرېټیجکي مرستندویه همکاري ده، د چين سره د پاکستان داسې رشته ده چې د وخت سره نوره پياوړې کيږي او دواړه هېوادونه ورته ژمن دي".

زهره بلوڅ ویلي، دغه ډول پاکستان د نړۍ د نورو ډېرو هېوادونو منځني ختيځ، اسيا، يورپ او افريقه هم سره هم ښې اړيکې لري.

"او په ځانګړي ډول د امریکا سره زړه دوستي او همکاري لري او امریکا د پاکستان د صادراتو/درامداتو تر ټولو غټ بازار دی".

د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ویلي، "د ا مریکا سره زمونږ اړیکې دومره پخوانۍ دي چې څومره پاکستان دی. د پاکستان او امریکې اړيکې څو اړخيزې دي، پاکستاني امریکايان پکې د پل په توګه کار کوي. پاکستان هيڅ لېوالتيا نه لري چې په یو يا بل بلاک کې شامل شي".

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو زده کړو د څانګې استاز پروفېسر عبدالشکور وايي، ښکاري چې په نړۍ کې دوه بلاکونه او ډلې جوړيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "بلاکونه داسې په اسانه نه شي جوړيږي دا د ملکونو په تګلارو او خارجه پاليسيانو جوړیږي بيا د ګټو په يو کېدو، او دا اسان کار هم نه وي خو که جوړيږي هم، د پاکستان غوندې ملک د امریکا سره یې تاريخي هر اړخيزه اړیکې پاتې شوي او تراوسه دي چې نه ښکاري کوم بل ملک به هغه ځای ونيسي".

هغه زياته کړه، "خو په دې کې هم شک نشته چې چين اوس په سيمه کې د هېوادونو ترمنځ کردار ولوبولو، هغه په خپل ځای. او که بيا هم د سيمې هېوادونه يوې خوا ته ځي نو تر ټولو زياته ګرانه به پاکستان ته وي چې دا فېصله وکړي چې کومې خوا ته لاړ شي".

نوموړي دا هم وويل، "اوس داسې هم ويل کيږي چې پاکستان کې دننه د تېرو دوه کالو راهسې دا رسه کشي روانه ده چې يو اړخ د چين او بل ته د امریکا ملاتړي دي، او بل دا کومې ګنګوسې چې کیږي نو خامخا به په څه سياسي وي".

پروفېسر عبدالشکور وايي، "دا تاريخي اړخ دی چې امريکا د پاکستان سره کومې مرستې کړي يا اړيکې یې ورسره ساتلي دي که تجارتي دي او که غېر تجارتي نو هغه ځای تراوسه پورې بل چا نه دی نيولی، خوبل نوی اړخ دا دی چې چين دلته ډېره غټه پانګونه کړې او هغې ته لاره هواروي".

نوموړي زیاته کړه، پاکستان ته به يو اړخ ته کېدل وي خو دا به د پاکستان دپاره ډېره ګرانه فېصله وي.

او د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د زده کړې پخوانی مشر ډاکټر اعجاز خټک وايي، د هغه په خیال د بلاک زمانه بدله شوې ده او د پاکستان د چين په بلاک کې شاملېدو خبره سمه نه ده ځکه که د چين په بلاک کې شامل شوی وی د امریکا سره به یې اړيکې پرېښودې نو هغه اړيکې په ځای دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي هم وويل، "پاکستان د دې جوګه نه دی چې یوې خوا ته به ځي او بل پرېږدي، فشارونه پرې سېوا دي د هر اړخ نه، خو اوس د سوړ جنګ په څېر حالات هم نه دي".

هغه زياته کړه، پاکستان تراوسه يوې خوا ته شوی نه دی او نه د دې جوګه دی چې يوې خوا ته شي.

ښاغلی عبدالشکور وايي، "داسې هم ویل کيږي د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ترمنځ خبرو کې امریکا هغه کردار نه ادا کوي د کوم چې تمه کیږي او بل لور ته هغو ملکونو چې په سخت وخت کې به یې د پاکستان سره لاس کولو هغه ملکونه هم نه دي تيار چې پاکستان له راشي نو پاکستان ته به يو سخت ګام اخستل وي".

څيړونکي وايي، پاکستان دا وخت نه يواځې په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی بلکې په کور دننه د سياسي کړکېچ سره هم مخ دی.

د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې سره د اوږدې مودې نه د پور د پروګرام خبرې روانې دي او د پاکستان حکومت بيا بيا دعوې کوي ډېر زر به دغه پروګرام بحال شي خو تراوسه دغه پروګرام نه دی بحال شوی.

د مارچ په مياشت کې د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د وياند نېډ پرايس نه په خبري غونډه کې د وايس اف امریکا لخوا پوښتنه شوې وه،

"په پاکستان کې ځينې کړۍ تور لګوي چې پاکستان د ايي اېم اېف د پور د پروګرام په لټه کې دی خو دغه کړۍ دریځ لري چې د امریکا او چين ترمنځ د تاو تريخوالي له امله دا خبره امکان لري امريکا د ايي اېم اېف سره په دغه لړ کې دوستانه اړيکې نه کاروي کومې چې کولی شي چې د پاکستان دپاره یې وکاروي".

په ځواب کې نېډ پرايس ويلي وو، "په دغه لړ کې به پاکستان له په خپله پرېکړې کول وي، مونږ پاکستان هڅوو چې د ايي اېم اېف سره کار وکړي په ځانګړي ډول په هغو اصلاحاتو کې، کوم چې د پاکستان کاروباري ماحول ښه کوي".

پاکستان کې په روانو حالاتو دوه ورځې وړاندې امريکا ويلي، "د پاکستان حالات ډېر د نزدې نه څارو. مونږ [امریکا] په پاکستان کې دننه د يو سياسي امېدوار يا بل چا ملاتړ نه کوو. مونږ په ګرده نړۍ کې جمهوري اصولو، د اظهار رای ازادۍ او د قانون سرلوړۍ ته د احترام خبره کوو او په پاکستان هم غږ کوو چې دغو اصولو ته درناوی ولري".

او د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان په سفر کې د چين د بهرنيو چارو وزیر ویلي وو، چين تمه لري چې پاکستان کې به سياسي ګوندونو يو ځای کښېني کورني او بهرني چېلنجونه به قابو کړي او اقتصاد ته به توجه ورکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG