لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قيديانو تبادله: ايرانی سفارتکار او د بېلجيم امدادي کارکونکی ازاد کړل شوي


د بېلجیم د مرستندویه کارکونکي الیور له نیول کېدو وروسته په بېلجیم کې د هغه په پلوي له لاریون څخه اخېستل شوی انځور، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۲۲ مه.
د بېلجیم د مرستندویه کارکونکي الیور له نیول کېدو وروسته په بېلجیم کې د هغه په پلوي له لاریون څخه اخېستل شوی انځور، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۲۲ مه.

واشنګټن- د عمان حکومت په منځګړتيا د قيديانو په تبادله کې ايرانی سفير اسدالله اسدي چې په بېلجيم کې قيد و او بېلجيمی امدادي کارمند اوليوير وانډيکاسټيلي چې په ايران کې نيول شوی و د جمعې په ورځ خوشي کړل شول.

دواړه هېوادونو د عمان منځګړتيا تايد کړې. اسدي چې د دريمې درجې سفارتکار و د اسټريا په ويانا ښار کې د ايران په سفارت کې دنده درلوده او په جرمني کې د جاسوسۍ په تور نيولی شوی و. په اسدي تور و هغه په پيرس کې د ايران د حزب اختلاف ګوند مجاهدين خلق په لاريون کې د بمي چاودنې پلان جوړ کړی و.

په اينټورپ کې د جرمونو اورېدونکي عدالت د اسدي او د هغه د درېو ملګرو مقدمه اورېدلې وه او شل کاله د قيد سزا يې ورته ورکړې وه. ياد عدالت د اسدي سفارتي تحفظ نه و منلی.
امدادي کارکونکی وانډيکاسټيلي په کال 2022 کې په ايران کې د يو شمېر جرمونو په تور چې جاسوسي هم پکې وه کې نيولی شوی و او څلوېښت کاله قيد او 74 دورې سزا ورته اورول شوې وه.

د بېلجيم او ايران حکومتونو د وانډيکاسټيلي او اسدي خلاف لګېدلي تورونه رد کړي وو او دا يې دروغ بللي وو.
د عمان د خارجه چارو وزارت ويلي دواړه تورن تنان د برسلز او تهران نه مسقط ته رسول شوي او زر به خپلو ملکونو ته ولېږل شي.

د بېلجيم وزير اعظم اليکسزينډر ډي کرو په يو پيغام کې ويلي “زه چې دا اوس تاسو ته مخاطب يم نو اولېوير وانډيکاسټيلي په لاره دی او که هر څه د پلان مطابق وشول نو هغه به نن ماښام زمونږ په منځ کې وي. اخر چې ازاد شو”.

وزير اعظم وويل تېره شپه اولېوير عمان ته ورسول شو چرته چې بيلجيمي پوځيانو او سفارتکارانو د هغه سره وليدل او بيا په سحر کې يې پوره طبعي معاينه وشوه چې هېواد ته په راستنېدو په صحت روغ وي.

ايراني وزير خارجه امير عبدالحيان په خپل ټوېټر ليکلي “زمونږ د هېواد بې ګناه سفارتکار چې په غير قانوني توګه د نړيوال قانون خلاف نيول شوی و به ايران ته ډېر زر راورسي”.

د امريکا وزارت خارجه د وانډيکاسټيلي د ازادېدو هرکلی کړی او د وزارت وياند وي او ای ته ويلي “مونږ خوشاله يو چې بېلجيمي وګړی د ايران نه ازاد کړل شو او خپلو خپلوانو ته بيرته ستنيږي”.

وياند وويل د ايران فيصله چې وانډيکاسټيلي ته يې څلوېښت کاله قيد او څلور اويا دورې سزا د جاسوسۍ په تور ورکړې وه د دغه رجيم د خارج خلکو ته ناوړې او ناجايزه چلن او دا سزاګانې يې د سياسي ګټو د پاره دي.

په ايران کې د قيد امريکايانو په اړه وياند وويل “مونږ ژمن يو چې په بهر هېوادونو کې په غلطه طريقه د ټولو نيول شوو امريکايانو ازادي حاصله کړو او بغير د څه دمې لګيا يو دوی خپل کور ته راولو چې پکې سيامک نمازي، عماد شرګي او مراد تحباز شامل دي”.

امريکا او يورپي هېوادونه په ايران تور لګوي چې د بهرنۍ نړۍ وګړي او لا چې دوه شهريتونه لري په ايران کې د دې د پاره نيول کيږي چې په بهر ملکونو د ګېر ايرانيانو د ازادولو تبادله پرې وکړي.
ايران په کال 2015 کې پينځه ايراني امريکايان د امريکا سره تبادله کړي وو. ځينې معلومات د رايټرز خبري اژانس نه اخستل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG