لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي شخړې راکمې شوي


وي او اې - په افغانستان باندې واکمنو طالبانو او د ګاونډي هېواد ایران چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د دغو دوو ملکونو د سرحدي امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې راکمې شوي او دواړه اړخونه د تناوونو د له منځه وړلو دپاره پخپلو کې خبرې کوي.

د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د خالي/شنبې په ورځ د افغانستان نیمروز ولایت په سرحد کې وسله واله نښته وشوه چې د دواړو ملکونو په وینا، په کې دوه ایراني عسکر او یو طالب سرحدي محافظ ووژل شول.

په دې وسله واله شخړه کې د سرحد دواړه غاړو ته سختې ګوله بارۍ وشوې. د ایران حکومت او طالبانو دواړو د دې شخړې د پیل ذمه واري پر یو بل اچولې ده. د دوو اړخونو ترمنځ په داسې حال کې وسله واله شخړه شوې چې د هلمند سیند د اوبو په سر د ایران او افغانستان ترمنځ تعلقات په دې وروستو کې د تناو ښکار شوي دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د ایران سرکاري خبري ادارې اېرنا د یو جګپوړي چارواکي له قوله وویل چې د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د سوسولي سرحدي پوستې ته نږدې وسله واله شخړه شوې وه مګر هلته کې اوس "حالات قابو دي".

د سیستان بلوچستان صوبې نایب ګورنر علي رضا مرحمتي ویلي دي چې: "د ایران او افغانستان ځایي چارواکو د دې شخړو د وجوهاتو په اړه خبرې اترې کړي او په دې یې اتفاق کړی چې خبرې به جاري ساتي."

د طالبانو د داخله وزارت یو ترجمان په یو بیان کې ویلي چې د دوی انتظامیه "نه غواړي چې د ګاونډیو سره شخړه وکړي". هغه ټینګار وکړ چې نښته اول کې ایرانیانو پیل کړې وه او د دوی ځواکونه یې اړ اېستل چې انتقامي کاروایي وکړي.

د کابل او تهران ترمنځ په دې وروستیو کې تناوونه سېوا شوي، ځکه ایران دعوې کوي چې طالبان د هلمند سیند اوبه په ایران باندې بندې کړي او ګني د هغه تړون خلاف ورزي کوي چې په کال ۱۹۷۳ کې د دواړو ملکونو ترمنځ دستخط شوی و.

د ایران صدر ابراهېم رئیسي چې په دې وروستیو کې سیستان بلوچستان صوبې ته تللی و، هلته یې ویلي و چې طالبانو ته په کار ده د لاسلیک شوي تړون درناوی دې وکړي. په هغه تړون کې د افغانستان څخه ایران ته د بهېدونکو اوبو د تقسیم اصول بیان شوي دي. د ایران صدر طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د تړون خلاف ورزي دې نه کوي او ژمنه یې وکړه چې د ایران د اوبو د حق دفاع به کوي.

بل اړخ ته د طالبانو د دفاع وزارت وویل چې د دوی په باور، خبرې او مداکرات د هرې مسئلې د حل دپاره غوره لاره ده او بل دا چې "جګړه، بهانې او منفي اقدامات" د هیچا په ګټه نه تمامیږي.

ملگري ملتونه وایي چې افغانستان او ایران د ډېرې مودې راهېسي د خشکسالۍ ښکار پاته شوي او په تېرو لسو کلونو کې د خشکسالیو حالات بدتره شوي دي.

تېره هفته د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي د ایران د مشرتابه بیان ته چې طالبان یې ګواښلي و، وویل چې کابل د اوبو تړون ته ژمن دی، مګر په خطه کې خشکسالي راغلې او اوبه نشته چې ایران ته ولاړې شي. هغه زیاته کړه چې د غږ اوچتولو په ځای، بهتره ده چې مخامخ خبرې وشي.

څېړونکي خبرداری ورکوي چې د یو بل جنګ پیل به افغانستان او ټولې خطې دپاره نور د زغملو نه وي.

یو پخوانی افغان چارواکی، طارق فرهادي وایي چې طالبان به د ایران سره مقابلې نه ځان بچ وساتي، ځکه افغانستان د څلوېښت کاله جنګ وروستو اوس په کمزوره حالت کې دی او په میلینونه افغان کډوال په ایران کې اوسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG