واشنګټن - وړاندې له دې چې امریکا د خپلو قرضو په ادائیګي کې پاته راشي، د امریکې ډیموکرېټ صدر جو بایډن په کانګرس کې د اپوزېشن (رېپبلېکن) ګوند له مشر کېوېن مېکارټي سره په یو عارضې معاهدې اتفاق کړی چې د لاندې یې وفاقي حکومت دپاره د قرض اخېستو حد درې سوه و څوارلس (۳۱۴) کرب ډالر اضافه کېدلی شي.
د اوږدو مذاکراتو وروستو، په دې معاهدې سره هغه تعطل په ختمېدو شو کوم چې د څو میاشتو راهېسي راپیدا شوی و او دا ېره یې پیدا کړې وه چې هسې نه امریکا د خپلو قرضو په ادائیګي کې د لومړي ځل دپاره پاته راشي.
صدر بایډن او د اېوان نمایندګان سپیکر، کېوېن مېکارټي پرون د خالي/شنبې په ماښام په دې معاهدې باندې، نېوي (۹۰) مېنټه د ټلیفون د لارې په دې معاهدې باندې خبرې وکړې.
مېکارټي په کانګرس اېوان کې خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل چې دا معاهده "د امریکا د خلکو لایق" ده.
د دې معاهدې ترمخه، د امریکا حکومت ته د قرض اخېستو حد د دوه کلونو دپاره لوړ کړی شوی، خو په همدې موده کې د حکومت اخراجات یې هم محدوده کړي دي.
د سپیکر مېکارټي په وینا، دا معاهده به نن د اتوار/یکشنبې ورځې پورې په مکمله توګه تحریري بڼه کې آماده کړی شي او بیا به د کانګرس سپیکر بیا هم د صدر بایډن سره خبرې وکړي او د شورو/چهارشنبې په ورځ به په کانګرس کې ووټ ته وړاندې کړی شي.
په دې معاهدې باندې د اتفاق کېدو نه وړاندې، د امریکې د خزانې وزیرې جېنټ يېلن وویل چې که د حکومت د قرض حد لوړ نه کړی شي، نو حکومت به د خپلو مالي ذمه واریو په ځای کولو دپاره فنډز ونلري. مېرمن یېلن دا هم وویل چې حکومت صرف هغه وخت نوې قرضه اخېستی شي چې اېوان نمایندګان او سېنېټ دواړه د قرض د حد لوړولو په حق کې رایه ورکړي او بیا دا قرارداد د صدر لخوا هم دستخط کړی شي.
هغې دا هم وویل چې امریکا د جون میاشتې تر نهمې نېټې د خپلو مالي ذمه واریو دپاره فنډونه لري، خو که د قرض حد تر هغه وخته منظور نشي، نو امریکا پخپلو ذمه واریو کې پاته راتللی شي.