لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوراحمد لکڼوال، د افغانستان د کرکټ نوی ځلېدونکی ستوری او د گجرات ټایټانز «کوهِ نور»


India IPL Cricket
India IPL Cricket

واشنګټن - افغانستان په ډېره کمه موده کې نړۍ ته د کرکټ تکړه لوبغاړي ورپېژندلي او په دې لوبو کې یې د کرکټ د ګڼ شمېر مینه والو حیرانتیا راپارولې ده.

راشد خان هغه نوم دی چې دا وخت کې د نړۍ هرې برخې کې د کرکټ مینه وال ورسره آشنا دي. خو د هغه ترڅنګ، افغانانو کې ورځ تر بلې داسې کرکټ لوبغاړي راپیدا کیږي چې په لږ وخت کې نړېوالو لوبو ته راوځي او ځانګړی شهرت او مقبولیت تر لاسه کوي.

نن سبا نوراحمد لکڼوال همداسې یو ستوری دی چې د وروستي آی پي اېل لوبو په لړ کې، په هندوستان کې ځینو مینه والو ورته د کوه نور لقب ورکړ. کوه نور هغه د الماس/هيرې مشهوره لویه ټوټه ده چې تاریخ یې په هند او افغانستان پورې هم تړلی دی.

نور احمد څوک دی؟

نور احمد لکڼوال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې (نشنل ټیم) یو ځوان لوبغاړی دی چې د څېړونکو په وینا، تازه په ځلېدو دی او د پرمختګ اوږده لاره یې پر مخ پرانېستې ده.

نوراحمد دا وخت اتلس کاله عمر لري او د افغانستان د خوست ښار ته څېرمه د لکڼو په سیمه کې لوی شوی دی. د هغه یو کلیوال او د کورنۍ ملګری میرولي لکڼوال وي او اې ډيوه ته وویل چې نوراحمد د ماشومتوبه د کرکټ سره مینه درلوده او د خپلو همزولو سره به یې په ابتدائي وسایلو سره د کلي په خوړونو کې دا لوبه کوله.

نور احمد اول ځل په خوست کې کرکټ ته مخه کړله
نور احمد اول ځل په خوست کې کرکټ ته مخه کړله

ښاغلی میرولي لکڼوال وایي: "د نوراحمد کورنۍ دا طمعه درلوده چې هغه به خپل سبقونه وایي او آینده کې به ډاکټر یا انجنیر شي، خو نوراحمد دا ثابته کړه چې په کرکټ کې ډېره ښه وړتیا لري او په دې لوبو کې به په خپلې تېزې ترقۍ سره په نړېواله کچه د خپلو خلکو او وطن نوم روښانه کړي. په دې لاره کې یې مشر ورور محمد نور ډېر د هغه ډېر ملاتړ وکړ".

د میر ولي لکڼوال په وینا، نوراحمد "نرم مزاجه، خاکساره او مجلسي" سړی دی چي د شهرت او مقبولیت په تعلق سره جوش او غرور په کې نه لیدل کیږي.

نور احمد وایي د هغه رول ماډل، راشد خان دی او د هغه نه یې ډېر څه زده کړي دي. د ګجرات ټایټانز لوبډلې، چې نور احمد په کې لوبه کوله، تېره هفته یوه دلچسپه ویډیو خپره کړله چې په کې راشد خان د نوراحمد نه امضا اخلي او ورسره سیلفي وباسي.

په کرکټ کې پرمختګ

په کال ۲۰۱۸ کې چې په کابل کې د تنکیو لوبغاړو د انتخاب آزادې سیالۍ وشوې، نو د شاوخوا یو سل او پنځه ویشت (۱۲۵) تنکیو ځوانانو په منځ کې نور احمد وکړی شول په آخري پنځلسو منتخبو کسانو کې راشي. د لوبغاړو د انتخابولو د لړۍ مشر او پخوانی بېټسمن رئیس احمدزی وایي چې د ارزونې په وخت کې یې د نور احمد لکڼوال ځانګړې وړتیا ته پام شو او د هغه اعتماد او د بالېنګ طریقې ورباندې اثر وکړ.

نور احمد لکڼوال چې کله څوارلس کلن و، یعنې په ۲۰۱۹ کال کې یې کوشش وکړ چې د هند د کرکېټ لیګ یا آی پي اېل ته شامل شي، خو په اوله کې بخت ورسره یاري ونکړه. بیا د تنکیو لوبغاړو د اېشیا کپ په پنځوس آوریزه لوبو کې ښه وځلېد.

په کال ۲۰۱۹، ډسمبر کې یې نوم د افغانستان په هغې لوبډلې کې شامل کړی شو چې د ۲۰۲۰ کال د نولس کاله کم عمره لوبغاړو په ورلډ کپ کې یې سیالي کوله او د ۲۰۲۱ کال په جولای کې یې نوم د افغانستان په هغه سکواډ کې راغی چې د پاکستان په وړاندې یې لوبه کوله.

په ۲۰۲۱ کال کې چې هغه شپاړس کلن و، د اسټرېلیا په بېګ بش لیګ کې یې د مېلبورن رېنېګېډز ټیم دپاره خپله اوله لوبه وکړه چې په کېريئر کې یې د مشهورو لوبغاړو سره لومړۍ ستره لوبه ګڼل کېدله. په هغې لوبې کې یې د پرټ ټیم د یو لوبغاړي، لیام لېوېنګسټون وېکېټه هم واخېستله.

د هغه نه یو کال پس، په ۲۰۲۲ کال کې نور احمد یو ځل بیا خپل بخت د آی پي اېل په بولۍ کې وآزمایه او دا ځل د ګجرات ټایټانز لوبډلې هغه په دېرش لاکه هندي روپیو واخېست. د افغانستان مشهوره او پیاوړی بالر، راشد خان هم په آی پي اېل کې دا ځل د ګجرات ټایټانز لوبډلې دپاره لوبېدلی دی.

نور احمد د ګجرات ټایټانز دپاره په آی پی اېل کې اول ځل سږ کال (۲۰۲۳) د اپرېل په میاشت کې ولوبېد. هغه مېچ یې د راجستهان رویلز په وړاندې و چې په کې یې د سنجو سامسون وېکېټه واخېستله او دا یې په هند کې د مقبولیت پېلامه وه. نور احمد د دې آی پي اېل په دیارلسو لوبو کې ولوبېد او په دې لړ کې یې شپاړس (۱۶) وېکېټې واخېستلې.

راشد خان او نوراحمد د آی پي اېل لوبو پر مهال اکثره پخپل منځ کې پښتو خبرې کولې
راشد خان او نوراحمد د آی پي اېل لوبو پر مهال اکثره پخپل منځ کې پښتو خبرې کولې

د چاینامېن بالنګ ځانګړې وړتیا

د کرکټ د چارو څېړونکی مشتاق رحیم وایي، د نور احمد قابلیتونو ته په کتلو سره دا ویل کیدی شي چې هغه به د راشد خان او حمید حسن ترڅنګ، په آینده کې د افغانستان د کرکټ یو ډېر پیاوړی او نړېوال لوبغاړی جوړ شي.

ښاغلي رحیم د نور احمد د قابلیتونو په باب، د وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل: "نوراحمد لکڼوال، چاینامېن بالنګ کوي چې دا زما په آند، د کرکټ په فنونو کې تر ټولو مشکله برخه ده چې ډېر زیات مشق او تجربې ته اړتیا لري. د نوراحمد غټ کمال دا دی چې په ډېر کم عمر کې یې ځان د تکنیکي لحاظه دې فن کې ځان رسولی دی او وړتیا یې ورځ تر بلې زیاتیږي."

د کرکټ د چارو کارپوه مشتاق رحیم
د کرکټ د چارو کارپوه مشتاق رحیم

مشتاق رحیم وايي چې تکنیکي وړتیاوو ترڅنګ، په نوراحمد کې ذهني پیاوړتیا هم لیدلی کيږي او هغه په بېګ بش او بیا آی پي اېل لوبو کې دا وښوده چې د کرکټ د لویو او مشهورو لوبغاړو په وړاندې، په ډېرو سختو شرایطو کې هم خپله حوصله نه بایلي او د لوبې د فشار سره ډېره ښه مقابله کوي.

نور احمد وایي، د هغه ارمان دا و چې د راشد خان غوندې بالېنګ وکړي. د آی پي اېل په لوبو کې هغه د راشد خان سره په یو ټیم کې شامل شو او دا موقع په لاس ورغله چې د راشد خان نه ډېر څه زده کړي. نور احمد د کرېک انفو وېب سایټ سره په مرکه کې ویلي: "ما د راشد خان څخه ډېر څه زده کړي دي، هم د لوبې په میدان او هم د لوبې د میدانه بهر، د ژوند په اړه."

راشد خان وایي چې د نور احمد کامیابیو ته خوشحاله دی.

د بي بي سي یو خبریال، ډېوېنډر کمار چې د کرکټ د چارو شنونکی هم دی، د هندوستان په پرېمیئر لیګ (آی پي اېل) کې یې د افغان لوبغاړو کردار ډېر ستایلی او پخپل ټوېټر یې لیکلي دي: "افغان کرکټ لوبغاړي په دې ټول سیزن کې زبردسته راښکاره شول. د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلک د افغانستان د کرکټ جادو ته حېرانه پاته شول. هغوی هغسې لوبه وکړه لکه څنګه چې باید لوبه وشي، په ډېرې مزې او پوره ژمنې سره، کوم چې ډېر خوند کوي."

د هندوستان په پرېميئر لیګ یا آی پي اېل کې سږکال د افغانو لوبغاړو له ډلې څخه راشد خان، نور احمد، رحمان الله ګوربز، نوین الحق او فضل الحق فاروقي مختلفو لوبډو ته لوبې وکړې.

د آی پي اېل د ختمېدو وروسته، نوراحمد شري لنکا ته روان شوی او هلته به د افغانستان او سري لنکا ترمنځ په او ډي آی لوبو کې برخه واخلي. دا لوبې د جون په دوېمه، څلورمه، او اوومه نېټه ترسره کېدونکې دي.


یادونه: د دې رپوټ په لیکلو کې ځیني معلومات د کرېک انفو وېب سایټ نه هم اخېستل شوي دي

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG