لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت 15 ورځو لپاره د تېلو نرخونه وغورځول


دپاکستان حکومت د راتلونکو 15 ورځو لپاره دتېلو نرخونه غورځولي چې له دې وروسته پاکستان کې د یو لیټر پټرولو بیه 262 روپو ته راکوزه شوې ده.

دچهارشنبې په شپه دخزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار دتېلو نرخونو کې دکمي اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي چې نه خو په نړیواله کچه دتېلو نرخونه راپریوتې اؤ نه هم د پاکستاني روپۍ ارزښت کې اضافه شوې ده خو حکومت دتېلو په نرخونو کمولو ولس ته د رعایت ورکولو یوه هڅه کړې ده.

دخزانې وزیر ویلي د پټرولو د یو لیټر نرخ 8 روپۍ غورځول شوی اؤ اوس به یې نوی نرخ 262 روپۍ وي.

هغه ویلي،د ډیزلو په یو لیټر کې په 16م مئ د30 روپۍ کمی شوی اؤ اوس پکې پینځه روپۍ نور کمی وشو چې دې سره اوس دیو لیټر ډیزلو بیه 253 روپو ته راکوزه شوې ده.

هم دا شان د لایټ ډيزلو په نرخ کې هم دیو لیټر پسر پینځه روپۍ کمی اعلان شوی اؤ نوې بیه یې 164 روپۍ اؤ اووه پیسې ټاکل شوې ده خو دخاورو دتېلو نرخ بیا پخپل ځای ساتل شوی دی اؤ یو لیټر به لکه دمخکې په څېر په 164 روپۍ خرڅېږي.

تر دې وړاندې دمئ په شپاړمه هم دخزانې وزیر دپټرولو په نرخ کې دیو لیټر پسر د12 روپو دکمي اعلان کړی ؤ.

دپاکستان دمملکت دپټرولیم وزیر مصدق ملګ تېره اوونۍ یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ د روسیې نه یو لک ټنه خام تېل پاکستان ته راروان شوي دي چې څو ورځو کې به پاکستان ته راورسیږي.

په 24مئ دپاکستان دمنصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال وي او ای ته ویلي وؤ چې د روسیې نه کله په زیات مقدار کې تېل پاکستان ته راورسیږي نو دتېلو بیعې به هم ورسره یو څه راټیټې شي

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG