لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍد میاشت لېدنې قانوني مسوده منظور کړه، شخصي کمیټې به د میاشتې لیدلو اجازه نه لري


Parliament of pakistan
Parliament of pakistan

د پاکستان قامي اسمبلۍ د رویت هلال یا میاشت لیدنې په اړه یوه قامي مسوده منظور کړې چې له مخې یې د میاشت لېدنې د شخصي کمیټیو لخوا د میاشتې په لیدلو بندیز لګول شوی دی.

دا قانوني مسوده د زیارت - پنجشنبې په ورځ د قانون اؤ انصاف د مملکت وزیر شهادت اعوان پارلیمان ته وړاندې کړې چې پارلیمان یې منظوري ورکړې ده.

د رویت هلال 2022م په نوم دې قانوني مسوده کې د میاشت لیدنې په اړه د دروغو ګواهي ورکوونکو لپاره د دریوؤ کالو د قید اؤ 50 روپو جرمانې سزا ټاکل شوې ده .

د قانوني مسودې له مخې ترڅو چې د میاشت لیدنې کمیټې په رسمي ډول د میاشتې د لیدلو اعلان نه وي کړی اؤ کوم ټي وي یا راډیو د میاشتې د لېدلو خبر خپور کړو نو په هغه چینل به 10 لکه روپۍ جرمانه لګولی شي اؤ یا به یې پیمرا لائسنس معطل کوي.

قانوني مسوده کې ویل شوي غیرسرکاري رویت هلال کمیټۍ به دمیاشتې د لیدلو اجازه نه لري.

د مسودې له مخې د میاشتې لېدلو لپاره به د مرکزي، صوبایي اؤ ضلعي کمیټیو نه علاوه په هیڅ نوم، هیڅ یوه کمیټي یا اداره د ملک په هیڅ یوه برخه کې د میاشتې د لیدلو صلاحیت نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې لوی اختر ته ورځې رانزدې دي اؤ عموماً پاکستان کې د روژې اؤ اخترونو د میاشتو د لیدنې پر سر د دولتي رویت هلال کمیټې اؤ شخصي کمیټیو ترمنځ داختلافاتو له امله اختر اؤ روژه په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي.

په پېښور کې د قاسم علي خان جومات غیر دولتي کمیټه د یوې اوږدې زمانې راهسې د روژې اؤ اختر دمیاشتو دلیدو لپاره پخپل سر غونډې کوي اؤ چې د میاشتې شهادتونه ورته ترلاسه شي نو بیا که د هغې په بنیاد د روژې اؤ اختر اعلان کوي چې د صوبې زیاتره برخو کې خلک د دغه جومات په اعلان روژه اؤ اختر کوي.

وي او ای ډیوه د پاکستان دقامي اسمبلۍ نه د منظورې شوې مسودې په اړه د نظر اخستو لپاره د پېښور د قاسم علي خان جومات د مشر مفتي شهاب الدین پوپلزئ سره د ټيلي فون دلارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو د هغه ټيلي فون هیڅ ځواب ونه ویلو.

له قامي اسمبلۍد دې قانوني مسودې ترمنظوریدو وروسته به اوس دا د منظورۍ لپاره سینیټ ته وړاندې کیږي اؤ چې هرکله یې سینیټ هم منظوره کړي نو بیا به د لاسلیک لپاره د هیواد صدر ته لیږل کیږي چې له هغې وروسته به دا مسوده یو قانون جوړ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG