لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د بشري حقونو فعال اؤ قانون پوهه جبران ناصر  چې په کراچۍ کې تښتول شوی و کور  ته ستن شوی


د جبران ناصر مېرمنې منشا پاشا ویلي په ډبل کین ویګو ګاډي کې نزدې 15 کسان په جبران ناصر پسې راغلي وؤ اؤ جبران ناصر یې دځان سره بوتلی دی
د جبران ناصر مېرمنې منشا پاشا ویلي په ډبل کین ویګو ګاډي کې نزدې 15 کسان په جبران ناصر پسې راغلي وؤ اؤ جبران ناصر یې دځان سره بوتلی دی

په پاکستان کې د بشري حقونو وتلی فعال اؤ قانون پوهه جبران ناصر چې یوه ورځ مخکې په کراچۍ کې ګڼ شمېر کسانو تښتولی و د جمعې په شپه کور ته ستن شوی دی.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، پولیس ویلي یوه ډله بې د ناصر سره د هغه د تښتول کېدو په اړه ملاقات کوي.

د جبران ناصر مېرمن منشا په سوشل میډیا یو بیان کې ویلي د زیارت، پنجشنبې، په شپه موټر کې کور ته روان وو چې په دوو ویګو ګاډو کې قریباً 15 کسان په جبران ناصر پسې راغلي وؤ چې تمانچې ورسره په لاسونو کې وې "هغوی زمونږ د ګاډي مخه ونیوله اؤ جبران ناصر یې دځان سره بوتلو".

د بشري حقونو تنظیمونو، سیاسي اؤ مدني فعالانو اؤ مشرانو د جبران ناصر د تښتول کیدو په اطلاعاتو ژورې اندېښنې ښودلي اؤ دهغه د سمدستي خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د بشري حقونو فعال اؤ قانون پوهه جبران ناصر زیاتره وخت پخپلو ویناګانو اؤ ټولنیزو رسنیو کې پاکستان د پوځ اؤ استخباراتي شبکو په تګلارو کلکې نیوکي کوي اؤ هم په جبر د لادرکه کسانو لپاره وخت په وخت غږ پورته کوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن پخپل یو بیان کې د جبران ناصر د تښتول کیدو په اطلاع سخته اندېښنه وښودله.

د بشري حقونو کمیشن پخپل بیان کې غوښتنه کړې ده چې د جبران ناصر تښتوونکي دې د قانون له مخې محاکمه شي.

په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر سیاسي مشرانو ، د بشري حقونو فعالانو اؤ دمدني ټولنې غړو دجبران ناصر د تښتول وغندل.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مهم مشر شهباز ګل په ټویټر لیکلي جبران ناصر مدام دقانون اؤ انصاف خبره کړې ده ،دهغه کورنۍ دا وخت سخته په درد اؤ تکلیف کې ده، د ریاست ذمه واري ده چې هغه خوندي وساتي .

شهباز ګل دهغه دتښتول کیدو عمل په کلکه غندنه کړې ده اؤ غوښتنه یې کړې ده چې جبران ناصر باید په سمدستي توګه خوشې کړل شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جبران ناصر دتښتونې تور په ریاستي ادارو پورې کړو او ویې وېل په ناقانونه توګه دجبران ناصر پورته کول اؤ لاپته کول دافسوس وړ دي.

په ټویټر ښاغلي پښتین تور لګولی چې په شمالي وزیرستان کې هم دپي‌ ټي‌ ایم مشران پوځ پورته کړي دي. په تېرو وختونو کې پوځي مامورینو د خکلو په بې درکه کېدو کې د ککړتیا خبره رد کړې ده.

پشتین لیکلي دسیاسي اؤ ټولنیزو فعالانو تښتول، په هغوئ تشدد کول اؤ ویرول اوس پاکستان کې ورځنی معمول جوړ شوی دی.

د سند د وزیراعلا مشیر مرتضا وهاب د جبران ناصر د بازیابۍ او کور ته د ستنېدو هرکلی کړی دی. هغه وویل پولیس چارواکو به د ناصر سره خبرې کوي او د هغه د تښتول کېدو په اړه به ترې تفصیل اخلي.

وهاب د وي او ای اردو څانګې سره خبرې کولې او ویې وېل چې دا لا نه شي وېلی چې جبران ناصر څنګه بازیاب شو. صوبايي مشیر په دې اړه هم څه و نه وېل چې جبران ناصر چا تښتولی و.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دپوځ په تګلارو د تنقید کوونکو خبریالانو،سیاسي اؤ مدني فعالانو د تښتولو اؤ ځورولو لړۍ چټک شوې اؤ یو شمیر خبریالان اؤ مدني فعالان دنامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوي هم دي.

دپاکستان یو خبریال ارشد شریف چې دتحریک انصاف ګوند په پلوۍ یې دپوځ په تګلارو نیوکې کولې تېر کال داکتوبر په 24مه په کېنیا کې دپولیسو لخوا په شکمن ډول وژل شوی ؤ .

همدا شان تېره میاشت دپاکستان یو بل خبریال عمران ریاض دپولیسو لخوا نیول شوی ؤ اؤ کله چې له زندان نه خوشې کړی شو نو نامعلومو وسله والو وتښتولو چې تر ننه لادرکه دی.

دسمیع ابراهیم په نوم یو بل خبریال هم تېره میاشت له کوره پورته کړل شوی ؤ خو بیا وروسته یې کورنۍ وویل چې هغه خپل کور ته رارسیدلی خو دا یې ونه ویل چې سیمع ابراهیم چا اؤ ولې تښتولی ؤ؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG