لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د سټیټ بینک د بهرنیو اسعارو ذخېرې یوازې 4 اربه اؤ 9 کروړه ډالر پاتې شوي دي


د پاکستان دولتي بینک وایي د بهرنیو اسعارو ذخیرې یې نورې هم کمې شوي اؤ 4 اربو اؤ 9 کروړو ډالرو ته راکوزې شوې دي.

پخپل تازه رپورټ کې سټیټ بینک ویلي په 26م مئ پای ته رسېدلې کاروباري اوونۍ کې د بهرنیو اسعارو ذخیرو کې د21.81 کروړو ډالرو کمی راغلی دی.

د بینک له مخې د ملکي زرمبادلې مجموعي ذخیرې تر26م مئ پورې 9 اربه اؤ 51 کروړه پاتې شوې دي.

رپورټ وایي د سټیټ بینک ذخیرې 10.23 کروړه ډالر راکمي شوي اؤ‌ 4 اربه اؤ 9 کروړه ډالر پاتې شوي دي.

همدا شان د کمرشل بینکونو ذخیرو کې هم د 11.58 کروړه ډالرو د کمي خبر ورکړل شوی اؤ ویل شوي چې اوس د کمرشل بینکونو سره 5.42 اربه ډالر په لاس کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعات وایي د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته د پور د پاتې پیسو ورکولو امکان په ختمېدو دی.

په 30م جون د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته دپور د6.5 بلینه ډالرو ورکولو موده په داسې حال کې سرته رسي چې لا هم په دغو پیسو کې پاکستان ته 1.3 اربه ډالر د آی اېم اېف لخوا نه دي ورکړل شوي.

مطبوعات وایي په راتلونکي مالي کال کې پاکستان ته د25 اربو ډالر ستنول ورپه غاړه دي اؤ که چرې آی اېم اېف ورله پور ورنه کړي نو پاکستان به په اقتصادي توګه دیوالیه شي.

خو د خزانې وزیر اسحاق ډار تېره ورځ اسلام اباد کې د صنعت کارانو یوې ډلې سره خبرو کې ویلي چې نه خو به پاکستان دیوالیه کیږي اؤ نه به په کې د سریلنکا په څېر حالات رامنځته کیږي.

اسحاق ډار ویلي "مونږ ټول به په ګډه هیواد د معاشي ستونزو نه وباسو اؤ د دایمي پرمختیا لیکې ته به یې سموؤ".

هغه ویل دا مهال چې هیواد د کوم مشکل وخت نه تېریږي حکومت به د ټولو شراکت دارو سره په ګډه په دې ستونزو قابو مومي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG