لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې د اورګاډي د اوښتو په پېښه کې نېږدې ۳۰۰ کسان مړه او ۹۰۰ نور ژوبل شوي


واشنګټن – ټاکل شوې ده چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به نن د خالي یا شنبې په ورځ هغه ځای ته ولاړ شي په کوم چې یو اورګاډی له خپلې لیکې وتلی نېږدې ۳۰۰ کسان پکې مړه شوي او ۹۰۰ نور پکې ژوبل شوي دي.‌

مودي‌ همدارنګه له هغه روغتون څخه هم لیدنه کوي کوم ته چې له پېښې څخه ټپیان رسول شوي دي.

د ټایمز اف انډیا په راپور کې راغلي، چې له پېښې مخکې یو اورګاډی په غلطه پټلۍ برابر شوی.

هند قربانیانو ته په درناوي د شنبې ورځ د ملي غم ورځ اعلان کړې.

هندي چارواکو د فرانسې خبري‌ ادارې ته ویلي، چې په پېښه کې زیات کسان سخت ژوبل شوي دي.

دغه پېښه د جمعې په شپه د کلکتې ښار په ۲۲۰ کیلومټرۍ کې شوې.

د بیړنیو مرستو کارکونکي د اورګاډي په ډبو باندې پورته کېدل چې د پېښې قربانیان وژغوري او ځینو نورو بیا د ژغورنې لپاره د اورګاډي ډبې څېرولي.

د انوبها داس په نامه یو مسافر رویټرز ته ویلي، چې دی به هېڅکه هغه څه هېر نه کړي چې ده ولیدل، "خلک ټول مات او ګوډ وو، ځینو کسانو نه لاسونه او پښې پرې شوې وې او په ډبو کې د وینو سېل و."

د ټایمز اف انډیا راپور ورکړی چې عیني شاهدان وايي، ټکر دومره سخت وو چې ځینې خلک د اورګاډي له ماتو دروازو او کړکیو څخه غورځېدلي.

چارواکي وايي، د اورګاډو د ټګر په دغه پېښه کې د ګڼو ډبو لرونکي درې اورګاډي ښکېل وو.

د سیمې خلکو په چټکۍ سره د پېښې ځای ته ځان رسولی او ځینې نورو روغتون ته د وینې ورکولو لپاره تللي.

په هند کې د اورګاډو د پټلیو د ډېر زړېدو له امله دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي.

په هند کې هره ورځ تر ۱۲ میلیونو زیات خلک په اورګاډو کې سفرونه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG