لاس رسیدونکی لینک

 
قرغزستان کې نړیواله غونډه: په افغانستان کې دې د بشري حقونو درناوی او ټولشموله حکومت جوړ شي
تازه خبر

قرغزستان کې نړیواله غونډه: په افغانستان کې دې د بشري حقونو درناوی او ټولشموله حکومت جوړ شي


واشنګټن ــــ په قرغزستان کې د منځنۍ اېشیا او یورپي اتحاد د مشرانو ګډه غونډه شوې چې په افغانستان کې یې د یو ټولشموله حکومت پر جوړېدو او په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته د درناوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دا په قرغزستان کې د یورپي اتحاد او د منځنۍ اېشیا د مشرانو دویمه ګډه غونډه وه، لومړۍ غونډه د قزاقستان په مرکز استانه کې د تېر 2022م کال په اکتوبر کې شوې وه.

د قرغزستان په تفریحي ښار چولپون اتا کې د جون پر دویمه په دې سرمشریزه غونډه کې د یورپي کونسل مشر چارلس میشل او د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د صدر استازي ګډون کړی وو.

ددې غونډې په ګډه اعلامیه کې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې مخ په خرابېدونکي حالت باندې اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دې چې دوی ژمن دي چې دا هیواد بیرته د خونديتوب، امن، ارامۍ او سوکالۍ په لور د پرمختګ په حال کې وویني:

"دوی په ټینګار سره د یو ټولشموله او استازي حکومت جوړېدل مهم وبلل چې د ټولو استازي پکې برخه ولري او هم یې د ښځو، نجونو او د قومي ډلو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو بنیادي ازادۍ او د بشري حقونو وده او درناوی د ارزښت وړ وبلل".

د یورپي کونسل مشر چارلس میشل غونډې ته په وینا کې د منځنۍ اېشیا هېوادونو د مشرانو اندېښنې پر ځای بللې دي چې په افغانستان کې یې د امنیتي خطرونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده. ښاغلي میشل د افغانو نجونو پر اعلی تعلیم او د ښځو پر کار هم ټینګار کړی دی:

"تاسو په منځنۍ اېشیا کې له افغانستانه له امنیتي خطرونو سره مخ یئ او موږ هم دغه اندېښنه لرو. موږ د حالاتو پر ځانګړې څارنه ستاسې د هېوادونو ستاینه کوو. دا موږ ټولو ته مهمه ده چې یو ارام او پرامنه افغانستان ولرو چې ټولشموله حکومت پکې وي او بشري حقونه باوري کړي".

طالبانو په رسمي توګه د دې غونډې د ګډونوالو اندېښنو ته څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ ګاونډي په خلاف نه کارول کېږي.

د غونډې ګډونوالو له افغانانو سره په سختو شرایطو کې د نړیوالو قوانینو او پېژندل شویو معیارونو په بنیاد د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هڅو ستاینه کړې او پر نړیوالې ټولنې یې ږغ کړی چې له افغانانو سره بشري مرستې زیاتې کړي.

په غونډه کې د ملګرو ملتونو هڅو ته هم اشاره وشوه چې وایي پر سختو حالاتو برسېره یې په افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکړی دی.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه د یورپي اتحاد او منځنۍ اېشیا هېوادونو د ځانګړو استازو د څلورمې غونډې نتیجې مهمې وګڼلې، چې د تېرې مې میاشتې پر 24 او 25 د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې جوړه شوې وه.

د هغې غونډې په پای کې هم د یورپي اتحاد، ملګرو ملتونو، نړیوال بېنک او منځنۍ اېشیا د هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي وو چې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار لګول شوي بندیزونه لرې کړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG