د شام څخه د تندروه ډلې داعش 50 غړي او د دوی د 168 پورې خپلوان عراق ته منتقل کړی شوي دي، ويل شوي پرضد به یې د جرمونو پلټنې کيږي.
اې پي خبري ادارې ويلي، د اتوار/یکشنبې په ورځ د داعش غړي د کرد ځواک [سيرين ډېموکرېټک فورس] په مرسته بيرته منتقل کړی شوي دي، د دغو کسانو د جرمونو پلټنې به کولی شي او د عراق د قانون لاندې به ورته سختې سزاګانې ورکړی کيږي.
د شام په بشري حقونو نظر ساتونکې غېر دولتي ادارې [سيرين ابزروېټر فار هيومن رايټس] چې مرکز یې برطانیې کې دی، ويلي دغه جنګيالي د شام په شمال ختيځ کې نيول شوي وو.
د عراق چارواکو ويلي، د داعش د جنګيالو 168 خپلوان د شام د الهول کېمپ څخه د موصل په جنوب کې د الجدعا کېمپ ته منتقل کړی شوي او هلته به یې ذهني درملنه کولی شي.
چارواکو ويلي، یو ځل ورته قبايلي مشران د دغو کسانو څخه د غچ نه اخستو باور ورکړي د هغې وروسته به یې کورونو ته وليږي.
د خبر ترمخه الهول کېمپ د کردانو د ولقې لاندې د شام په شمالي علاقه کې خواوشا 50زره کورنۍ ابادې دي او په دوی کې د مشکوکو جهاديانو کورنۍ هم شامل دي او د شام او عراق د دغو بې کوره کورنيو سره د 60 ملکونو د 10000 پورې نور بهر ملکيان هم اوسیږي.
د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګوټېرش په الهول کېمپ کې مېشتو کسانو په سمدستي توګه خپلو پلارنو علاقو ته د منتقل کولو غوښتنه کړې وه.
د عراق د سفر په مهال نوموړي ويلي وو، په کېمپ کې د نيمې پورې د 12 کالو نه د کم عمر ماشومان دي، دغلته اوسېدونکي د خپلو حقونو څخه محرومه دي.
هغه ويلي وو الهول په موجوده نړۍ کې يو بد ترينه کېمپ دی، دغلته خلک د بدو حالاتو سره مخ او د کلونو راهسې په ستونزو کې ګېر دي.
د کال 2021م د مې په میاشت کې په لسګونو کورنۍ د الهول څخه د عراق الجدعا کېمپ ته منتقل کړی شوې وې.
د 2014 نه تر 2017 پورې د عراق درېمه برخه نيوونکې ډلې داعش کې شاملو جنګيالو د خپلوانو عراق ته په بيرته ستنېدو نيوکې هم کيږي.
[خبر د اې پي په مننه]