لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناء الله:د ریاست په ضد بغاوت کوونکي به نه بخښل کیږي اؤ نه به دسیاست حق ورکړل کیږي


دپاکستان دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله په حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف تور لګولی چې په نهم مئ یې د ریاست پرضد سرکشي اؤ بغاوت کړی دی اؤ وایي سرکشي اؤ بغاوت کوونکي به نه خو وبخښل شي اؤ نه به دسیاست حق ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان په نهم مئ د اړي ګړي دشوؤ پېښو ذمه واري په استخباراتي ایجنسو ور اړوي اؤ دریځ لري چې په دغو پېښو کې دتحریک انصاف بدنامولو مقصد دده په ګوند بندیزونه لګول یا یې مخه نیول دي.

عمران خان وایي حکومت په دې پوهیږي چې الیکشن نه شي ګټلی نو ځکه دالیکشن نه دتېښتې لپاره یې تحریک انصاف ته د زیان رسولو لپاره دنهم مئ دپېښو منصوبه جوړه کړې وه.

تېره ورځ دپنجاب فیصل اباد ښار کې یوې دستورې ته خپله وینا کې دکورنیو چارو وزیر ویلي الیکشن به په هر حال کې کیږي خو فتنه خان به دملک دسیاست نه مائنس (بهر) وي.

په نهم مئ دغبن د تورونو په اساس درج یوه مقدمه کې دپخواني وزیراعظم عمران خان له نیول کیدو نه وروسته دتحریک انصاف پلویانو ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته یې اورونه لګولي وؤ.

رانا ثناء الله وویل چا چې په دفاعي تنصباتو حملې کړي،جناح هاوس اؤ دکور کمانډر کور ته ننوتي اؤ اورونه یې لګولي وؤ،دشهیدانو دمجسمو سپکاوی یې کړی ؤ دهغوي ثبوتونه موجود دي.

د هغه په وینا دا بغاوت کوونکي سرکشان که د زمکې اووم تل کې هم پټ شي،یا دعدالتونو نه ضمانتونه وکړي خو په هیڅ صورت نه پرېښودل کیږي.

هغه وویل د ریاست خلاف سرکشي کوونکو ته ریاست کې دسیاست هیڅ حق نه شته.

دکورنیو چارو وزیر دا هم وویل چې کوم خلک دنهم مئ دپېښو نه ځان په ډډه کوي اؤ دهغوي جرم یوازې د وینا تر حده وي نو بخښنه ورته کیدای شي خو دچا چې ویډیوګانې اؤ غږونه شته هغوي که په پوزه کرښې هم وباسي نو معافي به ورته نه کیږي.

دا په داسې حال کې ده دنهم مئ دپېښو نه وروسته امنیتي ځواکونو ګرد هیواد کې دتحریک انصاف ګوند دمشرانو اؤ فعالینو دنیولو لړۍ پیل کړې ده اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دعوه کوي چې دهغه دګوند تر 10زرو زیات فعالین نیول شوي اؤ اوس هم د نورو مشرانو اؤ کارکنانو په کورونو چاپې وهل کیږي.

دنهم مئ دپېښو نه راپدیخوا دتحریک انصاف هغو ګڼ شمیر مشرانو د ګوند پرېښودلو اعلانونه هم کړي چې چې حکومت نیولي وؤ اؤ یا یې هم دنیول کیدو هڅې روانې وې.

تحریک انصاف ګوند تور لګوي چې دپي ټي ایي دغه مشران دفشار دلارې دګوند په پرېښودلو مجبوره کړی کیږي خو د ګوند نه چې تر اوسه څومره مشران وتلي هغوي مطبوعاتو ته ویلي چې هیچا پرې فشار نه دی راوړی اؤ پخپله خوښه دغه ګوند ځکه پریږدي چې سیاست کې د اړي ګړي‌ پلویان نه دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG