لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اؤ ترکمانستان د"ټاپي" پروژې د عملي کولو تړون لاسلیک کړو


پاکستان اؤ ترکمنستان د سیمې د څلورو هیوادونو ترکمانستان، افغانستان، پاکستان اؤ هند ترمنځ د ګیس د غڅېدونکي پایپ یا نل د پروژې عملي کولو په تړون لاسلیکونه کړي دي.

مطبوعات وایي د یوې اندازې له مخې د ټاپي په نوم د1814 کلومیټره د ګیس د پاپپ غځولو پر دې منصوبه شاوخوا 10 اربه ډالره لګښت راځي.

ټاکل شوې چې د منصوبې په اساس به په نړۍ کې د قدرتي ګېس څلورمه لویه ذخیره لرونکي هیواد ترکمانستان نه پاکستان او هند ته د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او نيمروز ولايتونو له لارې د کال 33 کيوبک ميټره ګيس انتقاليږي.

د پاکستان د دولتي خبري شبکې ای پي پي‌ د رپورټ له مخې دپروژې عملي کولو په تړون لاسلیکونه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې د پاکستاني د پټرولیم د مملکت وزیر مصدق ملک اؤ د ترکمانستان د ګیس د څانګې مشر مکسات باباییف په داسې حال کې کړي چې وزیراعظم شهباز شریف هم په دغه موقعه موجود ؤ.

د پروژې عملي کولو په تړون دلاسلیکونو په مهال دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي نړۍ کې دانرژۍ ناورین یو ستر چیلنج دی اؤ پاکستان دانرژۍ دناورین ختمولو په تګلارو کار کوي.

هغه ټاپي پروژه دټولې سیمې دپرمختیا لپاره مهمه وبلله اؤ وئ ویل ددې پروژې له امله به سیمې ته دقدرتي ګیس د رسید په شکل کې دپرمختیا موقعې په لاس ورشي.

په ټویټر دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف لیکلي دټاپي پروژې دعملي کولو په تړون لاسلیکونه ددې پروژې دتکمیل په لوري یو مهم ګام دی اؤ دا پروژه زمونږ دانرژۍ د ضرورتونو په پوره کولو کې خورا زیات ارزښت لري.

شهباز شریف ویلي په برق رفتارۍ سره ددې منصوبې سرته رسول دپاکستان دترجیحاتو څخه ده

ټاکل شوې ده دا پروژه به به دوؤ پړاوونو کې سرته رسول کیږي چې دې کې په وړومبي پړاؤ د5 نه نیولی تر 6 اربو ډالر مصرفیږي اؤ په دغه پړاؤ کې به ګیس پرته له کوم خنډ وخار پرېښودل کیږي خو په دویم پړاؤ کې به به دګیس د ودرولو یا جمع کولو لپاره اسټیشنې جوړیږي اؤ په هغې دڅه کم دوو اربو ډالرو دلګښت اندازه لګول شوې ده.

تر دې وړاندې په اکتوبر کال 2021م کې په افغانستان کې دطالبانو حکومت هم ترکمنستان سره په ټاپي پروژه زر تر زره په کار پیل کولو سلا شوی ؤ.

څېړونکي وايي پاکستان دا وخت ارزاني انرجۍته سخته اړتيا لرى ولي جې د هيواد د قدرتي ګيس زيرمې په تيزۍ سره په کميدو دي.

د څېړونکو وينا ده چې د روس نه د ټاپى _ ترکمانستان، افغانستان پاکستان او هند ګيس پایپ لاین نه که ورته ارزان ګيس ترلاسه شي نو دا به ټوله سيمه کي خوشالي راولى خو د دي عملي کولو کې غټي ستونزې دي چې پکي د افغانستان حالات د ټولو غټه ستونزه ګڼل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG