لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونیسیف: اندېښمن یو کېدای شي طالبان د غیرسرکاري سکولونو په لکونو افغان ماشومان هم له تعلیمه محروم کړي


واشنګټن ــــ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې اندېښنه ښکاره کړې چې کېدای شي د طالبانو حکومت د هغو نړیوالو غیرسرکاري ادارو له خوا په افغانستان کې ماشومانو ته د تعلیم په برخه کې مرستې وځنډوي او وایي دا به شاوخوا پینځه لکه هلکان او نجونې له زدکړو محرومه کړي.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې یونیسف د جون پر اتمه په یو بیان کې ویلي، دوی د هغو رپوټونو په اړه د نورو معلوماتو په لټه کې دي چې وايي د طالبانو چارواکي نه غواړي بهرنۍ ادارې په مخامخ ډول د تعلیم په برخه کې فعالیت وکړي.

د یونیسیف ویاندې سمنټا مورټ رویټرز ته ویلي، "یونیسف د هغو رپوټونو په اړه ژوره اندېښنه لري چې که چیرې نړیوالو غیرسرکاري ادارو ته چې د تعلیم په برخه کې کار کوي، اجازه ورنه کړل شي کېدای شي د درې لکه نجونو په ګډون تر پینځه لکه زیات ماشومان په یوه میاشت کې په کلیوالو سکولونو کې له معیاري تعلیمه محروم شي."

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي د طالبانو د حکومت "د ورکړل شوي ممکنه لارښود په اړه د سپیناوي په لټه کې دي" چې وايي د طالبانو مشرانو یې تر اوسه په اړه په عامه توګه تبصره نه ده کړې.

طالبانو په رسمي توګه تر اوسه د خپلې دې نوي امر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د افغانستان یوه ځایي رسنۍ «کابل نَو» وایي، یونیسیف، سېو دي چلډرن او ایکټيډ ACTED ادارو ورته ویلي، دوی ته ویل شوي‌ چې په سرِپل او فاریاب کې د تعلیم په برخه کې کار ودروي.

د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې د ښځو څانګې مشرې هیدر بار د طالبانو د دې ممکنه اقدام په اړه پر ټویټر لیکلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له ډېرو ستونځو سره مخ دي:

"د طالبانو له خوا مسلسل تعلیم او کار ته د نجونو او ښځو د لاسرسي مخنیوی لا پسې سختېږي. د اوس او د 90 د لسیزې [د طالبانو د پخواني حکومت] تر منځ بنیادي فرق دا دی چې دوی اوس هم جینکۍ ابتدایي سکولونو ته پرېږدي، خو کېدای شي دا هم دوام ونه کړي".

یونیسف له هغو 15 ځایي او 12 نړیوالو غیرسرکاري ادارو سره همکاري کوي چې د افغانستان په لرې پرتو او بې وزلو سیمو کې شاوخوا 21 زره کلیوال ښوونځي چلوي.

دا سکولونه زیاتره په هغو سیمو کې دي چې د حکومت له خوا رسمي سرکاري ښوونځي نه لري. ددغو سکولونو له لارې افغان استادان په عامو ودانیو او کورونو کې ماشومانو ته د افغانستان ملي نصاب ورښیي.

د طالبانو له تازه ممکنه لارښود سره سم به ددغو سکولونو چارې د افغانستان ملي مرستندویه ډلو ته وسپارل شي.

ددې نوي لارښود خبر له هغه وروسته ورکړل شوی چې د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ د طالبانو د تعلیم وزارت د یوه ټویټ له مخې، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې د پوهنې له ولایتي چارواکو سره وکتل.

627 ورځې کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي او 167 ورځې کېږي چې په پوهنتونونو کې یې هم د نجونو تعلیم ځنډولی دی، خو د نړیوالو او د افغانانو په پرله پسې غوښتنو باوجود هم هغوی لا له تعلیمه محرومې ساتل شوې دي.

د طالبانو مشرانو او د تعلیم وزارتونو بیا بیا دعوې کړې دي چې دوی به له خپلې سرکاري بودیجې او اسلامي شریعت سره سم د نصاب په ګډون د اړتیا وړ حالاتو په برابرېدلو سره د نجونو سکولونه بیرته پرانیزي خو تر اوسه یې د خپل پخواني حکومت غوندې د نجونو پر اعلی تعلیم بندیز لګولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG