لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په م.‌م کې د امریکا استازې د ایران او روس ترمنځ پوځي مرستو باندې ژوره اندېښنه ښودلې


په ملګروملتونو کې د امریکا استازې لینډا تاماس
په ملګروملتونو کې د امریکا استازې لینډا تاماس

واشنګټن – په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا تاماس ګرینفیلډ د جمعې په ورځ وویل، هغه د روس او ایران ترمنځ "په زیاتېدونکو پوځي مرستو باندې په ژوره توګه اندېښنمنه ده" ځکه له دې سره روس د اوکراین پرضد خپله جګړه پرمخ بوځي.

تاماس ګرینفیلډ په یو بیان کې ویلي، د امریکا لخوا په نویو خپرو شویو معلوماتو کې ښکاري چې ایران په سلګونو ډرون الوتکې او نور وسایل روس ته ورکړي او روس هغه په دې وروستیو اونیو کې په کیېف باندې بریدونو کې کارولي دي.‌

په دغو بریدونو کې د اوکراین بنسټیزې ودانۍ ویجاړې شوي او ملکي اوکراینیان پکې وژل شوي او وېرول شوي دي.

هغې زیاته کړه چې د ایران او روس دا کار د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ قانوني مسودې څخه تیری دی په کومه کې چې د امنیت شورا د دایمي غړو په ګډون ټول هېوادونه له دې منعه شوي چې له ایران څخه دا ډول وسلې واخلي.

د اوکراین او امریکا په ګډون اکثرو هېوادونو امنیت شورا ته د دغو سرغړونو راپور ورکړی او په دې اړه یې اسناد او شواهد وړاندې کړي.

هغې وړاندې وویل، ‌"دا عمومي منشي ته بیړنۍ اړتیا ده چې د نړیوالې ټولنې دې غوښتنو ته ځواب ووايي او ددغو سرغړونو په اړه پلټنې وکړي."

هغه وايي، "له دې سره به د خلکو ژوند وژغورل شي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG