واشنګټن ــــ ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه په یو نوي کې د طالبانو د حکومت پالیسو ته کتنه کړې او وایي د 90 د لسیزې پالیسۍ یې خپلې کړې او له القاعده او ټي ټي پي سره د اړیکو تر څنګ یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې ازاد فعالیت کوي.
د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې د تجزیاتي ملاتړ او څارنې ټیم په خپور شوي رپوټ کې ویل شوي، چې په کابل کې د طالبانو د مېشتو مشرانو تر منځ د پالیسو د بدلون په برخه کې هیڅ کومه نخښه نه لیدل کیږي او په لنډه موده کې د بدلون لپاره کومه هیله هم نه شته:
"په افغانستان کې طالبان د ملا هبت الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې په واک کې د واکمنې ډلې په توګه د 90 لسیزې په څېر پښتون محوره آمرانه پالیسو ته ستانه شوي دي".
په رپوټ کې ویل شوي چې د طالبانو په حکومت کې پینځه غیرپښتانه وزیران کار کوي او د 34 ولایتونو په والیانو یا ګورنرانو کې 25 یې پښتانه دي، چې دا د طالبانو د 90 د لسیزې سیاست ته ورته والی لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت بیرته زیات شوی او وایي دا ډلې اوس تر پخوا ډېره ازادي لري، چې له کبله یې په دې هېواد او سیمه کې د ترهګرۍ خطرونه په زیاتېدو دي.
رپوټ وایي طالبانو له امریکې سره په دوحه کې د شوي تړون په بنیاد د ترهګرۍ په ضد مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې. وايي القاعده ډله په افغانستان کې بیرته سر را پورته کوي او ټي ټي پي هم په پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي:
"له القاعدې او تحریک طالبان پاکستان دواړه سره د طالبانو اړیکې لا هم ډېرې ټینګې او علامتي دي. یو لړ ترهګرې ډلې د طالبانو په واکمنۍ کې ډېره ازادي لري".
ددغه رپوټ له مخې داعش ډلې هم د 2022م کال له اګست را وروسته په افغانستان کې خپل بریدونه د پخوا په نسبت لا زیات پېچلي او مرګوني شوي دي.
په دې رپوټ کې ویل شوي چې تېر کال د طالبانو 41 چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې شامل وو، خو سږ کال دا شمېر 58 ته لوړ شوی دی.
د طالبانو د حکومت ویاندویانو تر اوسه په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تجزیاتي ملاتړ او څارنې ډلې رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر سهېل شاهین دا رپوټ له حقیقته لرې بللی دی.
سهېل شاهین طلوع نیوز ته ویلي، چې په حکومت کې یې د افغانستان د ټولو قومونو استازي شامل دي او وایي د نړۍ هیڅ هېواد ته له افغانستانه خطر نه شته او نه به په راتلونکي ورته خطر پېښ شي.
په وروستیو کې د امریکې د دفاع وزارت په را برسېره شوو حساسو معلوماتو کې هم ویل شوي چې طالبان د خپل پخواني حکومت غوندې د خپلې واکمنۍ د مضبوطولو لپاره په افغانانو باندې جبر کوي چې وایي له کبله یې دا هېواد د امریکې، یورپ او اېشیا لپاره د خطر په مرکز بدل شوی دی.
د امریکا «دي بل ورک» نیوز د جون پر اوومه په خپل رپوټ کې ویلي، طالبانو چې په کال 1996 کې کله په افغانستان کې واک ترلاسه کړو، دوی د نړۍ تر ټولو سخت دریځه او ظالمانه نظام حکومت جوړ کړ او نړیوال ترهګر یې مېلمانه کړل.
په دغه رپوټ کې ویل شوي وو، طالبان چې څه وو او اوس دي نو په هغوی کې نه بدلېدونکی حقیقت د دوی په کور دننه او بهر ترهګري ده. وایي دا دې د چا لپاره د حیرانتیا خبره نه وي چې ګنې طالبانو د ترهګرۍ د ختمون لپاره له خپلو ژمنو سترګې اړولې دي بلکې دوی په تشدد او کرپشن اړه لري چې خپل ولس پرې کنټرول کړي.
رپوټ وایي د ښځو او جینکو کار او سکول ته د رسايي لپاره ضمانتونه ورکوونکو ثابته کړه چې دغلته ولس په نزدې تاریخ کې تر ټولو لوی بشري بحران سره مخ دي.
وایي د افغانستان نه د نړیوالې ټولنې پام اړولو او بې زاره کېدلو طالبان نور زړور کړل او د ښځو په روزګارونو د بندیزونو لړۍ تر دې ورسېده چې د ملګرو ملتونو لپاره ځايي کارکوونکو ښځو باندې يې هم بندیزونه ولګول.