لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:پوځي سرلښکر ته وایم خبرې راسره وکړئ،خو هیڅوک راسره مذاکراتو ته تیار نه دي


په پاکستان کې دبیلابیلو مقدمو سره مخ پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ته یو ځل بیا دمذاکراتو وړاندیز کړی خو ددې ترڅنګ یې ویلي هیڅوک دده سره خبرو ته تیار نه دي.

دخالي یا شنبې په ورځ خپله یوه ویډیو وینا کې پخواني وزیراعظم ویلي هغه به له هیواده نه اوځي اؤ دټولو مقدمو مقابله به کوي.

"زه چې دوي سره خبرې غواړم اؤ وایم ماسره خبرې اترې وکړئ،هیڅوک راسره خبرې نه کوي،زه خپل اسیبلشمنټ،ارمي چیف ته وایم ،ماسره خبرې اترې وکړئ خو هیڅوک راسره خبرو ته تیار نه دي"

عمران خان ویلي ده ته دپوځي عدالت نه دسزا ورکولو په پلان کار روان دی خو سپینه کړې یې ده چې دی له زندان نه نه ویریږي.

"په ما وژونکي بریدونه وشول له هغې ونه ویریدم نو د جیل نه به څه وویریږم،خو دوي اوس زما تر خویندو اؤ میرمنو راورسیدل اؤ د دروغو کیسونه جوړوي"

په نهم مئ دعمران خان دګرفتارۍ پرضد پاکستان کې دشوؤ قهرجنو احتجاجونو په مهال ګن شمیر پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته اورونه اچول شوي وؤ چې حکومت دهغې تور دتحریک انصاف ګوند په مشرانو اؤ پلویانو لګولی اؤ اعلان یې کړی دی چې دې پېښو کې دککړو کسانو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

دعمران خان لخوا پوځي مشر ته دمذاکراتو په وړاندیز دپاکستان وتلي خبریال حامد میر ویلي سیاستمدار دسیاستدانانو سره خبرې کوي اؤ هرکله چې عمران خان دپوځ مشر سره دخبرو هڅه کوي نو ددې مطلب دادی چې هغه پوځي سرلښکر دایین د244مې دفعې خلاف ورزۍ ته لسموي.

په ټویټر حامد حامد میر لیکلي پاکستان کې جمهوریت ځکه کمزوری دی چې دلته سیاستدانان دپوځ په اوږو اقتدار ته راځي اؤ کله چې یې پوځ له اوږو ښکته کړي نو انقلاب ورته وریاد شي.

خو عمران خان ویلي هغه پوځ سره خبرې دخپل ذات لپاره نه کوي اؤ نه یې د وزیراعظم منصب د ضمیر خرڅون ته اړ کولی شي.

پوځي سرلښکر ته په مخاطبه خپله وینا کې عمران خان وایي"زه دخپل ذات لپاره تاسو سره خبرې نه غواړم،تاسو ماته هیڅ نه شئ راکولی،قام ما سره ولاړ دی،څوک به څه راکړي ؟ زه څه دغلا په لارو (اقتدار ته) راتلل نه غواړم،که قام ووټ راکوي،زه تیار یم که نه یې راکوي نو نه به یم"

هغه ویلي خپل اسټیبلشمنټ ته یو ځل بیا ویل غواړي چې نظرثاني وکړئ ځکه چې ملک دتباهۍ په لوري روان دی،

"اؤ کله چې دایي ایم راتلونکي شرطونه مخې ته راځي څنګه چې هغوي سریلنکا اؤ مصر کې شرطونه لګولي وؤ هغه څه وؤ ؟چې دپوځ بجټ کم کړئ اؤ دا خو مونږ هلته روان یو چې پخپلو امنیتي معاملو به مفاهمت کوؤ"

پخواني وزیراعظم حکومتي ایتلافي ګوندونو ته هم وریاده کړې ده چې نن په ده کوم ظلم روان دی سبا به دا ظلمونه په هغوي هم کیږي.

"کله چې دیو ملک ټولې دانصاف ادارې دیو ګوند دختمولو لپاره استعمالولی شي نو دا چې نن که زمونږ اساسي حقونه نه شته سبا به ستاسو هم نه وي"

حکومت یا پوځ لا په سمدستي توګه دعمران خان دې څرګندونو ته خپل رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله عمران خان سره دمذاکراتو په اړه ویلي وؤ مذاکراتو د سیاستدانانو سره کیدای شي دترهګرو سره نه.

پوځ هم پخپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي وؤ چې دنهم مئ دپېښو ذمه وران به دانصاف محکمې ته راکش کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG