لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د اعتراض باوجود هم په پاکستان کې د افغان کډوالو ګرفتارۍ جاري دي


واشنګټن - پاکستان د تېرې یوې میاشتې راهیسي په هغه ملک کې د مېشتو افغان کډوالو په خلاف اقدامات پیل کړي او په دې لړ کې یې په سلهاوو افغانان د مناسبو دستاوېزاتو د نه درلودو په وجه، ګرفتاره کړي دي.

د طالبانو مشرانو له پاکستان څخه غوښتي چې "سمدستي" دې دغه لړۍ اودروي. مګر دا لړۍ نه صرف اودرېدلې نده، بلکې پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو وي او اې ته ویلي چې په دې وروستو ورځو کې په اسلام آباد، راولپنډۍ او شاوخوا علاقو کې یې د کډوالو په خلاف اقدامات نور هم تېز شوي دي.

د شکریه په نوم یوه افغانه کډواله چې د طالبانو د بیا واکمنه کېدو وروستو یې افغانستان پرېښودلی او پاکستان ته تللې ده، وایي: "له بده قسمته، ګرفتاریو نور هم زور اخېستی دی، او لا هم روانې دي."

شکریې د وي او اې سره په خبرو کې زیاته کړه چې "آن هغه کډوال چې د یو اېن اېچ سي آر دستاوېزات ورسره شته" هغوی هم د امنیتي ځواکونو لخوا نیولی شوي دي.

هغې همدا راز وویل چې ځیني افغان کډوال پخپلو کورنو کې نیولی شوي دي.

د شکریې وینا ده: "په هغو ځایونو کې چې اکثره افغانان اوسیږي، پاکستاني پولیسو افغانان د هغوی له کورونو ګرفتاره کړل. هغوی پوهیږي چې افغانان چېرته اوسیږي...ځکه کډوالو ته په کار ده چې خپل کور ته نږدې پولیس تهاڼې کې رېجسټرېشن وکړي."

شکریه وایي په نیولو شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامله دي، او بل دا چې افغان کډوال اوس سخت په ېره کې دي او اکثره یې نه غواړي چې د خپلو کورونو نه راووځي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت، چې اوس د طالبانو د ډلې په لاس کې دی، د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې په سفارت کې موجودو طالب چارواکو، د پاکستان د داخله وزارت له چارواکو سره کتلي دي چې په دې کتنه کې د طالبانو سفارتکار، "په مختلفو بهانو د افغانانو دنیول کېدو اوځورونې مسئله له پاکستاني چارواکو سره په جدي ډول راپورته کړه اوټینګار یې وکړ چې دغه لړۍ باید ژرترژره پای ته ورسیږي."

د طالبانو د سفارتکارانو په بیان کې دا هم راغلي چې "پاکستاني لوري په دې برخه کې د سفارت رهبرۍ ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دوی یوازې هغه کسان نیسي چې قانوني اسناد ونلري."

په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو یو چارواکي، عبدالکریم حقاني د شورو/چهارشنبې په ورځ وي او اې ته وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د درې سوه نه واخله تر څلور سوو پورې (۴۰۰-۳۰۰) افغانان نیولي دي.

هغه زیاته کړه چې هغوی کوښښ کوي د نیولو شوو افغانانو د "فوري آزادېدو" دپاره له پاکستاني چارواکو سره بحث وکړي.

بل اړخ ته د افغانستان دپاره د پاکستان نوي ټاکل شوي استازي آصف دراني وي او اې ته وویل، هغه افغانان چې مناسبه دستاوېزات نلري او یا د خپلې ویزې د مودې د ختمېدو نه پس په پاکستان کې پاته وي، "دا قانون دی چې هغوی به نیول کیږي."

د پاکستان ځایي رسنیو هم د حکومتي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې بې دستاوېزاتو افغانان به بېرته خپل ملک ته وشړل شي.

مګر ارسلا خان، چې یو افغان کډوال دی او د اسلام آباد د میوې او سبزیانو په منډيي کې د کاریګر په توګه کار کوي، وي او اې ته وویل چې هغه ځانه سره د ریفیوجي کارډ هم درلودلو، مګر د کار کولو په وخت کې ونیولی شو.

ارسلا خان چې اوس په ضمانت له حراسته آزاد شوی، وي او اې ته وایي: "ما ګاډي کې بارونه کېښودل چې هغوی راغلل. ما ورته خپل سمارټ کارډ هم وښودلو، خو هغو زه ونیولم."

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ کال په اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ، افغان کډوالو ته د سمارټ کارډونو د ورکولو لړۍ پیل کړې وه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو هائی کمېشنر ویلي چې دا وخت په پاکستان کې څه باندې دیارلس لاکهه رېجسټرډ شوي افغان کډوال اوسیږي. بل پلو دا اداره وایي چې په پاکستان کې د ټولو مېشتو افغانانو شمېر، شاوخوا اووه دېرش لاکهه (درې اعشاریه اوه) میلینه ده. په دې کې، د اېجنسۍ په وینا، شپږ لاکهه کسان هغه افغانان دي چې په کابل کې د طالبانو د واک اختیار ته رسېدو نه وروستو یې پاکستان ته پناه وروړې ده.

(د وي او اې افغان سروس نه په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG