واشنګټن - د پاکستان د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن ویلي چې صوبایي حکومت په ساحلي علاقو کې د موسمیاتو په صورتحال پوره نظر ساتلی دی او کب نیوونکو ته یې ویلي چې سمندر کې به د وړاندې تګ نه ډډه کوي.
شرجیل میمن د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې د ساحلي ضلعو انتظامیې په مکمله توګه الرټ یا بیداره دي او د سند وزیراعلی سرکاري ملازمینو ته هدایت جاري کړی چې د خپلو ضلعو نه دې بهر نه ځي.
په بحیره عرب کې د بایپرجوای په نوم سمندري طوفان لا نور هم پسې زورور شوی او دا وخت کې د کراچي ښار د جنوبي علاقو نه شاوخوا اووه نیم سوه کلومټره لېرې دی.
پاکستان کې د قدرتي آفاتو د څارنې ادارې (نېشنل ډېزاسټر مېنجمنټ اټهارټي – اېن ډي اېم اې) په خلکو غږ کړی چې د سمندري طوفان د وجې دې د سمندر له ساحل څخه لېرې پاته شي او د حالاتو د خرابېدو سره دې د ځایي چارواکو په هدایاتو عمل وکړي.
د موسمیاتو محکمې ویلی چې بایپرجوای سمندري طوفان ممکن د جون په څوارلسمه نېټه (د شورو/چهارشنبې په ورځ) د پاکستان سواحلو ته ورسیږي. د موسمیاتو د ادارې وینا ده چې نن د اتوار او سبا د ګل په ورځ د ملک په وسطي او جنوبي ضلعو کې د تېزې هوا او شمال امکانات څرګندیږي.
د پاکستان د موسمیاتو محکمې د پېسیفک ډېزاسټر سېنټر په حوالې سره دا خبره هم کړې ده چې په مجموعي توګه د پاکستان او هندوستان شاوخوا دیارلس لاکهه او اتیا زره خلک د دغه سمندري طوفان له امله زیانمن کېدلی شي.
د موسمیاتو د محکمې چیف مېټرولوجېسټ ډاکټر سردار سرفراز وایي چې د بایپرجوای طوفان شدت زیاد دی او په کېټېګري 2 کې شاملیږي. د دې خبرې مطلب دا دی چې د یاد سمندري طوفان په منځ کې څرخېدونکی شمال په ساعت کې د 130-150 کلومټره رفتار لري.
سردار سرفراز دا هم ویلي چې بایپرجوای سمندري طوفان د جون په شپږمه په بحیره عرب کې راپیدا شوی او کرار کرار د پاکستان په خوا روان دی.