لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین وایي په جوابي حمله کې یې د روسانو نه یې یو شمېر کلي نیولي دي - یورپي مشرانو یوځل بیا د اوکراین ملاتړ وکړ


اېسوشیټډ پرس - د اوکراین دفاع وزارت د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسي ځواکونو په ضد د جوابي حملې په لړ کې یې د تېرې یوې هفتې راهېسې، اووه (۷) کلي بېرته نیولي چې په مجموعي توګه نېوي (۹۰) کلومټره مربع ځمکه ګڼل کیږي.

د اوکراین د دفاع نایب وزیرې هانا مېلیار په ټېلېګرام ولیکل چې د اوکراین جنډه یو ځل بیا د دونېټسک ختیځې صوبې په سټوروژوف کلي باندې رپيږي او اوکرایني ځواکونو د هغه ځای شاوخوا درې نور واړه کلي، او په زاپورېژیا صوبه کې یې هم درې کلي د روسانو نه بېرته نیولي دي.

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي پخپل ویډیویي پیغام کې وویل: "جګړې سختې دي، مګر زمونږ عسکر په خوځېدو دي او دا ډېره مهمه ده."

هغه زیاته کړه چې باراني موسم یې عسکر د چلېنج سره مخ کړي دي. زېلنسکي دا هم وویل چې د خپلو پوځي کمانډرانو سره یې د جنګي محاذونو په اړه خبرې هم کړي چې کوم ځایونه باید مضبوطه کړی شي او کومو ځایونو کې د روس پوځیانو ته نقصان رسولی شي.

اوکراین له ډېر وخت راهیسي د روسانو په ضد د جوابي حملو دپاره آمادګي نیوله او د دې دپاره یې د مغربي ملکونو نه ډېره وسله او مرستې هم ترلاسه کړلې. اوس دا جوابي حمله شورو شوې او طمعه ده چې په آینده ورځو کې هم دوام ولري. روسان دعوه لري چې د اوکراین دا حمله تر اوسه کومه کامیابي نلري.

په همدې حال کې د فرانس، جرمني او پولېنډ مشرانو د ګل/دوشنبې په ورځ په پېرس کې ملاقات وکړ چې د خبرو توجو یې د روس په ضد د اوکراین د جوابي حملې پوځي ملاتړ او اوکراین ته د آینده امنیتي ضمانتونو برابرول و. دغو درېیو مشرانو په داسې وخت کې سره ولیدل چې ټاکل شوې ده په جولائی میاشت کې د نېټو سرمشریزه غونډه جوړه شي.

د ګل/دوشنبې ورځې په ملاقات کې د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون د جرمني د وزیراعظم اولاف شولتز او د پولېنډ د صدر آندریج دودا سره یوځای، د فرانس په صدارتي اېوان کې یو مشترک خبري کنفرنس ته وویل، "د اوکراین جوابي حمله څو ورځې وړاندې پیل شوې ده."

یادو مشرانو د اتحاد څرګندولو په خاطر ټینګار وکړ چې دوی به تر هغو چې لازم وي، د اوکراین ملاتړي پاته شي.

مېکرون وویل: "ټاکل شوې ده چې دا جوابي حمله، که میاشتې نه وي، نو څو هفتې خو به جاري وي. مونږ تر خپل وس او توان پورې چې څه مو کولی شول، د هغو (اوکراینیانو) سره مو مرسته کړې ده."

د فرانس صدر وعده وکړه چې په آینده ورځو او هفتو کې به اوکراین ته لا زیاتې وسلې، ګوله بارود او بکتربند ګاډي ورکړي.

د فرانس صدر دا هم وویل چې ملک یې په دې جوابي حمله کې "د اوکراین د امکان ترحده دکامیابۍ په هیله دی چې بیا وکړی شي د [روس سره] د صحیحو شرایطو د لاندې، د مذاکراتو پړاو پیل کړي."

بل پلو د پولېنډ صدر دودا چې د اتوار/یکشنبې په ماښام یې د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي سره ټلیفوني خبرې کړې وې، وویل: "زه امید لرم او په دې باور یم چې زمونږ په ملاتړ، دا جوابي حمله به کامیابه وي...زړه مې راته وایي چې دا ظفر به د ټولو اشغال شوو علاقو نه د روسي پوځیانو شړل وي."

دغو درېیو یورپي مشرانو اوکراین ته په اوږدمهال کې د آینده امنیتي ضمانتونو په جزئیاتو باندې رسنیو ته څه ونه ویل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG