لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت پښتون-محوره دی؟ د څېړونکو نظر


واشنګټن - د ملګرو ملتونو یو رپوټ چې د طالبانو حکومت یې پښتون-محوره بللی دی، یو شمېر غبرګونونه راپارولي دي.

د امنیت شورا/سېکوریټي کونسل د بندیزونو د کمیټې یوې ډلې چې دنده یې په بندیزونو باندې څارنه ده، ویلي چې یو طرف ته طالبانو پښتون-محوره آمرانه حکومتدارۍ ته مخه کړې ده او نور قومونه نظر اندازه کړی شوي دي، او بل طرف ته پخپله د طالبانو د چارواکو ترمنځ د سرکاري عهدو او ولایتي انتظامیو د وېشلو په سر اختلافات ډېر زیات دي.

یو شمېر افغان څېړونکي وایي په دې کې شک نشته چې د طالبانو نظام، آمرانه نظام دی مګر پښتون-محوره ندی.

د امریکا په نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر شېرجان احمدزي وي او اې سره په خبرو کې وویل، دا حقیقت دی چې اکثره طالبان پښتانه دي او په پښتو خبرې کوي، مګر دوی یوه مذهبي نظریاتي ډله ده چې صرف هغه کسان ورته مهم دي او په عهدو یې ټاکي کوم چې په نوم کې یې د ملا، مولوي او آخند نومونه راغلي وي، مدرسې یې لوستلي وي او د دوی غوندې طالبي نظریات ولري.

ښاغلي شېرجان احمدزي زیاته کړه: "که د طالبانو حکومت په رښتیا پښتون-محوره وای، نو د پښتنو روایاتو، اقدارو، او کلتور احترام به شوی وو، پښتانه مشران به نه وژل کېدل، او د پښتنو خوېندو مېندو حقونه به نه اخېستل کېدل."

پروفېسر شېر جان احمدزی، نبراسکا پوهنتون
پروفېسر شېر جان احمدزی، نبراسکا پوهنتون

یو بل افغان څېړونکی، پروفیسر عبیدالله برهاني هم وایي چې طالبان مذهبي ډله ده چې اکثریت یې پښتانه دي، مګر ملتپاله ډله نده. ښاغلي برهاني د وي او اې سره په خبرو کې وویل: "طالبانو سره د قومي وېش، ژبني وېش، او یا سمتي وېش خبره نشته، دوی دا فکر هم نه کولو چې دومره ژر به واک اختیار ته ورسیږي. خو اوس چې حکومت یې په لاس کې دی، نو که ټولشموله یې نه جوړوي، لږ تر لږه په کار ده چې مسلکي او د کار متعلق ماهرین په عهدو باندې وګوماري."

د امنیتي چارو یو څېړونکی، تمیم عاصي وایي چې په پښتنو کې د امان الله خان، ظاهر شاه، داوود خان، حامد کرزي، اشرف غني او نورو غوندې مسلمان و ترقي پسنده کسان هم موجود وو. ښاغلی عاصي زیاتوي چې "طالب او د طالب نظریه، د یوې استخباراتي-پوځي پروژې پیداوار دی. د جوړېدو کارخانې یې د پاکستان په مدرسو کې دي. مقصد یې د ډیورنډ کرښې دواړه غاړه پښتنو بې تعلیمه کول او په اور کې سوځول دي. پرونی طالب هم د پښتنو نماینده نه و، او ننني طالبان هم (د پښتنو نمایندګان) ندي."

بل طرف ته د افغانستان یو سیاستوال او پخوانی خبریال داوود ناجي وایي چې طالبانو سره پخوا هم د قومي تسلط نظره وه، او اوس هم په هغې لارې روان دي. ښاغلي ناجي پخپل ټوېټر لیکلي: "قومي هېژموني/تسلط، اسلامي سختدریځي او مخدره مواد هغه درې عنصره دي چې طالبانو ته یې پېژندګلوی ورکړې ده."

د نبراسکا پوهنتون څېړونکی شېرجان احمدزی وایي، که چېرته ځيني دا فکر کوي چې په افغانستان کې د طالبانو اوسنی نظام، یو پښتون محوره حکومت دی دا خبره د پښتنو په نقصان ده، ځکه "حالات بدلیږي، حکومتونه بدلیږي، او که هره توکمیزه ډله حاکمه وي، دا نور بیا آینده کې د انتقام دپاره آمادګي نیسي. مشران به وتښتي، پاکستان یا بل ملک ته به ولاړ شي، او ستونزه به عام اولس ته پاته شي."

طالبانو د ملګرو ملتونو د وروستي رپوټ په غبرګون کې یو بیان جاري کړي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې، "د صلاحیتونو انحصار او په حکومت کی د ټولو قومونو نه‌شتون" بې بنیاده دعوه بللې ده.

طالبان وایي دوی سره بغیر د پښتنو، د نورو قومونو کسان هم په حکومت کې شریک دي. ناقدین وایي، د غیرپښتنو طالب چارواکو شمېر ډېر لږ دی او اکثره په اهمو عهدو نه دي ټاکل شوي.

د طالبانو ترمنځ اختلافات

د ملګرو ملتونو د سېکوریټي کونسل/امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې پخپل څوارلسم نمبر رپوټ کې چې په دې تېرو ورځو کې خپور شوی، ویلي دي چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ بې اتفاقي ښکاره ده، او د دوی مشر ملا هبت الله آخندزاده د خپلو سختدریځه تګلارو د نرمولو دپاره خارجي فشارونو ته غاړه نه ږدي.

طالبانو دا رپوټ رد کړی او هغه یې "یو اړخیز، غیرمتوازن (بې تولې) او له واقعیته لرې راپور" بللی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې وویل چې د دوی د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د موجودیت دعوه، "بې اساسه تورونه" دي.

په رپوټ کې د ملا هبت الله آخندزاده، ملا برادر (د وزیراعظم مرستیال)، ملا یعقوب (دفاع وزیر)، سراج الدین حقاني (داخله وزیر)، عبدالحق وثیق (د استخباراتو رئیس) او یو شمېر نورو طالب مشرانو نومونه یاد شوي او ویل شوي چې د یوې ډلې مرکز په کندهار کې دی او هغوی سخت دریځه اسلامي نظریات لري، بله ډله چې په کابل کې یې اکثره عهدې په لاس کې دي، د نړېوالو سره د جوړجاړي پلویان ښکاري.

د نورو موضوعاتو ترڅنګ، رپوټ کې دا هم راغلي چې ویل کیږي سراج الدین حقاني غواړي افغانستان کې د ټاپي TAPI پایپ لاین په شمول سترې اقتصادي منصوبې د خپل کنټرول لاندې راولي.

پروفېسر عبیدالله برهاني وایي طالبانو کې اختلافات شته، مګر مخالفتونه نشته. ښاغلي برهاني د وي او اې سره په مرکه کې وویل چې په یوه ډله کې د نظریاتي اختلافاتو موجودیت، معمولي خبره ده، خو مخالفتونه بیا جدا خبره ده. هغه زیاته کړه: "کوشش روان دی چې په طالبانو کې موجود اختلافات په مخالفتونو بدل کړی شي. ځیني طرفونه د خپلو اهدافو دپاره اوبه خړوي." خو هغه دا ونه ویل چې دا اوبه څوک خړوي او اهداف یې څه دي؟

پروفېسر عبیدالله برهاني
پروفېسر عبیدالله برهاني

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د ټي ټي پي او القاعدې سره د طالبانو د نږدې تعلقاتو په اړه هم خبرې شوي دي.

د رپوټ په یوه برخه کې راغلي: "د طالبانو او القاعده او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ رابطه قوي او په یو بل پورې تړلې پاته ده."

مګر په سویډن کې مېشت د اسلامي سختدریځۍ څېړونکی عبدالساعد وایي دا تعلقات په ښکته صفونو کې پیاوړي دي مګر د طالبانو مشرتابه ځانونه له القاعدې او ټي ټي پي لېرې ښيي.

ښاغلي ساعد وي او اې ته وویل: "که څه هم ټي ټي پي، القاعده، او افغان طالبان په ښکته صفونو کې خپل د افرادو په کچه ممکن تعلقات ولري، ځکه په افغانستان کې یې تېر شل کاله د طالبانو سره اوږه په اوږه جنګونه کړي دي. مګر د طالبانو مشرتابه په عام ډول د پاکستاني امنیتي ځواکونو خلاف د ټي ټي پي د جنګ ملاتړ نه کوي. خو دا چې د طالبانو معمول عسکر د ټي ټي پي د جګړه مارانو سره قوي تعلقات لري، نو د ټول فشار باوجود هم طالب مشران د هغو خلاف اقدام نشي کولی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG